Home+افغانستان په تمریني سیالۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

افغانستان په تمریني سیالۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۱ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د نړیوال جام په درشل کې په تمریني سیالۍ کې سریلانکا ته په ۶ ویکټونو او ۲۳ اضافي توپونو ماتې ورکړه.

سریلانکايي لوبغاړو مخکې تر دې چې ټول وسوځي ۲۹۴ منډې کړې وې. خو د باران د اورېدو له کبله د افغان ټیم لپاره په ۴۲ اورونو کې ۱۵۷ منډې هدف وټاکل شو.

د افغانستان لپاره په باولرانو کې محمد نبي ۴ لوبغاړي وسوځول.

په بټسمنانو کې رحمت الله ګوربز ۱۱۸ منډې وکړې. رحمت شاه هم ۹۳ منډې وکړې. دواړه بې له دې چې وسوځي له لوبې ووتل.

تر دې مخکې د افغانستان او جنوبي افریقا تمریني لوبه د باران د اورېدو له کبله لغوه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...