شنبه, اپریل 27, 2024
Home+هرات ته مرثیه | نعمان دوست

هرات ته مرثیه | نعمان دوست

د (نباتو) او د (قندو) ښار مې وران دی

تړل شوی د خوښۍ هر یو دوکان دی

د انګورو وږي خاورو کې پراته دي

کاڼو، لوټو لاندې پروت ستړی دهقان دی

***

نړېدلي دي چتونه، دیوالونه

لوټې لوټې دي، د مینې محلونه

د مړې مور په غېږ کې مړه بچي پراته دي

په ګلدان کې رژېدلي دي ګلونه

***

خاورو لاندې د بخمل څنډه ښکاریږي

یوه ماته آینه لمر ته ځلیږي

لږ په پام سره دا لوټې کړئ ترې پورته

دا کمیس د تازه ناوې معلومیږي

***

د ماشوم په سر، دې سره لاس ته دې پام دی؟

له خپل لاسه، مور جوړ کړی ورته بام دی

دواړو یو ځای، د ژوند لوبه ده بایللې

د اجل استازي ایښی ورته دام دی

***

په تېر عمر نړیدلي کور ته ګوري

له هیبته یې هر هډ له غمه خوري

د لمسیانو خاموش شور پسې خپه دی

د بابا له تنهاییه اوښکې ووري

***

ځمکې! ولې دومره ډېره خوځېدلې؟

چې له ویرې دې جونګړې نړېدلې

ماشومان تر خاورو لاندې تري تم شول

بورې میندې یې په چیغو ژړېدلې

***

خدایه! دا وطن بار بار دی نړیدلی

پاتې نه دی، دلته هیڅ یو ولاړ څلی

ربه! نور یې هر اپت ځنې خوندي کړې

یو ملنګ ( نعمان) په عجز لاس نیولی

 د تلې ۱۶مه، ۱۴۰۲

نوټ: پرون په هرات کې پرلپسې ځمکلړزو، ګڼ کلي او کورونه ویجاړ کړل او زموږ  سلګونو هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله. الله دې مړي وبخښي، ټپیانو ته دې روغ صحت ورکړي او ورثه و ته یې د دې درانه غم، د زغم توان.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    حضرت عمر فاروق رض. یو وخت پخپل خلافت کې ، له یوې زلزلې وروسته ، پر منبر د جومات خلکو ته په قهروویل:
    ” زه پوهیږم چې تاسو کښې بعضې سختو ګناهکارانو له کبله، الله تعالی دا عذاب رانازل کړ!
    که بیا دا تکرار سوه ، زه له ستاسو څخه ځم او ستاسو مینځ کښې نه اوسیږم!!””
    افغانستان کې ، آ بل کال خوست او پکتیکا کې سخته زلزله وسوه او اوس هرات کې!!.یو خو د سوال ځای دا دی چې ولې ډوو ګاوڼدیو نا ګاوڼډیو!! په کرښو ته نژدې ناببره کیږي ؟؟
    او بل ،البته علمي او جیالوژيکی دلیل ېې دځمکې لاندې طبقو له ګډوډیو یا د خلایاوو د تحرک له کبله منځ ته راځي.
    په هر صورت، ا. ا.ا. او امیر او شیوخ او مسولین ، د هر اړخیزو؛ د نفسونو سره جهاد!(جهاد اکبر) ؛ او دولتی او حکومتی امکاناتو نه د مخنیوی او ،اوس عاجلو مرستو ته مکلف دي ؛ که نه نو همهاغه د ح.عمر فاروق قصه به شي.
    وروو نعمان دوست ساب، په دې مرثيې دې وژړولم ؛ که وخت لرې د افغان مهاجرو په ایران او پنجابخوا! کښې هم یوه المیه ولیکه!!!
    دعاګانو ته دې آمین وایو.
    مڼنه/ بروکسل ۰۸داکتوبر ۲۰۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب