سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو رژیم: پاکستاني پولیسو زر افغان کډوال نیولي او ځینې په...

د طالبانو رژیم: پاکستاني پولیسو زر افغان کډوال نیولي او ځینې په مرموز ډول وژلي

تاند:( سې شنبه، د میزان ۱۱ مه) په پاکستان کې د طالبانو سفارت وایي، چې پاکستاني پولیسو له دوه اونیو راهیسې تر زرو پورې افغان کډوال بندیان کړي او د نیولو د عملیاتو پر مهال یې ځینې مرموزې وژنې شوي.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د پاکستاني چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره، د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول، لاهم دوام لري.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې چې اکثریت اسناد لرونکي کډوال په کې مېشت دي؛ د هغوی پر استوګنځایونو ورځني او شپني عملیات ترسره کېږي چې تر دا مهاله زر تنه چې نیمایی یې د کډوالۍ یا سفر اسناد هم لري؛ د سي ټي ډي پولیسو لخوا نیول شوي او د دغه ښار په باره کهو، ترنول، مهر آبادي، ګولړه شریف، شمس کالونی، سبزی منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، E-11 او داسي نورو سیمو کې د عملیاتو پرمهال څه کم زر تنه افغانان نیول شوي، چې له جملې یې ۴۸۵ تنه اسناد لرونکي دي.

سرچینې ویلي: « په دې عملیاتو کې متاسفانه د ځورونو ترڅنګ د نامالومو وژنو پېښې هم رامنځته شوي، د بېلګې په ډول افغان کډوال فریدالله ولد غلام جیلاني په اسلام آباد کې، امان الله ولد ټکر خان، ولي ولد شیر محمد د راولپنډۍ شمس کالونۍ کې او درویش ولد عتیق الله اډیاله جیل کې لومړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي، چې د دې ټولو پېښو په تړاو د افغانستان سفارت د اسلام آباد چارواکي خبر کړي دي.»

د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان زندانونو ته اچول کېږي.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو د پاکستان دا ډول نیونې غندلي او په اړه یې اندېښنه ښودلې.

3 COMMENTS

  1. دا ښکاره دوښمني ده باید طالبان د خپلو بادارانو سره جدي خبرې وکړي او یا خو افغان کډوال د خپلې دفاع لپاره منسجم شي او ددې دال خورو پنجابیانو په مقابل کې ودریږي او حتی ټوپک ته لاس کړي ګنې نور هم بې عزته کیږي، هر هغه چاته لاس ورکړئ چې د پاکستان دوښمن وي لکه هند او نور. قوي حکومت نشته کنه په همدې مهاجرو مو باید تر اټکه سیمه بیرته نیوه ځکه د دالخور زور مونږ ته معلوم دی.

  2. دا خو ننۍ خبره نده، له ۱۹۸۰ کلونو نه چه د مبباررک جهاد نوم لاندې شروع شو، د هغو خاینیو له صبغت الله نه تر نور رابران یا راهبرانو زمانې نه دا عمل پټ له یوه بله دؤسي سره روانه ده چه نومونه د پاکستان استخباراتو او نظامیانو ته ورکول کیدل چه کوم یو خلک ؤوژئ، د سویس د تلویزیون عړي راسره شاهدان دي! ډېر دغو خبرو پسې وګرځېدم خو پرته له نقصان، ګټه مې ؤ نه لید!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب