یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د جرمنی هیواد یووالی او موږ | محمدربی آماج 

د جرمنی هیواد یووالی او موږ | محمدربی آماج 

نن د اکتوبر دريمه د دوو جرمنیانو (شرقي او غربي) د يوځاي کيدو دري ديرشمه کليزه او په ټول جرمني کې عمومي رخصتي ده او کنسرتونه دی، زياتره جرمنيان او توريستان د برلين ديوال ځای ته ورځي او ليدنه يي کوي. دا څرنګه ممکن شول?! ځواب آسانه دۍ په شوروي اتحاد کې نور سېک او ځواک نه وو پاته، د شوروي اتحاد وروستني ديکتاتور ګرباچوف په خلاصه خوله وويل د جرمني د يو ځای کيدو مخالف نه دی. د دې تر شا پټ حقيقت څه دی! دافغانستان جګړه د شوروپ اتحاد لپاره داسې ځمکنۍ ماين ثابت شو چې شوروى ورباندې وخته او په چاوديدو سره يې پنځلس ټوټې شو او نړۍ يې له شر نه خلاصه شوه. مګر په افغانستان باندی د شوروی دا یرغل افغانانو ته په کومه بیه تمام شو?! د اټکلونو پر بنسټ د يو نيم ميليون افغانانو مړینه، پنځه سوه زره معلولین او د اوو سوه زرو په شاوخوا کی کونډې او یتیمان او تر څنګ یی د ټولو اقتصادی، فرهنګی او ټولنیزو بنسټونو تباه کیدل وو.

د جرمنی هیواد د دوهمی نړیوالی جګړی په پای کی شپږ میلیونه انسانان له لاسه ورکړی وو او بیا د یوی مودی لپاره د دوهمی نړیوالی جګړی د څلوروبریالیو(اتحاد شوروی،امریکا متحده ایالات، بریتانیا او فرانسی) هیوادونو تر منځ وویشل شوچی وروسته غربی آلمان بیرته متحد او شرقی آلمان بیل هیواد شو.

د اروپا د بیا رغونی په پارد مارشال دپلان په بنسټ غربی آلمان ته د ۱۹۵۲-۱۹۴۹کالونو ترمنځ ۱.۴۵ میلیارده ډالر چی د ۲۰۰۶ کال د انډول له مخی ۱۴.۵ میلیارده ډالر کیږی ورکړل شول. له هغی مهاله تر اوسه پوری د جرمنی هیواد د نړۍ په اقتصادی ډګر کی د ۴ تریلیون  ډالروجی ډی پی او د   ۴۶۵۶۰ ډالرسړی سرکلنی عاید  په لرلو سره دنړۍ څلورم اقتصاد دۍ. او افغانستان ته د سیګار( د افغانستان د بیا رغونی لپاره عمومی مفتش ) د راپورپه بنسټ له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۳ کال پوری د بیارغونی په پار ټولټال ۱۴۶.۸۱ بیلیون ډالر ورکړل شویدی مګر لدی سره بیا هم دافغانستان جی ډي پی (۲۰۲۱ کال کی) ۱۴.۷۹ میلیار ډالره او دسړی سرکلنۍ عاید ۳۶۸ ډالره اټکل شویدۍ پداسی حال کی چی د افغانستان په ګاونډ (ایران او پاکستان ) هیوادونو کی د سړی سرکلنۍ عاید په ترتیب سره ۴۰۹ ۱ او ۱۵۰۵ امریکایی ډالره دی. نن روځ د جرمنی هیواد کی د ټولی نړۍ څخه ۱۳.۳۸ میلیونه پردی وګړی ژوند کوی اولا نور وګړی هم جذب کوی، مګر دلته افغانستان  په نړی کی نیږدی لس میلیونه مهاجر او پځانګړي توګه کدرونه او مسلکی خلک هنوزهم ځنی تښتی ،اوهیواد ترنن روځي پوري دهماغي جګړي د اور په سپرميغيو کې سوځی .

  • د جرمنی هیواد د دوهمی نړیوالی جګړی په پای کی په کنډواله بدل شوۍ وو حتی د کار ځواک یی نه درلود چی له ایټالیا او ورپسۍ د ترکیی له هیوادونو څخه د میلمه کارګرو پنامه کاری ځواک رابللۍ وو او خپل هیواد یی آباد کړو. نن که په جرمنی کی په یوه ښاری ترانسپورتی ټرین کی چی۱۰۰ متره اوږدوالۍ لری سفر کوی نیږدی پنځوس مختلفی ژبی اوریدلۍ شی او پهمدی توګه پنځوس بیلا بیلو توکومه خلک وینۍ، مګر هیڅوک یو دبل سره کوم جنجال،کرکه او نفرت نه لری او یو د بل ترڅنګ سره ناست وی.دلته اصل او کم اصله وجود نلری ،کومه ژبه د بیسوادانو او عاقلانو پنامه شتون نلری ،او هیڅوک یهود او اشغالګر ندی او دلته تعصب د قانون په بنسټ جرم دۍ، د جرمنی د آساسی قانون لومړۍ ماده داسی ده : د انسان کرامت(عزت النفس) د تعرض یا یرغل نه خوند دۍ! اوبله ماده یی داسی ده چی د ماشومانو تعلیم جبری دۍ . او کچیری کوم ماشوم درس ته نه ځی پولیس قانونی صلاحیت لری چی ورشی او هغه ماشوم ښوونځۍ ته بوزی او ګرویږنه یی وکړی، او بله ځانګړنه یی دا ده چی دوی (جرمنیانو) د خپل تیر تاریخ څخه پند اخیستۍ او د تیر پیر اړوند عاقلانه او روڼ قضاوت لری اود تیرو سیاسیونوغلطۍ بیله پټولو او یا توجیه څخه لیکلی او وایی یی!که چیری تاسو د دخاو (چیری لومړنۍ کانسنټریشن کمپ جوړ شوۍ) سیمی  ته د جبری کارونو کمپ چی په جرمنی ژبه کی د کانسنټریشن کمپ په نامه یادیږی ورشۍ نو د هتلر د وخت د ناسیولیزم یا نیشنلیزم د جبر او تدا بیلګی به ووینۍ چی په ډیره ښه توګه خوندی شوی او هیڅ لاسوهنه نده پکی شوی ،دوی د خپل تاریخ توری دوری اود هغودورو ناوړه سیاسیون او لوبغاړی پهماغه اصلی کرکټرباندی درپیژنی تر څو چی نور له هغو عبرت واخلی. دلته ولس او حکومت یو پر بل باور لری او سپارښتنی یی منی . حکومت د ولس مالیه داسی مصرفوی چی د مورد نس څخه نیولی د ګور خاورو ته سپارلوپوری یی حکومت مالی مسولیت پغاړه لری .دغه دی د هیوادونو د بریا رازونه !
  • اوس نو راشئ زموږ خپل هیواد افغانستان ته !

دلته اولس د حکومت او حکومت د اولس ته غل او ورسره په جنګ دۍ. بیا اولس پخپلو کی هم سره په جنګ کی دۍ، دا ځکه چی دلته اصل، کم اصل، یهود او غیر یهود مهم دی. ژبنۍ، سمتی مذهبی اصالت خلکو ته غوره دی، یو دبل تر څنګ ژوند یی خوښیږی بلکه ټول برخه ځانله غواړی. دلته د هر قوم او توکم قاتل او ظالم اتل دۍ او دبل اتل بیا خاین او د پردیو غلام دۍ. دلته د هیواد مانا د هر سړی په کور کی خلاصه کیږی ملی او هیوادنۍ اصطلاح خپل رنګ بایللۍ دۍ . نو زموږ دا حال دۍ چی تر منزله نه رسیږو. نن په جرمنی کی د یوالی روځ په پوره ولولو لمانځل کیږی او ډیرۍ افغانان یی تماشی ورځي مګر دا د ساړه جنګ پای ته رسوونکی اتلان د هیچا هم په یاد ندی. نو دلته هغه د پښتو متل ریښتینولی له ورایه څرګندیږی کوم چی وایی: چی نلري سړي، نه دقرت کړي نه غوړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    د ورور آماج م.زيي صاحب په تایید،
    -د برلین دیوال ختيځ ته د ډیورڼډ کرغېړنې کرښې غُندې خنجر نه و کښل سوی ؛او د پک استان (پنجاب استان)په نوم یوه سرطاني دانه نه وه کښت سوې !!،لکه د صهیونیزم خنجر په پلسطین کښې!!!
    -بل مشکل د خلکو نالوستی توب ده چې ازلي دښمن انګریز ، له سیاسي اسلام نه سوء استفاده کړې او له بچه ءءسقاو نه نیولې تر ګوډ ملا او پیرانو، تش په نامه مولیناګانو او امثالهم په شیطانتونو ساده ولس وغولوي او د ولس ډول ډول طبقات یو د بل پر ضد وسوسه کړي او وجنګوي ، او ګټې ېې ګاوڼډیانو ته ورسوي لاکن پخپله په قبرستان بدل شي.
    -دامریکا-نیټو سلها بلیونه بلکه تریلیونه ډالرې د ګوتو په شمار غلو، مفسدینو، فاسقینو، غاصبینو،لاری وهونکو،انسان وژونکو، … سره بیحسابه چور کړې؛ د همدې جرمني وزیرانو د لڼډغرانو سره یوځای په شمال کې عملیاتونه کول!!!!
    -بل دا چې جرمني کې منظمې او قوي پارټئ او اپوزیسیونونه درلودل او لري ې.
    نور علتونه به هم وي. مبصرین صاحبان به هم که وخت لري خپل نظر ورکړي.مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب