یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسوني دوه نوي موبایلونه راوایستل

سوني دوه نوي موبایلونه راوایستل

تاند- سوني کمپنۍ د خپلو نویو موبایلونو دوې نمونې د برلین په (IFA) نندارتون کې نندارې ته کېښودې.

د سوني ایکسپریا (XZ1  او  XZ1Compact) موبایلونه د دې کمپنۍ له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر نه لري خو لوی توپیر پکې دا دی چې کمره یې درې بعدي یا (3D) عکس اخلي.

د سوني موبایل مخکینۍ کمرې په هره ثانیه کې په ۹۶۰ فرېم سلو موشن ویدیو ثبتوي او همداراز د شیانو درې بعدي سکن یا تصویر اخلي.

د سوني دا نوي موبایلونه د اوبو او دوړو ضد دي، د ږغ پورټونه یې ۳ اعشاریه ۵ میلي متره او بېټرۍ یې ۲۷۰۰ میلي امپایره ده.

د سوني د دې موبایلونو میموري یا حافظه مایکرو SD ده.

د سوني د دې دوو ماډلونو توپیر د دې کمپنۍ د تېر کال له ماډل سره دا دی چې سکرین یا شیشه یې ۵ اعشاریه ۲ اینچه او روزولوشن یې ۱۰۸۰ پیکسله دی.

د سوني د دغو دوو ماډلونو د لوی حافظه ۶۴ ګیګابایټه او د کوچني ۳۲ ګیګابایټه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب