پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو اړتیا او د ځینو...

د هرات زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو اړتیا او د ځینو اقداماتو اعلان

تاند:(یکشنبه، د میزان ۱۶مه) یو شمېر نړیوال بنسټونه وایي، چې د هرات ولایت د پرون ورځې د زلزلې زیانمنو ته یې د عاجلو مرستو لېږد پیل کړی.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د زلزلې د ټپیانو د علاج لپاره یې هرات ته دارو درمل او صحي تجهیزات لېږلي او دې ولایت زنده جان ولسوالۍ ته یې ۱۲ امبولانسونه استولي.

له بلې خوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت شارژدافیرې رافایلا یودیس بېګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، چې په سل ټنه دارو- درملو او روغتیايي تجهیزاتو بار یوه الوتکه پرون د کابل په هوايي ډګر کې کېناسته.

د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د پرونۍ سختې زلزلې له کبله لږترلږه ۳۲۰ تنه مړه او له شپږ سوه تنو زیات نور ټپیان شول.

زلزله ځپلو د ډېرو مرستو غوښتنه کړې او راپورونه ښیي، چې لږ ترلږه ۱۲ کلي تر ډېره حده په دغه پرونۍ زلزله کې ویجاړ شوي دي.

تېره شپه ناوخته بیا په سیمه کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د طالبانو چارواکو هم تر خپلې وسې د عاجلو مرستو د سرته رسولو اعلان کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو هم د مرستو چمتووالی ښودلی او تمه کیږي، چې په یو شمېر ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د مرستې کمپاینونه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...