پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهم.م. په یوه میاشت کې د ۱۷ لکه افغان کډوالو د ایستلو...

م.م. په یوه میاشت کې د ۱۷ لکه افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه وغندله

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۱ مه) ملګروملتو څه باندې یو میلیون بې اسنادو یا غیرقانوني کډوالو ته له پاکستان څخه د وتلو په اړه د دغه هیواد د حکومت له لوري ټاکلې موده وغندله، ویې ویل چې باید کډوال پرېښودل شي چې په خپله خوښه ستانه شي نه په فشار.

په پاکستان کې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی قیصرخان اپریدي انادلو خبري اژانس ته نن وویل:«د هر کډوال بېرته ستنېدا باید په خپله خوښه او بې فشاره وي څو هغوی چې پناه غواړي امنیت یې خوندي شي.»

 د پاکستان حکومت پرون اعلان وکړ، پرېکړه یې کړې چې د نوومبر تر لومړۍ پورې تر یو میلیون ډېر غیرقانوني کډوال، چې د دوی په ادعا په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري یا یې تمویلوي، له خپلې خاورې وباسي.

د پاکستان لنډمهاله حکومت ویلي چې د دې پلان پر اساس به یو میلیون او ۷۰۰ زره غیرقانوني کډوال په څه کم یوه میاشت کې وایستل شی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفرازخان بوګټي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، په پاکستان کې د ۲۴ حملو له منځه ۱۴ افغانانو کړي دي.

خو د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی د پاکستان پلان مایوسوونکی وباله ویې ویل:«موږ له پاکستانه چې له ۴ کلونو راهیسي یې په لوی زړه کډوال منلي په کلکه غواړو چې یو میکانیزم جوړ کړي چې پر اساس یې هغه افغانان نه ایستل کېږي چې نړیوال خوندیتوب ورکول کېږي.»

قیصر اپریدي دا هم وویل:«موږ باید دا هم په ذهن کې ولرو هغه کسان چې د خوندیتوب لپاره تښتي، عموماً ضروري اسناد او د سفر جواز نه لري.»

ده دا هم وویل چې ملګري ملتونه حاضر دي چې د میکانیزم په جوړولو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب