شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرسملاسي (فی البدیهه ) مشاعره

سملاسي (فی البدیهه ) مشاعره

یادښت : ایمل مړوند دفتر ته راغی ویل یې ، چې نن یې زړه ډېر تنګ دی او جعفر الماس یې له کوره راغوښتی ، چې شپه رڼه کړو.
ما تېره شپه هم رڼه کړې وه ، خو ومې منله او نېغ په نیغه ایمل دوی کره راغلو تر لومړنیو کارونو وروسته پرېکړه وشوه، چې مشاعره کوو او ټول ستونې ستاغ پرېوتو، چې مطلعې جوړې کړو الماس دوه مطلعې وویلې، خو زړه یې نری شو او ویې ویل، چې خیر دی زه به دا ځان ته غزلې کړم او تاسو بله ووایئ ، نو له اړې ورځې مو دا مطلع ولیکله:

مه کوه پریږده کنه یار کیږي
هره خبره په قرار کیږي
ساحل

که خیر وي سږ کالې کوژدنه کوم
که خیر وي سږ کالې کوکنار کیږي
مړوند

نور محبت په زړه کې نه شم ساتی
نور لېونۍ رانه اظهار کیږي
الماس

ایله بیله جرګه یې ومنله
که خدای کول بل ځلې کار کیږي
ساحل

ټوله ورځ ګرځي په ما سر ملګرو
څنګه یې پرېږدمه نصوار کیږي
مړوند

مشره دا ګورې او که نه يې ګورې
دا څه کانې په ننګرهار کیږي
الماس

اوس په ملګرو هم شکي غوندې شوم
اوس مې له هر سړي نه ډار کیږي
مړوند

یوه خبره خو منه لالیه
داسې ، نو کله په انکار کیږي
ساحل

شپه لاړه تېره شوه تادي په کار ده
مړه بانګونه د سهار کیږي
الماس

هره شېبه یې راته مه یادوه
درنه لوګی شوم درنه زار کیږي
مړوند

خلکو په هر څه پسې لاره کړې
زمونږه هر څه په تیار کیږي
ساحل

مونږه واده درته کولای نه شو
مړونده دا حق دې په پلار کیږي
الماس

الماسه خپله به واده کومه
وخت په کې سلګي انتظار کیږي
مړوند

اوس چې له ښکلو جدا شوی یمه
اوس مې په ښکلو اعتبار کیږي
ساحل

داسې مې زړه کې لارې لارې کوې
لکه په غرونو کې چې لار کیږي
مړوند

چا وېل راځئ چې کډې ښار ته یوسو
چا وېل په کلي مو بمبار کیږي
الماس

ښار کې د غم کولو غم نشته
ښار کې د هر څه کاروبار کیږي
ساحل

راځه چې داسې مینه وکړو یاره
چې مینانو کې مو شمار کیږي
مړوند

دا بیا په کوم سړي د غم شپه ده
دا بیا په چاپسې ازار کیږي
ساحل

ساحله شپه به مو مړوند سره وي
ملګري ټول دي او بنډار کیږي
الماس

ــــــــــ
نېټه ۲۰۱۳ ـ ۸ ـ ۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب