شنبه, مې 18, 2024
Home+که انسان نه وی تاریخ به نه وی

که انسان نه وی تاریخ به نه وی

پنځمه برخه

د سیمې د لرغونو هېوادونوپه لړ کې،

استاد شهسوار سنګروال

ایران د لرغونی پارس نوم نه دی:

پارس له استوروي تاریخ نه سربېره، اوږد لرغونی تاریخ لري، چې اوس د نړۍ په سیاسي تاریخ کې د ایران پنوم یادیږي. د ایران ختیځ ته افغانستان، لویدیځ پلوته یې عراق او زاګروس غرونه موقعیت لري، شمال لور ته یې د کسپین سمندرګي (د کسپین بحیره)، ازربایجان، ارمنستان، ګورجستان او ترکمنستان هېوادونه، شمال لویدیز ته یې ترکیه او سهل پلونه یې د پارس خلیج پروت دی.

په ۱۹۰۱ کال چې کومې کندنې د یوه فرانسوي لرغونپوه «د مرګان de-Morgan» له خوا وشوې، څرګنده شوه چې د ایران په لویدیز د شوش او پرسیپولس په سیمو کئ بېلابیلو قومونو، د ډبری په پېر کې ژوند کاوه، چې وروسته د عیلامیانو په نوم یوه ټبر له نورو سره یوځاې یو واحد دولت جوړ کړ او عیلامیانو په بین النهرین هم حکومت کاوه.

د کندنو له توکو نه څرګندېږي، چې د دغو سیمو استوګن عیلامي elames، ګوتي gouti او د کاست kassites وګړي ول، چې د ژبپوهانو په اند د دوئ ژبی یو دبل سره ډېرې نږدې وې. که څه هم یو شمېر پوهان پدې لړ کی «هنري » انګېري، چې دوئ له اریایانو سره یوه ریښه درلوده.

ولې عیلامیانو، ګوتیانو او کاستیانو په لرغوني بین النهرین کې ژوند کاوه، چې ګوتیانو په ۲۲۰۰ مخزیږدی کال په اکدیانو برید وکړ او سخته ماته یې ورکړه. علامیانو په ۲۰۰۰ مخزیږدی کال له با بلیانو سره په ګډه په کلده برید وکړ او د هغوئ دولت یې نسکور کړ.

کاستانو هم په بین النهرین کې د بابل حکومت ړنګ کړ، ولې وروسته دوئ په مخزیږدي ۱۱۴۰ کال له بین النهرین نه ووېستلی شول.

نو په دې بنسټ ویلی شو که چېرې دغه وګړي د بین النهرین ا صلي او سیدونکي وي، نو دوئ بیا اریایایي ریښه نه لري او دا چې مسترهنري کومه څېړنه کړیده، ښایي دا د هغه مهال پېښې وي، چې کله بخت نصر د کلدانیانو ځواک او واک په ټول بین النهرین کې خپورکړ او بیا یې سوداګریزې چارې تر مینځنی ختیځ، پارس خلیج او ابیض سمندرګی پورې ورسولې.

یو شمېر لرغونپوهان په دې اند دي، چې د بین النهرین لرغونی تاریخ د ۷۰۰۰ کالو شاوخوا ته رسېیږي او دغه قومونه د دجله او فرات تر مینځ ودان ول، چې موږ د ساري په توګه، سومریان، کلدیان، بابلیان، اثوریان او نور لوی او واړه قومونه، چې دمخه یې یادونه وشوه یادولی شو.

ده مرګان de-Morgan د کندنو له مخې، دغه وګړي د بین النهرین په ختیځ کې له مخزیږدي نه ۴۰۰۰ کاله دمخه ودان ول او له کلدیانو سره د ور ته تمدن خاوندان ول. ولې سره د هغی هم یو شمېر تاریخپوهان د دوئ ریښه اریايي ګڼي. خو دا پوښتنه لا تر اوسه نده ځواب شوې، چې اریایان کله دې سیمی ته راغلي دي؟ په دې تړاویوه سپیناوي ته اړتیا ده .

یو شمېر لرغونپوهان پدې ټینګار کوي، چې اریایان د افغانستان له بلخ نه ایران ته را کډه شویدي، ولې یو شمېر ایراني تاریخپوهان دانه مني، ان تر دې چې په دوې کې داسې کسان هم شته، چې وايي، اریایان له ایران نه افغانستان او هندوستان ته کډه شویدي!؟

امیر حسین خنجي «تاریخ معاصر ایران» کې د علامیانو په اړه داسې لیکلي دی: «له عیلامیانو وروسته یو شمېر نور وګړي ایران ته را کډه شول، چې دغه ډله د اریایي وګړو او له مخزیږدي نه ۳۰۰۰ کاله دمخه د ایران په شمال ختيځ، بلخ، سغد، خوارزم، ګورګان، مرو او هرات کې استوګن ول، خو په ټوله کې وروسته پاتی ژوند درلود او په کرهڼه بوخت وو .

د خنجي له څرګندونو نه ښکاري، چې اریایان د افغانستان د هرات له لارې ایران ته ننوتې دي. احسان طبري هم دا خبره کړیده، چې اریایان له بلخ نه ایران ته راغلي دي، خو دا چې دا وګړی وروسته پاتې خلک ګڼل شویدي د تامل وړ دی، دا ځکه په هغه وخت کې کرهڼه یو پر مخ تللی دود وو او بله موهمه خبره دا چې اریایي وګړو ویدي او اوستایي سرودونه درلودل، چې په کلتوري لحاظ د تمدن یوه پرمختللی بڼه وه. دا خبره په ځای ده چې اریایي وګړي کوچیان ول، ډېره ډډه یې په مالدارۍ او کرهڼې وه.

خنجي پدې خبرې ټینګار کوي، چې اریایان د ۲۰۰۰ نه راواخله تر «۱۰۰۰» مخزېږدي پورې د بېلابیلو لاملونو له مخې ایران ته را ننوتي دي.

دغه خلک په دوه ډلو وېشل کېدل، لومړی ډله مادیان madies د ایران په شمال (د خزر سمندرګی سهل) او دویمه ډله د پارسیانو (parses) پنوم، جنوب (د پارس خلیج) کې مېشت او ودان شول او تر دوه پېړېیو پورې اشوریانو ته باج ورکوه له میلاد نه پخوا د (۱۰۰۰-۲۰۰۰ م ز) کالو په شاوخوا کې یو شمېر وروسته پاتې وګړو د اوسني ایران ختیځ، شمال ختیځ او د فلات په مرکزي سیمو کی ژوند کاوه.

په دوئ کې قبیلوي او مذهبي مشران مینځته راغلل، د خپل مینځي جګړو له کبله په پای کې دې پایلې ته ورسیدل، چې هرې ټولنې د کاوې (کاوه) پنوم، چې امیر ته ورته مانا یې درلوده د مشر په توګه وټاکه. ددغو کاویانو خو نړیو جګړو له کبله تول په دې سلا شول، چې د يو ګډ ا بتدایی دولت بنسټ کېږدي.

ولې له دغو قبایلو پخوا عیلامیانو د بین النهرین نه راواخله د اوسني ایران یو شمېر سیمو پورې واک چلوو او دوئ په بیلابیلو پېرونو کې دولتونه جوړ کړیدي:

۱ـ د دوئ لومړی پېر چې کله یې په ابتداءي بڼه د یوه دولت بنسټ کېښود ان تر ۲۲۶۵ مخزیږدي پورې دوام وکړ.

۲- دویم پېر يې له ۲۲۶۵ م ز نه راواخله تر ۷۴۵ مخزېږدی پورې.

۳- دریمه دوره چې له ۷۴۵ نه پیلیږي نو بیا تر ۶۴۵ م ز پوری سل کاله شي رسیږي.

په مخزیږدي ۵۹۶ کال د عیلامیانو واکمنۍ د بابلیانو له خوا نسکوره شوه. ولې کله چې بابلیان مخ په ځوړه شول، نو ورورو مادیان ځواکمن شول، چې په پای کې ۵۴۹ م ز کال په عیلامیانو بریدو شواود مادیانود دولت بنسټ کېښودل شو.

د یوشمېر انګېرنو له مخې ،.ویل کېږي، چې مادیانوپه هغه مهال په سانسګرت ژبې خبرې کولی خو داچې دا ژبه څرنګه دلته را ورسېده د څېړنې وړ ده ؟ولې ځنې دا نه مني بلکې انګېري چې مادیانوخپله لرغونې ژبه درلوده !؟

پخوا تر دې چې مادیان د یوه خپلواک دولت بنسټ کېږدي، دوئ په ۸ مې مخزیږدي پېړۍ کې د سیمه ییزو واکمنو په توګه اثوریانو ته باج ورکاوه.

دوی د ۷ مې مخزیږدي پېړۍ په سر کې د «دیوکس» deioces ۷۰۸-۶۵۵ م ز) په مشرۍ د لومړي ځل لپاره د مادیانو د دولت بنسټ کېښود او د همدان (اکباتانا) ښار یې مرکز وټاکه.

دا داسې مهال وو، چې په بین النهرین کې د اشوریانو او بابلیانو تر مینځ سختې جګړې روانې وی، نو ځکه خو د دیوکس نه وروسته زوی یې «فراورتس» (۶۰۰-۶۳۳ pharaotes) هم له موقع نه ګټه واخسته د پارس ډېرې سیمې له اشوریانو نه ازادي کړې او باج ورکولونه یې هم ډډه وکړه، ولې د اشوریانو له برید سره مخ شو او پخپله فرا ورتس phraotes په جګړه کې ومړ.

له د ه نه وروسته «هووخشتر (۶۳۳-۵۸۴ م ز)، کیاکسار اواستیاګ کله خپلواک او کله یې په نا خپلواکه توګه د دولت چارې پر مخ یووړې، مادیان له مخزیږدي نه« ۹ نه» پېړۍ وړاندې په شپږو قبیلو وېشل کېدل، چې د ایران په لویدیز، شمال لویدیز، اذربایجان، کردستان عراق او عجم کې مېشت او ودان ول.

مادیان له اشوریانو سره لا په جګړه کې ښکیل وو، چې ساکانودشمال له خوا ددوۍ په دولت برید وکړ. کیاکسار له اشور نه راوګرزېداو له ساکانو یې ماته وخوړه. د هېرودوت په اند مادیانو ۲۸ کاله باج ورکړ، خو په یوه مسلمتیا کې ډېر ساکان ووژل او هغه یې کمزوري کړل.

د پارس ټولواکمنۍ 

له مادیانو وروسته تاریخپوهان د پارس د ټولواکمنۍ په تړاو داسې انګېري، چې پارسیان په لسو قبیلو وېشل شوي ول او هغه مهال چې مادیان په شمال کې استوګن ول، نو پارسیان دېته اړ شول، چی د پارس خلیج په شاوخوا د هېواد په سهل کې ځاې پر ځاې شي.

ولې کله چې مادیانو له اشوریانو نه خپلواکي واخسته، نو بیا یې پارسیان هم تر خپلې ولکې لاندې راوستل ، پدغه وخت کې کوروش «Cyrus» د مادیانو په لښکر او پوځ کې د یوه پوځي په صفت دنده په غاړه درلوده‌ .

ومو وېل، چې پارسیان په لسو قبیلو وېشل شوي ول چې د یوې سترې قبیلې نوم یې هخامنش واو کوروش هم له همدې قبیلې څخه وو.

کروش، که له یوې خوا د مادیانو د پوځ عسکر وه، خو له بلې خوا یې هڅه کوله چې ټول پارسیان پخپلو کې سره یو موټی کړي… په پاې کې د ده د هڅو نتیجه وه، چې په ۵۵۹ مخزیږدي کال یې د مادیانو پر ځای د هخامنشیانو د ټولواکمنۍ بنسټ کېښود.

ده د یو ستر پوځ د رغاونې او جوړونې هڅې چټکې کړې. په ۵۴۸ م ز کال یې د یونان او د صغیرې اشیایو شمېر ښارونه لاندې کړل.

په ۵۳۸ م ز کال یې ټول بابل ونیو فنقېیه او فلسطین یې هم د خپلې ټولواکمنۍ برخه کړه. ده غوښته چې مصر هم لاندې کړي، خو خبر شو چې د باختر په خاوره کې ساکي ټبر (saces=mssagetes ماساجت) د پارسیانو پر وړاندې پاڅون کړیدی چې په پای کې له ساکانو سره په یوه جګړه کې ومړ.

له ده وروسته زوې یې کمبوجیه Cambodia (۵۲۹-۵۲۳ م ز) واک تر ورسېد. ده د مدیترانې، قبرس او مصر سیمې یو د بل پسې ونیولې، غوښتل یې حبشه هم لاندې کړي، خو ماته یې وخوړه.

له کمبوجیه نه وروسته د سلطنتي کورنۍ یو بل تن د لومړی داریوش پنوم (۵۲۶-۴۸۶ م ز) د دغې ټولواکمنۍ واکمن وټاکل شو، چې دی د کروش په څېر یو پیاوړی پوځي وو او د شهینشاه لفب ورکړ شو.

ده د ټولواکمنۍ څلور خواوې داسې پراخې کړې: ختیځ لورته یې باختر، مروه (مرګیان) او سیند چې همغسی تر هند او بیا دکښتیو په وسیله فارس، احمر بحیره، مدیترانه، ایجن بحیرې پورې ورسید، ان د یونان تر مقدونیه پورې پرمختګ وکړ. ولې بیا هم ساکانو (۵۱۳ ز کال) له کپکاس نه راواخله تر افغانستان پورې یو ځل بیا پاڅونونو ته لاره پرانسته او درنه مرګ ژوبله یې د داریوش پوځ ته واړوله.

له ده نه وروسته (۴۸۶-۴۶۵ م ز کال) زوی یې خشار یارشاه (چې د پوځ شمېر یې یو ملیون او اوه سوه زرو ته رسېده) پاچا شو او بیا په وار سره لومړی اردشېر، دویم داریوش، دویم اردشیر او دریم اردشېر او دریم داریوش یو دبل پسې واک ته ورسېدل ، چې په پای کې د هخامنشیانو واکمني د مقدوني سکندر له خوا ړنګه شوه.

هېرودوت د هخامنشیانو د ټولواکمنۍ څلور خواوې داسې راپېژني: شمال ته باختر، سغد یا نه تر تور سمندرګي پورې «سهل پلو ته عمان خلیج، مصر او حبشه، ختیځ لورته سیند رود او لویديځ ته د بلکان شبه جزیره .

په پارس کې مذهبي عقاید داسې وو چې وګړو یې په بېلابیلو وختونو کې د بېلابېلو توکو لمانځنه کوله چې له مادیانو نه راواخله تر را وروسته پېرونو پورې، چې موږ د پرلپسې ارباب الانواع عبادت، د لمر او ستورو لمانځنه، د څاروېیو، اسمان، اور، اوبه، سپوږمۍ او ډېر لوی رب النوع یې د «میترا» پنوم یادېده عبا د ت کاو ه .

د اریایانو د واک په مهال هم زرتشت په پارس کې خپور شو او دوه اړخه یې درلودل اهورا مزدا (څښتن تعالی، نیکي او رڼایي) او اهریمن (تاریکي، بد مرغی، جنګ او جګړه …)

په لرغوني پارس کې یو شمېر معماري ډېرې د پا م وړ وي، چې موږ ان د کوروش د زمانی او داریوش د واکمنۍ د وخت توکي یادولی شو.

یو شمېر لرغونې ودانۍ هم د پارس د لرغوني تاریخ د وخت یو پرمختللی تمدن ښېي. لکه د داریوش تخت، د کوروش هدیره، د جمشېد تخت، په بېستون کې د داریوش د پرمختګ انځورونه، د بېستون کتیبه او دا ډول نور لرغوني توکي او اثار د ساري په توګه یادولی شو.

که انسان نه وی تاریخ به نه وی

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب