څلورمه برخه
شهسوار سنګروال
لرغوني مدنیتونه:
دې کې شک نشته، چې د تاریخي پېر په پېدايښت کې د لیک لوست ونډه موهمه ده، ولې نور لاملونه هم له پامه نشي غورځېدی.
لکه څرنګه چې له تاریخ نه د مخه پېر ، په مهال د لومړنۍ، مینځنۍ او معاصرې ډبرې اوبیاورپسې دفلزي دورې وده او پرمختګ د هغه وخت د ټولنیزو بیلابیلوفعالېتونواو ارزښتونو په ترڅ کې د وخت دپرمختګ موهم توکي ول ، همدا رازبیا د لیک لوست پیدایښت، د تمدن زوکړه اوبراختیا، د کار وسیلې او د ژوند اسانتیاوې، له طبعي او بشري قواوونه سمه ګټه اخستل، د خپلو تجربو او پېښو لېږد، د طبیعت بدلون اود ټولنیز ژوند د ښېګڼو پېژندنه، چې تردغه وخته چا نه وو لیدلي د پام وړ لاملونه ول.
دا خبره پخپل ځای ده، چې د لیک لوست اختراع له یوې خوا د انسان د معنوي ارزښتونو له مجموعې څخه یوه ستره وسیله وه،چې دا یوه زهني شتمنۍ ګڼلی شو ، خو له بلې خوا انسانانو، چې کوم مادي او معنوي ارزښتونه تر لاسه کړل او بیا یې د همدې لیک لوست په وسیله راتلونکي نسل ته په میراث پريښودل ، یوارزښتنا که پر مختګ یې بللی سو.
د تاریخي پېر څېړونکی پدې ټینګار کوي، د انساني ټولنی تاریخي دوره چې د مدنیت پير هم دی او هغه وخت شروع کیږي، چې د لومړي ځل لپاره لیک ، که هغه هر لیک وه او د لیکدود هره بڼه یې در لوده ،انسان یې په موندلو او کښلو بریالی شو…
د لیک په موندلو د تاریخ موخه هم څرګنده شوه ، مانا دا چی د پېښې د وخت ټاکل او ښکاره کول اودیوه ټاکلي زمان اومکان په ګوته کول وو.
د تاریخ په یوه تعریف کې هم دې پا یلې ته رسېږو،چې ووایو تا ریخ سامي ریښه لري او د ټولنیزی ودې او پرمختګ ټاکلی بهېر ته چې مکان او زمان په ګوته کړي تاریخ وایي.
دا چې د یو شمېر تاریخپوهانو په اند د تاریخ پېر ته د تمدن پېروایي، بیا نو همدغه تمدن وو، چې د بشرې ټولنې د تکامل او پرمختګ بهیر یې چټک کړ، خو دغه خوځښت او نوښت په ټولو هېوادونو کې یوشان نه وو، دساري په توګه :
۱ – د تمدن لومړی ټاټوبی د اسیا په وچه کې کلده او بین النهرین ګڼل شویدی، چې له زیږدي نه پنځه زره کاله د مخه شروع شویدی او یو شمېر علومو ته یې لاره پرانسته.
۲- د افریقا په وچه کې د مصر هېواد وه چې له زیږدي نه درې زره کاله د مخه موده په ګوته کوي او پدې اند چې په مصر کې هم د کلدی په څېر طب، ریاضی، نجوم، هندسې او نورو علومو وده کړي وه.
۳- فنقیانو، فلسطین، اسرائیل او د مدیترانې یو شمېر هېوادونه ول چې له میلاد نه دوه زره کاله د مخه یې په مدیترانې او تور سمندرګی کې سوداګریز فعالیتونه پیل کړل.
۴- د چین او هندو چین هېوادونو هم له زیږدي نه دوه او درې زره کاله دمخه د یوه پرمختللي تمدن بنسټ کېښود، چې موږ د کاغذ اختراع، باروت جوړول د لاسي صنعت وده او د سوداګریزو ټوکو لېږد او را لېږد او نور یادولي شو.
۵- د اریایانو تمدن چې پلازیې بخدیم وو او د هندوکش دواړو غاړو ته یې (له زیږدي نه ، له دوه زرو راواخله تر درې زره کالو د مخه) د نوی تمدن بنسټ کېښود. لکه د کرهڼې پراختیا، د لاسي ضایع پرمختیا، طب، نجوم، فلز کاری او نور د یادولو وړ دي.
د تاریخي پېر په رڼا کې د دې بېلابیلو تمدنونو وده او پرمختګ نه یوازې په یادو سیمو کې ایسار پاتې شو بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته یې هم لاره وکړه.
دغو تمدونونو او پرمختګونو که له یوې خوا د بشري ټولنی ودې او پرمختګ ته زمینه برابره کړه، خو له بلې خوا یې د ښيګڼو په څنګ کې بد ګڼي او یو شمېر تولنیزي ستونزې هم رامینځته کړي، چې پای کې یو شمېر داسې سیاسي ناخوالې او سترې تاریخې پېښې یو د بل پسې وزېږولې چې بیا تاریخپوهانو د دغو سترو او درنو پېښو پر بنسټ تاریخې پېښي او تاریخې دورې داسې په ګوته کړي چې لا ټوله نړۍ په یوه خوله نه وه ،ولې بې ارزښته هم نشو ګڼلی:
۱ – لومړنۍ لرغونې پېړۍ ،
د تاریخ دغه لومړنی پېر، چې د لیک له پیدایښت نه پېلیږي او تر ۳۹۵ زېږدیز کال پورې، یانې کله چې د روم امپراتورئ په دوه ( ختیزې او لویدیزې) برخو وېشلی کیږي، رسېږي.
که موږ د ساري په توګه د لیک د پېدايښت نېټی له میلاد نه اوه زره کاله پخوا وښېیو، نو د تاریخ یوه اوږده دوره ګڼل کیږي. ولې یو شمېر لرغونپوهان او څېړونکي د تاریخ دغه پېر ته «قرون اولی وایی» چې له ۳۳۰۰ مخزیږدی نه پلېږي اوتر۳۹۵ م پورې دوام پیدا کوي.
۲- مینځنۍ پېړۍ ،
دا د تاریخ هغه پېر دی چې د بیزانس او یا د روم د ټولواکمنۍ له تجزې نه وروسته شروع کیږي او تر ۱۴۵۲ ز کال پورې دوام کوي. د دغه کال موهمه نړیواله پېښه د عثماني ترکیې له خوا د قسطنطنې فتحه وه.
۳- نوې پېړۍ،
دا ستامبول له پرانیستې (۱۴۵۳ ز کال) او یا د امریکا (۱۴۹۲ کال) له کشف نه وروسته نوې پېړۍ چې رنسانس یې هم بولي له یادې نېټې پيلېږي او د فرانسې تر لوې انقلاب (۱۷۸۹ ز کال) پورې دوام کوي.
۴- اوسنۍ پېړۍ
دغه تاریخي پېر له ۱۷۸۹ ز کال یانې د فرانسی لوی انقلاب نه وروسته شروع کیږي او تر اوسه پورې دوام مومي، چې پدې سره د دموکراسۍ یو نوی خوځښت هم مینځته راځي.
که څه هم د تاریخ دغه وېش د ټولی نړۍ او ټولو تاریخپوهانو لپاره د منلو وړ ندی. یو شمېر د لویدیزو او ختیزو هېوادونو سیاست پوهان یو شمېر تاریخی، اقتصادي او سیاسي پېښې د تاریخي دورو د ټاکلو لپاره د پام وړ او یا ټاکوونکی ګڼي .
د مثال په ډول په ۱۴۹۲ ز کال د امریکا کشف، صنعتی انقلاب او ۱۹۱۷ کال اکتوبرانقلاب اونورې پېښي د ساري په توګه یادولی شو.
خو د دې ټولو اندونو، پرمختګونو او څرګندونو سره سره، کوم څه چې د یو شمېر یادو تاریخپوهانو په څېړنو کې هم د پام وړ دي، هغه نړیوال مهاجرتونه دي چې ګڼ شمېر توکمونه او بشري ټولنی د یو شمېرټولنیزو نا خوالو له مخی له یوې سیمې نه بلې سیمې ته کډه شویدی، چې په دغه لړ کې یو هم اریایي ټبر دی چې د هندوکش په شمال کې خواره واره شول.
خو پخوا تر دې چې د اریایانو تاریخي بهیر او اریایي تمدن ته سر ورښکاره کړو، غوره به وي چې د یادو تمدنونو او پرمختګونو بېلابیلو حوزو او سیمو ته تم شو او په لنډیزې یادونه وکړو .
بین النهرین
دغه سیمه د دوه رودونو په مینځ کې پرته ده. د دجلې او فرات پنوم دوه موهمی درې دی چې غرونه غرونه رودونه پکې بهېږي.
د بین النهرین په شمال، یانې د دجلې او فرات مرکزي برخه چې شمال ختیز ته یې عراق پروت دی کردي وګړي پکې استوګن دي.
په لرغونې زمانه کې د (اشور=اثور) پنوم یادېد، په ښکتنۍ برخه کې چې د دجلې او فرات سیندونه یو بل ته غاړه ورکوي او سره نږدی کیږي ، د «کلده» پنوم یو دولت شتون درلود او په دوه برخو «سومر» او «اکد» وېشل کېده.
د بین النهرین په لاندینئ برخه کې د سومر سیمه پرته ده، ولې د اکد سیمه د سومر له شمال نه تر اوسني بغداد پورې موقعیت درلود او همدارنګه د بابل دولت هم د کلدې پدغه سیمه کې وو.
د کندنو له مخې د بین النهرین تاریخ، د لرغونپوهانو په اند، له میلاد نه دمخه ۵۰۰۰ کاله شاوخوا ته رسیږي. کوم قومونه، چې په بین النهرین کی اوسېدل ځانته یې په جلا جلا توګه دولتونه جوړ کړي ول، موهم یې سومریان، اکدیان، لرغونی بابلیان، اثوریان او نوي بابلیان یا دولی سو .
۱ – سومریان: Sumer))
سومریان د بین النهرین هغه لومړنی ټبر دی چې د (۴۵۰۰-۳۵۰۰م ز) کلونو په شاوخوا کی ښاري ژوند ته مخه کړه او د سومري تمددن بنسټ یې په بین النهرین کې کيښود.
سومریانو د پوځي ځواک پر مټ یو شمېر نور قومونه و ځپل او د جنګی اسیرانو پنوم یې غلامان کړل.
په پای کې دوی هم د خپل مینځی جګړو له امله کمزوري شول او د اکد د ټبر مشر سارګن (sargon) د سومریانو واک نسکور او له مخزیږ دي نه ۲۷۰۰ کاله د مخه یې خپل دولت جوړ کړ.
۲- اکدیان: (akkades)
یو شمېر تاریخپوهانو د اکدیانو او سومریانو ګډ دولت د کلده پنوم هم یاد کړیدی.
دوي د سام له نژاده وو چې له عربستان نه بین النهرین ته راغلي ول. دوئ په سهل او سومریان د بین النهرین په شمال کې ودان ول.
اکدیانو کله له سومریانو سره موازي او کله هم یو ځای دولت جوړ کړیدی. د اکدیانو نامتو واکمن «سارګن» sargon نومېده، چې سومریانو ته یې ماته ورکړه او هغوئ یې د ځان تابع کړل. ده د اکدیانو او سومریانو د یووالي پر مټ یو لوی کانال وکېښ، چې د فرات او دجله رودونه یې سره ونښلول.
د کورني اخ و ډب له مخې «ګوتیانو» gouti په اکدایانو برید وکړ (۲۲۰۰ م ز) او سخته ماته یې ورکړه. یوه موده وروسته اکدیان او سومریان بیا یو موټی شول او په (۲۱۱۸-۲۰۰۷ م ز) کال یو ګډ دولت جوړ کړ. د دوئ نامتو واکمن شوګي shougi نوميده. ده د سومریانو، اکدیانو او اثوریانو (اشور یې هم بولي) ښارونه لاندې کړل او لاسي صنایعو او کرهڼې ته یې ډېره پراختیا او پرمختګ وباښه. ولې له میلاد نه (۲۰۰۰ ق م) کاله پخوا «عیلامیانو» له ختیز او اموریانو (بابلیانو) له لویدیز نه په «کلده» برید وکړ او د هغو دولت یې نسکور کړ.
۳- لرغوني بابلیان (اموریان Amorites)
د سامي نژاد یو بل ټبر اموریان ول، چې د عربستان او سورې له لارې یې د سومر دره لاندې کړه او د بابل په ښار کې د یوه دولت بنسټ کېښود. بابل د جغرافیوي جوړښت له مخې د مینځني ختیز، کلده، اثور، مصر، ارمنستان او د پارس د سوداګریز مرکز په توګه ډېر ارزښت درلود.
د بابل نامتو واکمن حمورابي Hammurabi (۱۷۹۲-۱۷۵۰ م ز) نومېده. ده د لومړي ځل لپاره په تول بین النهرین کي یو واحد سیاسي نظام ټینګ کړ. د ده له خدمتونو څخه یو هم د یوه قانون بنسټ وه، هنر، لاسي صنعت، د بندونو جوړول او علومو ته یې هم ډېره پاملرنه وکړه. نږدې له درې پېړیو وروسته د بابل حکومت کمزوری شو او کاستانو (kssite) د دی وس وموند چې هغو ته ماته ورکړي. کاستانو له مصر او له یو شمېر نورو هېوادونو سره دېپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړي. کاستان له مخزیږدي نه ۱۱۴۰ ق م) د مخه له بین النهرین نه ووېستلی شول.
۴- اثوریان: (ashore)
اشوریان د بني سام له پښته وو او له مخزیږ دي نه ۲۰۰۰ کاله پخوا له لویدیز نه دی سیمی ته راغلل او د بین النهرین په شمال کې مېشت او ودان شول.
یو شمېر څېړونکي انګېري، چې اشوریان لومړی په بابل کې اوسېدل. د اشور ښار د اشوریانو پلازمېنه وه او د دجلې رود ته څېرمه اباد وو.
اثوریانو وروسته خپل پلاز «کالا kalah) ته او ورپسې یې نینوا ninive ته چې د یوه مزدک (رب النوع نینا) له نوم نه یې ریښه اخستی وه (اوسني موصل ته نږدې) ولېږداوه. دوی له زېږدي نه ۱۳۰۰ کاله دمخه د بابل حکومت نسکور کړ او یو د بل پسې اکدیان، سومریان او عیلامیانو ته ماته ورکړ او د ځان تابع یې کړل.
د اشوریانو د واک لمن تر فنقیه او مصر پورې وغوځېده.
اشوریان د خپل واک په مهال څو وارې له ځواکه غورځېدلي دي، ولې بیا هم بل ځل قدرت ته رسیدلي دي.
خو په پاې کې د پرلپسې پاڅونونو له کبله چې څلویښت کاله یې دوام وکړ، اشوریان دومره کمزوري شول، چې د مادیانو واکمن سیاګذار cyaxar او کلدانی شهزاده نبو پلازار nabo plazar یو اېتلاف جوړ کړ او د مخزیږدی په ۶۰۶ کال د اشوریانو واک پاي ته ورسید.
۵- نوي بابلیان
د اشوریانو له ماتې وروسته، کلده یو ځل بیا د سیاست ډګر ته را وړاندې شول اونږدې د یوې پېړۍ په (۶۰۶-۵۳۹ م ز) شاوخوا کی د واک او ځواک څښتن ول.
پدغه مهال دوئ په نړۍ کې د یوه ستر تمدن خاوندان وو، د نوي بابل موسس نبو پلازار د څلوېښتو کالو په شاوخوا کی حکومت وکړاو له ده وروسته زوي یې دوم نبو کد نصر nabuchad nassar، چې د بخت نصر پنوم شهرت لري واک ته ورسېد.
دوم نبوکد نصر او یا بخت نصر د کلدانیانو یو ځواکمن او پیاوړی پاچا وو، چې سوداګریزي چارې یې له مینځني ختیځ نه تر پارس خلیج او د ابېض تر سمندرګي پورې پراخې کړې.
ده ټول بین النهرین وینو. سوریه ، فلسطین او فنقیه یې یو د بل پسې لاندې کړل او مصریان یې له شامه ووېستل. ده چې کوم اسیران په جنګ کې نیولی ول، د هغوی په مټ یې د بابل ښار چې دمخه زیانمن شوی وه داسې ورغاوه چې
د پلا زمینې په توګه یې په هغه مهال ختیځ کې ساری لږلیدل کېده.
بخت نصر ۴۳ کاله حکومت وکړ او بابل یې د واک او تمدن له مخې په ټولې نړۍ په ځانګړي ډول ختیځ کې د ځانګړي پرتم او دب دبې خاوند کړ.
که له یوې خوا یې بابل د عجایبو ښار کړ، خو له بلې خوا یې د مالیاتو درون پېټئ بیګارونه او نور ظلمو نه یې دې کچې ته ورسېدل ، چې په ټوله امپراتورۍ کې پآڅونونو ته لاره پرانسته خو د بنو کد نصر له مړینې وروسته، دغه پاڅونونه دومره پراخ شول، چې په پای کې د پارس ټولواکمن کوروش «Cyrus» د مخزیږدي په ۵۳۹ کال د بابلیانو امپراتورۍ ړنګه کړه.
په ټول بین النهرین کې د یادو قومونو د واک او ځواک په مهال کوم پرمختګونه چې د تمدن په برخه کې سر ته رسېدلي دي، د څو بېلګو یادونه یې کوو، چې په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخه کې ترسره شوي دي:
پوځي پرمختګ، اقتصادي پرمختیا، کرهڼیزه وده، مذهبي ارزښتونه، سوداګریزې هڅې، د لاسي صنعت پراختیا، د علومو زده کړه، د کانالونو ایستل، د کورونو جوړول، بېلابیلې رغاونې له لرګېو، ډبرو او له فلزاتو نه د بېلابېلو توکو تیارول، د خپلواکۍ هڅې، قانون جوړول، پاڅونونه، نقاشي، مجسمه جوړول، ادبي نوښتونه، کتابتونه او نور پرمختګونه د پام وړ ول.
دلته موهمه برېښي، چې د دوهم بخت نصر یادونه وکړو، ځکه چې دغه بخت نصر د «نابو پولا سار» nabopolassar زوی وه، چې د کلده سلطنت بنسټ يې کېښود او له ۶۰۵ مخزیږدي نه تر ۵۶۲ م ز پورې حکمراني وکړه. ده په ۶۰۰ م ز کال چې پلار یې لا ژوندی وو د یوه پیاوړي پوځ بنسټ کېښود.
د مصر فرغون دویم نیکوی ته یې ماته ورکړه ،سوریه او فلسطین یې ونیول. حال دا چې فلسطین د یهودي پاچا «جي هویاکیم jehoiakim تر واک لاندې وه او د بابل واک یې نه مانه هم وځپه او خپل تره یې چې «زداکیه zedakiah» نومېده هلته حکمران وټاکه .
کله چې یې تره یاغی شو بیا ورپسې راغی او د «قدس» ښار یې کلابند کړ او ډېر یهودیان یې بابل ته تبعید کړل، تقریبا پنځوس کاله، تر هغې چې بابل د کوروش له خوا ونیول شو دوام وکړ.
لومړی نصر بیا هغه څوک دی، چې له لرغونو واکمنو (۱۱۴۶-۱۱۲۳ م ز) دمخه ګڼل کیږي، په بابل یې حکومت کاوه او له اثوریانو سره په جکړه بوخت وو.
په بین النهرین کې د حضرت ابراهیم (ع) پاڅون
د بین النهرین (سومر، اکد، بابل او اشور) وګړو پدې عقیده نه درلوده، چې له مرګ نه وروسته ژوند حق دی. دوئ د بین النهرین په هر ښار کې ځانته ځانګړي رب النوع درلودل، چې موږ مردوک mardok، انو anu، ان لیل enlil، یا ea، اشتیار Ishtar او نور د ساري په توګه یادولی شو چې د اسمان، ځمکی او نورو توکو ستاینه او نمانځنه کوله چې زرګونه کاله د بین النهرین خلکو د دغو ناوړه دودونو او مزدکونو څارنه او پالنه کوله.
تر هغې چې ابراهیم (ع) خلک د دغو خرافاتو او ناوړه کړو وړو پر وړاندي پاڅون ته راوبلل. ابراهیم د تارخ (چې په ازر مشهور وو) زوی، چې د حمورابی (په بابل کې مخزیږدی ۱۷۹۲-۱۷۵۰ م ز د اموریانو شپږم پاچا) معاصر وو، ( ځنودابراهیم ع۰»دژوند موده ۲۲۰۰مخزیږدي په ګوته کړې ده)د یادو خرافاتو (لکه د بوتانو لمانځل) پر وړاندې ودرېد، خو د وخت حاکم او خلکو نه یوازې د ده د خبرو پخلی ونکړ، بلکې هغه مهال چې نمرود یان له ښارنه بېرون د جشن په مراسمو کې د ګډون لپاره تللي ول، ابراهیم ټول بوتان مات کړل، یوازی یو غټ بوت یې پرېښود، مانا دا چې دا واړه بوتان د ده له خوا له مینځه تللي دي.
نمرودیان په دې پوه شول چې داکارابراهیم کړی دی نو ده ته یې دجزا لپاره اور بل کړاو دی یې د اور په مینځ کې ایسار کړ، ولې د څښتن تعالی په امر اور ده ته کوم زیان ونه رسوه، بیا یې ابراهیم (ع) له بین النهرین نه وشاړه او
بیت المقدس (فلسطین) ته لاړ او هلته یې ژوند ته ادامه ورکړه.
د ابراهیم (ع) پاڅون په همدې ځاې پایته و نه رسېد، له ده وروسته د ده اولادې هم د بوت نمانځنې او بوت پالنی پر وړاندې د هغو مشرکینو پر ضد پاڅون وکړ چې دغه ناوړه دود یې پاله.
موږ د ده د اولادې په لړ کې د موسی (ع) یادونه کوو، چې د مصر فرعونیانو پر وړاندې ودرېد.
لرغونی مصر:
مصر (Egypt) د افریقا په شمال ختیځ کې پروت د اسیا وچې ته څېرمه هېواد دی، چې د سویس تنګي په وسیله له اسیا سره نښلي. مصر چې د تاریخ پلار هېرودوت یې د نیل تحفه ګڼي ،همدغه رود چې د افریقا له غرونو (د ویکتوریا جهیل) نه سرچینه اخلي، له سهل نه شمال لور ته بهېږي او په مدیترانه ګډېږي.
د ۱۹ مې پېړۍ تر پېله پورې د مصر د تاریخ په اړه ډپر معلومات په لاس کې نه وو. وروسته یو شمېر تاریخپوهانو د هېرودوت hero dote (د مخزیږدې پنځمې پېړۍ تاریخپوه) ، دیودوردوسلی dioderede sicle (د لومړۍ میلادي پېړۍ تاریخپوه)، استرابون strabon (له مېلاد نه دمخه د لومړۍ پېړۍ تاریخپوه) او د یو شمېر نورو تاریخپوهانو له څېړنو او څرګندونو نه ګټه واخسته او د مصر د لرغوني تاریخ پاڼه یې راواړوله او پدي اړه لاس په کار شول.
کوم څه چې لرغونپوهانو ته ډېر موهم وه هغه یو لرغونی ډبر لیک وو، چې د فرانسې د برید په مهال (۱۷۹۸-۱۷۹۹ ز کال) د یوه پوځې له خوا ، روزیت Rosetta ښار ته نږدی تر لاسه شو. دغه ډبر لیک په هېروغلیف ، د موتیک او یوناني لیکډولونو کښل شوی وو.
شامپولیون Champollion هغه فرانسوي تاریخپوه وه چې له ډېرو هلو ځلو او هاندو هڅو وروسته پدې بریالی شو چې په ۱۸۲۲ کال د هېروغلیف کتیبه ولولي.
له ده وروسته یو شمېر نورو پوهانو هم دارنګه سپړنو ته اوږه ورکړه لکه ماریت Mariette، سیرا پېوم serapeom، ماسپیرو maspero او نور د یادولو وړ دي.
دغواو د دوئ په څېر نورو تاریخپوهانو د کندنو او څېړنو له مخې، چې د نیل شاوخوا ته یې خپلې هڅې پیل کړې، ډېر څه تر لاسه کړل، چې نه یوازې د مصر هېواد ته د پام وړ ول ، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د حیرانتیا،هیښتیا او ډېرې پاملرنی وړ وګرزیدل.
پدغو کندنو کې د خوبونو تختونه، عراده لرونکې بګۍ، چوکۍ، خاورین لوښي، مومیایی شوي جسدونه، ګاڼې، وسلې او لسګونه بېلا بیل توکي ترلاسه شول.
د دغو کندنو او څېړنو له مخې ډاګیزه شوه، چې له میلاد نه ۶۰۰۰ کاله د مخه د نیل په ښکتنې برخه کې یو شمېر اسیایي کډوال چې د سینا صحرا له لارې مصر ته را ننوتل ځاې پر ځای شول.
دوی د نیل په غاړه د کرهڼې او څاروېیو روزنې ته مخه کړه او ورورو یې د یوه تمدن بنسټ کېښود.
د یوناني څېړونکو په اند، په مصر کې د یوه دولت بنسټ او جوړښت هغه مهال ايښودل شویدی، چې لا تاریخي دوره نه وه پیل شوی او خلکو د ویالواو کانالونو وېستل پيل کړي وو.
دوئ دوه پلازمینې درلودې، چې د مصر په ښکتنې برخه کې د ممفس (Memphis) ښار او په برني مصر کې د تبس (Thebes) ښار وه.
یو امریکایي تاریخپوه «لینتون» پدې اند دی، چې د مصر په ښکتنې (مصر سفلی) برخه کې یو واحد دولت له زیږدي نه ۴۵۰۰ کاله د مخه جوړ شو، چې علیا مصر یې هم تر ولکې لاندې وه او بیا له مخزیږدي نه ۴۰۰۰ کاله وړاندې بېرته خپلواک دولت جوړ کړ، خو له میلاد نه ۳۳۰۰ کاله پخوا یې یو ځل بیا د واحد مصر پنوم دولت تاسیس کړ او د یوه پر مختللی مدنیت څښتن ول.
پدغه وخت کې د مصر تولواکمنۍ د لومړنۍ سلسلې بنسټ، د« منس »په سلطنت پيل شو چې دغه لړۍ تر ډیره بریده وغوځېده (۳۳۰۰-۲۲۰۰ مخزیږ دی). د مصر ټولواک د «فرعون» پنوم یادیده، چې خپلې تولواکمنۍ ته یې د (لوی کورنۍ) خطاب کاوه.
پدغې تاکلې زمانه کې چې کوم پرمختګونه د مصر په امپراتورۍ کې مینځته راغلل څو نمونې یې د ساري په ډول د یادولو وړ دي:
د مالیاتو ټولول که څه هم عادلانه بڼه یې نه درلوده، کرهڼې وده وکړه، ولې ځمکه د فرعونیانو په ولکه کې وه، د اوبو لګولو سیستم جوړ شو، د پوځ پیاوړتیا چې وزیر یې نه یوازې د پوځ مشر وه، بلکې یو ستر قاضي هم وه. د معدنیاتو ایستل په سر کې سره زر او نور پر مختګونه یادولی شو.
د دویم رامسس چې د حضرت موسی (ع)معاصر ده له مړینې وروسته د مصر ټولواکمنۍ ورورو کمزورې شوه کوم هېوادونه لکه سوریه، فلسطین او د مدیترانې ختیځې سیمې چې د دوئ د امپراتورۍ برخه وه یو د بل پسې پاڅونونو ته لاره پرانسته.
د مصر فرعونیانو نه یوازې په ولسونو راز راز ظلمونه روا ګڼل، بلکې د مصر ارباب الانواع «کاهنانو» او معبدانو هم په چا رحم نه کاوه، چې موږ د «امون دین» پيروان او «اخناتون» Akhenaton پلویان د ساري په توګه یادولی شو.
بېلابېلو ارباب الانواعو د بېلابیلو توکو او شیانو نمانځنه کوله لکه لمر، سپوږمۍ، ستورو، اسمان، ځمکی، اور، بوتانو، څاروېیو او نورو څېزونو.
همدغه ظلمونه ول چې په پای کې موسی (ع) د هغو پر وړاندې پاڅون وکړ. ولې بیا هم په ټوله کی کوم پرمختګونه چې په لرغوني مصر کې رامینځته شول، چې موږ د لیک لوست وسیلې، کاغذ، ادبیات، معماري، لاسي صنایع، کرهڼه، د بوتانو جوړول، د څاروېیو روزل، طب، د مړو مومیایي کول او نور د بیلګې په توګه یادولو وړ ګڼو.
له موسی (ع) نه د مخه هم یو شمېر پیغمبرانو د نمرودیانو پر ضد پاڅون کړي وه، چې موږ دمخه د حضرت ابراهیم (ع) يادونه وکړه.
لرغونی فلسطین:
فلسطین د تاریخ په اوږدو کې د کنعان cannan پنوم هم یاد شویدی. د یو شمېر کندنو له مخې، چې د «جلیل» رود ته څېر مه تر سره شویدي، د داسې انسانانو هډوکي تر لاسه شوی، چې د «ناندر تال Neanderthal انسان زمانه په ګوته کوي، چې له میلاد نه دمخه ۴۰۰۰ کالو ته رسېږي، دغه د ناندر تال انسانانو هډوکي، چې د «حیفا» د سیمی له یوې سموڅې نه تر ګوتو شول نو له مخې ښکاره شوه چې د دې سیمې وګړي اوږد تاریخ لري.
له دې سربېره نه یوازې د دغو کندنو له مخې چې د فلسطین په بېلابیلو سیمو کې تر سره شوې یو شمېر لرغوني توکي موندل شویدی، بلګې له میلاد نه دمخه دا خبره هم ښکاره شوېده چې هغه مهال د دغو وګړو ژبه «سامي» وه.
که له یوی خوا د مصر د ۱۸ مې سلسلی فرعونیانو فلسطین تر ولکې لاندې راووست، خو له بلې خوا په مخزیږدي ۱۵-۱۴ مو پېړیو کې (۱۵۰۰-۱۴۰۰ م ز کالو شاوخوا) د مصریانو له وتلو وروسته عبرانیانو (یهودیان) په فلسطین برید وکړ او له ډېرو وینو تویولو وروسته یې دغه خاوره لاندې کړه.
په «تل العمارته» نومې لیک کې مصر د جبرو gebiru او یهودیا ن یې د عبرو habiru یانې عبرانیان یاد کړيدي.
دوئ هغه وګړي ول، چې د فنقیانو په څېر یې په «سامي» ژبې خبرې کولي.
د تورات د سپېڅلي کتاب له مخې دوی د کلدې «ur» اور ښار، چې د بین النهرین «سومر» دره کې پروت دی اصلي اوسېدونکي دي او د د یعقوب (ع) چې د اسحق (ع) زوی او د ابراهیم (ع) لمسی دی ټبر پورې اړه لري.
هغه مهال چې نمرودیانو ګواښ وکړ، چې ابراهیم (ع) له بین النهرین وباسي، نو ځکه د خدای (ج) پیغمبر له یو شمېر یهودیانو سره بیت المقدس (فلسطین) ته لاړ.
یو شمېر تاریخپوهان پدغه لړکې «ویل دورنت» دغه نېټه له مخزیږدي نه ۲۲۰۰ کاله دمخه ګڼي ، ولې یو شمېر نور پوهان دغه نېټه (۱۷۹۲-۱۷۵۰ م ز) کلونه په ګوته کوي.
هغه مهال چې ابراهیم (ع) له هاجري سره نکاح وکړه (ځکه چې ساره اولاد نه درلود) او اسماعیل (ع) وزېږید نو د مور او پلار سره مکې ته ولېږدید. پلار یې له پنځو کالو وروسته د یوه بل زوی څښتن شو چې د اسحق نوم یې پرې کېښود او له خپلې مور سارا سره په بیت المقدس کې اوسېده.
اسماعیل (ع) د عربو ستر نیکه دي او د پلار له رحلت نه وروسته یې د یهودیانو ټولنیزې چارې بر مخ وړلې، خو له ده وروسته بیا د ده ناسکه ورور اسحاق (ع) دغه چارې په غاړه درلودې.
اسحاق (ع) دوه زامن درلودل چې د یوه نوم یې یعقوب (اسرائیل) او بل یې عیض نومېده. یعقوب (د یهودو یو ستر نیکه دی) ۱۲زامن درلودل، چې یو یې هم یوسف (ع) وه.
په فلسطین کې د سختې وچکالۍ له امله یهودیان مصر ته کډه شول. پدغه وخت کې د هیکسوس Hyksos ټبر چې په لویه پښه کې سامي نژاده وه واک درلود .
هغه مهال چې یوه سوداګر یوسف په مصر کې وپلوره. نو بیا کله چې یوسف (ع) واک ته ورسېد خپل پلار او وروڼه یې مصر ته وغوښتل د دوم «رامسس» په زمانه [۱۳۰۰-۱۲۳۴ ق م] کې یهودیانو د غلامانو په توګه ستړی ستومانه ژوند درلود او هغه وه چې موسی (ع) (ځنې ۱۵۰۰ ق م ښېي!؟) ظهور وکړ .
یوسف (ع) لا پخوا خپل قوم ته دا خبره کړې وه، چې لمانه وروسته به د عمران زوی موسې (ع) راځي ، سره د هغې چې د یهودو ۱۲ ټبرونو د هغه ملاتړ ونه کړ او د خدای (ج) له امر نه یې سر غړونه وکړه. ولې کله چې موسی د ۲۲۶ کالو په عمر و مړ د یوسف (ع) لمسی حضرت« یوشح بن نون » د یهودیانو مشر وټاکل شو.
ده غوښتل چې فلسطین ونیسي، خوله یوې خوا د دوئ د ۱۲ قبیلو تر مینځ نا یووالی وه او له بلې خوا د فلسطین د وګړو پیاوړی او ځواکمن مقا ومت وه، چې هغوئ یې په شا وتمبول . ولې دپرلپسې جګړو اوبریدونوله امله د ۱۱۵۰مخزیږدی په شا وخوا کې د اردن رود یوه سیمه، چې «یریح yerieh» نومېده ونیوله ،تر هغې چې یهودیان یې په فلسطین کې ځاې پرځاې کړل.
له اوږدو جګړو وروسته د ۱۰۲۰ م ز کال په شاوخوا کې د یهودو«یامین »د قوم یو مشر چی شائول shawl نومېده او عربو ورته «طالوت» وایه د یوه حکومت بنسټ کېښود، خو ډېر ژر د فلسطین له خوا ووژل شو.
له پرلسپې جنګونو وروسته د یهودو قبیلې یو تن حضرت داود (ع) ټول اسرائیل (۱۲ قومونه) په ځان راټول کړل او د فلسطین په خاوره د یوه حکومت بنسټ کېښود ا ود «آ ورشیلم» ښاريې خپل مرکز وټاکه.
داود (ع) لومړی یو پیاوړی پوځ جوړ کړ او د هغه پر مټ یې د (۱۰۰۰ م ز) کالو په شاوخوا کې د فلسطین حکومت نسکور کړ. دده له ۴۰ کالو سلطنت وروسته زوی یې سلیمان (ع) د (۹۳۵ م ز کال) شاوخوا کی د یهودیانو مشر وټاکل شو.
د ده د واک په مهال چې کوم پرمختګونه مینځته راغلي دي، څو بېلګې یې داسې دي:
ـ د احمر په سمندر ګی د سوداګریزوبېړېیوتګ و راتګ.
ـ له مصر، فنقیانو او نورو ګاونډېیو سره د تجارتي اړیکو پراختیا.
ـ سلیمان پیغمبر یهودیانو ته یو لوی معبد جوړ او اباد کړچې د اور شلیم معبد پنوم نامتو دی چې اوس د اقصی جومات پنوم یادیږي.
ـ پدغې ودانۍ کې د سرو او سپین زرو کټوري، قیمتي ډبرې، د څلویښتو په شاوخواکې رنګا رنګه خټین څراغونه او نور قیمتی توکي لګولي دي، چې په هغه وخت کې ساری نه درلود.
ـ د هغه وخت د یوه نوي قانون جوړول او نور پرمختګونه یادولی شو.
په ټوله کې د یهودیانو د مدنیت ډېرې موهمې سرچینې، چې د پوهې دیني زده کړو او ټولنیز ژوند لپاره یې ډېر ارزښت درلود هغه د تورات او زبور کتابونه ول، چې انسانان یې د واحد خدای (ج) عبا د ت ته رابلل.