جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهفدايي په فکر او عمل کې/.ګل رحمن رحماني

فدايي په فکر او عمل کې/.ګل رحمن رحماني

ښاغلی محمدحليم فدايي زموږ د اوسنۍ ټولنې ځوان سياستوال، قلموال او مفکر دی، دده دليکنو يوه ښه ځانګړنه، رسا پيغام، دروند فکر او لنډون دی. موږ ډېری داسې ليکوال لرو، چې دموټي مطلب له پاره په خراروارونو کليمي شيندي او خپلې موضوع ته له دومرې لرې زوايې او لارو را ګرځي ، چې تر ورسېدو يې په خپل مخاطب اصلي مطلب او موخه هېره کړې وي .

دښاغلي فدايي دليکنو په ځانګړي ډول په دې وروستيو کې دهغه د خورو ورو ټولنيزو ، سياسي،اصلاحي او انتقادي مقالو ټولګه “فکر اوعمل” کې بيا نه يوازې چې دا ستونزه نه شته، بلکې په پښتو ژبې کې دداسې مقالو يوه ټولګه ده، چې دفکر تله يې په نورو ټولو اړخونو درنه او پيغام يې د ټولنې اوسنيو فکري نيمګړتياوو او اړتياوو ته په پام سره روښانه او جوت دی .

مخکې له دې، چې دفدايي صيب دمقالو ځانګړي سبک او دفکر منځپانګې ته راشم،  اړينه ده، چې ددغه ګټور او پنډ اثر په اړه دپېژندنې يو څو لنډې خبرې وکړم .

فکر او عمل اثر همدا روان کال د مختګ مشورتي خدمتونو ادارې له لوري په نږدې  ۳٨٦ مخونو کې په ښکلې کاغذ او ډيزاين د زرو ټوکونو په شمېر خپور شوی او دليکوال ټول ټال ۶٧ لنډې او اوږدې مقالې راغلي دي، چې ليکوال وخت ناوخت د ځينو مناسبتي غونډو او ادبي محفلونو له پاره ليکلې او دهېواد په بېلابېلو رسنيو او ويبپاڼو کې لا له وړاندې خپرې شوي دي .

دکتاب ليکوال دخپلو دغه ليکنو او دکتاب دنومونې په اړه دکتاب دمننې او کور وداني په برخه کې کاږي  :” هره جګړه تر هر څه دمخه د جګړې د هېواد د ولس فکر، ذهن، عقايد، فرهنګ او کلتور ځپي. په افغانستان کې ډېر مفکرين، پوهان او عالمان بنديان، مړه، مهاجر او يا يې خپل عمر خوړلی دی. په پايله کې دا تشه هېواد له داسې فکري او فردي ظرفيتي ثروتونو او زعامت څخه محروموي چې ولس ته يو واضح ملي لرليد وټاکې. په انتقالې ډول دا تشه د افراط او تفريط د مريضو فکرونو له اړخه چې يو مريض سياست رامنځته کوي، اشغالېږي. ددغې تشې د ډکولو لپاره ما له ولايت څخه د مخه، په جريان کې او وروسته د فکراو ذهن جوړونه، د فرهنګ بډاينه او علم خپرونه په خپلو لومړيتوبونو کې ونيول. سياست بې فرهنګه او فرهنګ بې سياسته هغې الوتکې ته ورته دی چې غواړې په يوه وزر الوت وکړي. تر ډېره برېده ما په ليکنو کې هڅه کړېده چې د زده کړو او د ستونزو ترڅنګ د حل لارې چارې هم وړانديز کړم او دا پرېکړه به لوستونکي کوي چې زه تر کومه برېده په دې کار کې بريالی يم”.

له بده مرغه چې اوسمهال زموږ په ټولنه په ځانګړي ډول پښتنو کې دکتاب داخيستلو او لوستلو فکر او فرهنګ ډېر عام څه چې له هېڅ سره برابر دی، حتی لوستي کسان هم په کتاب پيسې نه ورکوي، کوم کتاب چې په کوم مناسب او غونډه کې په لاس ورځي ، نو هغه هم ډېر په اسانۍ نه لولي.

زه دښاغلي فدايي ددغه اثر دپرانېست غونډې شاهد وم او ديوه ښه دود بنسټ يې دا کېښود، چې نور به نو په وړيا ډول دکتابونو تر لاسه کول ختم وي او دغه اثر حتی دغونډې يوه ګډونوال ته هم وړيا ورنه کړل شو او هرکس اړ و، چې له ټاکل شوي ځای نه يې دپيسو په بدل کې تر لاسه کړي . ممکن ښاغلي فدايي هم همدې اړتيا ته په پام سره دکتاب ډالۍ داسې ليکلې وي :”هغه چاته چي کتاب اخلي او لولي يې “.

په ياد اثر دليکوال ديوې لنډې یادونې ترڅنګ د ښاغلو ليکوالو هر يوه استاد اسدالله غضنفر، اباسين بريال، حکيم بشارت، ، ادم خان سيرت ، قريب الرحمن شهاب، حفيظ هميم جلالزی ، اجمل تورمان  او سياستوال محمد ګلاب منګل لنډکي یادښتونه راغلي، چې د ښاغلي فدايي ددې اثر او دهغه فکر او ليکني سبک په بېلابېلو اړخونو يې خپل نظرونه ورکړي دي .

ليکوال او کره کتونکی استاد اسدالله غضنفر ددغه کتاب په اړه وايي :”دفدايي صاحب ددې کتاب ځينې مقالې دفکر دنوښت، دمنطق دپياوړتيا او انسجام او جامعيت په لحاظ د پښتو په بهترينو مقالو کې حسابېږي، کاشکی نور چارواکي هم دخپلو تجربو په بنياد ليکنې وکړي او د سياست  او ټولنې ديوې  افغانی پوهې په وده کې برخه واخلي .”

دکتاب په درېيمه پښتۍ لیکوال او شاعر ميرزمان جبارخيل د ښاغلي فدايي فرهنګي پېژندګلوي ليکلې او دهغه په تېر فرهنګي ژوند يې لنډه رڼا اچولې ده ، جبارخېل په دې اړه وايي :”ښاغلی فدايي د ولايت په نسبت  تر ډېره برېده په ټولنه کې په فرهنګي او مدني فعاليتونو پېژندل کېږي. دده دکار فلسفه داده، چې که غواړو  هېواد جوړ کړو ، نو بايد دمټو زور فکر ته راولو، فکر او عمل که سره تناقص ولري ، نو دا يوه شل انسان ته ورته دي .”

په څلورمه پښتۍ دهغه خپرو شوو اثارو ته اشاره شوې او دهغه د اولسو بېلابېلا هغو اثارو لړلیک په کې دی، چې ده په پښتو، دري، عربي او انګليسي ژبو ليکلي دي .

ددغه کتاب او مقالو ارزښت :

اوسمهال په هېواد کې د بېلابېلو رسنيو او انلاين ويبپاڼو په زياتېدو سره هره ورځ ، بېلابېلې پښتو مقالې او ليکنې خپرېږي، چې ګڼ او هر اړخيز موضوعات را نغاړي ، خو لکه څرنګه چې وايي ‎:اخبارونه دکليشو ځالې دي، همداسې دغه مقالې او شننې  هم تر ډېره ورځنی خبري ارزښت لري، بلې ورځې ته يې  اهميت نه پاتې کېږي ، البته دفدايي صاحب دغه سياسي او ټولنيزې ليکنې له دې ستونزې لرې او تلپاتې ارزښت لري .

دفدايي دفکر اوعمل په مقالو کې نه يوازې چې کلیشه يي موضوعات او پیغامونه نه شته، بلکې داسې موضوعات په کې را اخیستل شوي، چې تر ډېره تازه او وړاندې تر دې ورته چا اشاره نه ده کړې . دغه موضوعات له هره اړه له افغاني ټولنې سره تړلي، د افغانانو په ټولنیزو دردونو او نا خوالو را چورلي او دا چې ليکوال  د اوږدې مودې له پاره په ټولنه کې ديوه سیاستوال او مدني فعال په توګه پاتې شوی، نو خپلې تجربې او اخیستنې يې هم په ښه ډول په کې رانغاړلې دي .

دکتاب په ۲۴۵ مخ کې د سټیرو ټایپ ذهنیت څه ته وايي ؟ په نوم وړوکې مقاله کې وايي : دوه خپلوان مې مېلمانه وو.  ددوی تر منځ دخپلوۍ دمزي په اړه مې پوښتنه وکړه. نو اول کس راته وويل :” بې ادبي معاف دی می اخشی ده . ” ما ورته وويل : ” تعليم یافته کس او سم کار ته بي ادبي وايي ؟”. دا دويم راته وويل : ” والي صاحب لکه چې پوه نه سوې. ” دده پلار زما خسر دی . “

ما ورته وويل : “چې دا زموږ  يو ناوړه  دود دی چې تا ويل که تا دبل خور کړې وي ، نو په جرا ات سره وايې چې اخشی يې يم او چې بل ستا خور کړې وي. ”  نو بيا په مړو سترګو وايې : ” بې ادبي دې معاف وي.! “

همدا زموږ د ځينو افغاني وګړو د ” بې ادبي ” په اړه ذهنيت دی . چې په انګليسي کې ورته ” Stereotype Mindset” سټيرو ټايپ ، کليسشه يي يا چوکاټي ذهنيت وايي.

دلته موضوع نوي والي ترڅنګ هر څه په لنډون لیکل شوي، مطلب ته لنډه اشاره شوې، ليکوال رسا موضوع ته راغلی، فکرکوم چې دا يوه داسې موضوع ده، چې هېڅ وخت يې زړښت نه شته، تل تازه او نوې وي ، ليکوال همداسې په نورو ګڼو مقالو کې هم نوښت او ابتکار کړی، داسې موضوعات او ټکي يې را اوچت کړي، چې نورو ليکوالو ته به ډېر عادي ښکاري، خو دټولنې په فکري وده او بدلون کې خورا اهمیت لري او دا دليکوال هنر دی، چې په ښه انداز او دخلکو په ژبه يې وړاندې کړې دي.

د “مننه، غوښتنه، اوبښنه “،نا پېژندلی تاريخ، ځان او جهان پېژندل، که يې رانکړې درباندې ليکنه کوږ! دملي ترمينالوژي ستونزه که بل څه ؟ دکرکټ او سياست ۲۲ ځانګړتياوې، دیانت او قضاوت، په ولسواکۍ کې درسنيو ونډه او همداسې نورې ټولې داسې مقالي دي، چې نوښت، منطق، فکر او نوې خبرې په کې په پوره ډول حس کولای شو او په باور سره وايو، چې هېڅ وخت زړښت نه لري .

دفدايي دليکنې سبک

تر ټولو مهمه خبره داده چې ښاغلي فدايي له خپلې مورنۍ ژبې پښتو  او دري ژبې پرته په انګليسي ، اردو  او  عربي ژبو سره پوره بلدتيا لري. ارواپوهان وايي، هر  کس چې په يوه ژبه پوهېږي يو ، په دوو چې پوهېږې دوه او په درېيو چې پوهېږي ، نو درې کسه دى . په دې حساب فدايي صاحب هم په دغه ژبو کې  نه يوازې چې پراخه مطالعه لري، بلکې ليکنې هم ورباندې کوي .

دغه علمي پانګې دده له ليکنو هم پوره اغېز کړى، ځکه څه چې په دېګ کې وي ، همغه په کاسه کې  راوځي ، دده دفکر او علم پانګه هم ددغه ژبې په برکت پراخه ده . په هر صورت راځم دده په سبک يو څه خبرې کوم .

دفدايي ددغه ليکنو سبک ډېر ساده، روان او سليس دى، معنوي غوټې  او بندښتونه نه لري او تر ټولو مهم يې پيل دى . په يوه ليکنه کې دپيل ټکي خورا مهم دي،  هر کله چې پيل وشي، نو ليکوال په نورو برخو برلاسي مومي او په ښه ډول مخ پر وړاندې تللى شي .

   دده دليکنو پيل دهنري نثر غوندې يا په يوه مکالمه او يا هم يوه زړه راښکوونکي  جمله او ډيالوګ سره پيل شوي دي ،لوستونکي ورسره  اخلي او په ښه ډول مخ پر وړاندې ځي . بله مهمه خبره داده ، چې دنثر جملې  او ترکيبونه يې لنډ او پراګرافونه يې روښانه دي. له اضافي خبرو ډډه کوي او کله چې يوه مقاله ليکي نو له اضافي او ها خوا دې خوا خبرو راسا موضوع ته داخلېږي او اوسنۍ بوختې نړۍ او ژوند ته په پام سره دا يو مهم ټکى او ديوه هنرمند او پياوړي ليکوال ځانګړتيا ده .

په پاى کې يو دوو ټکو ته اشاره کوم، چې زما په نظر مناسب نه دى، لومړى داچې فدايي صاحب وايي، دکار فلسفه داده، چې که غواړو  هېواد جوړ کړو ، نو بايد دمټو زور فکر ته راولو، فکر او عمل که سره تناقص ولري، نو دا يوه شل انسان ته ورته دي . فدايي صاحب  شل انسان دټولنې نيمګړى انسان بللى او يوه انسان ته يې ناهيلې ورکړې، حال داچې که خبره دفکر  او فکري عمل او فعاليت وي، نو دا بيا په شلتوب پورې اړه نه لري، شل هم کولاى شي ، ښه فکر  او فکري خوځښت ولري .

په ځينو ځايونو کې ده او دى توپير نه دى شوى ، موږ وايو چې دا ښه کار ده، خو داسې نه شي ويلاى چې دا ښه کار ده، ځکه بيا يې له دې سره توپير نه کېږي، چې ووايو: دا ښه دنده ده . دلته ده په ځانګړي ګړدود پورې اړه لري او له معياري ليکنۍ ژبه کې نه کارېږي .

په کتاب کې داسې څو مقالې هم لولو، چې تر ډېره يوه مناسبت ته ليکل شوې، وچې سياسي دي او  که په کتاب کې يې پر ځاى نورې ليکنې راوړل شوې وى ، نو ښه به وې، ځکه چې فدايي صاحب فعال ليکوال دى، هر ورځ په خپله فسبوک پاڼه او نورو ټولييزو پاڼو کې له بوختياوو سره سره  تازه او نوې ليکنې خپروې، چې مهم مسايل په کې رانغښتي وي .

زموږ دليکوالواو شننونکو په ليکنو او بحثونو کې يوه نيمګړتيا داده، چې دوى اکثره وختونه ، ستونزې او ناخوالې په ډېر ښه ډول راسپړي، خو دوتو او حل لارو ته يې پام نه وي، ډېرې داسې ستونزې وي ، چې هر څوک ترې ځورېږي، هر څوک يې درک کولاى شي، خو دوتو په برخه کې يې هرڅوک نه پوهېږي، دا يواځې دسترګور ليکوال او ځير ټولنيز او سياسي شننونکي دنده وي، چې دبيرن وتلو او حل لارې چارې په ګوته کړي.

له نيکه مرغه چې دښاغلي فدايي د سياسي او ټولنيزو ليکنو  په دغه ټولګه “فکر او عمل ” کې د ستونزو ترڅنګ د حل ستراتیژیک حل لارې وړاندې شوې، چې کېدای شي په ګڼو سیاسي، علمي او ټولنیزو پالیسیو کې ورڅخه کار واخيستل شي  او هم دنورو ورته ليکنو او بحثونو له پاره يو ښه ماخذ شي .

په پاى کې دغه ښاغلي ليکوال ته ددې اثر مبارکي وايم او د ورته لا نورو ګټورو هڅو هيله ځکه ترې کېږي، چې  نوموړى کولاى شي دخپل فکري ځواک او قلم  پر مټ زموږ د ويجاړې ټولنې فکري پياوړتيا او ويښتابه له پاره ، خپلو تجربو او پوهې ته په پام سره کار وکړي .

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب