Homeخبرونهپاکستان ۱۷ لکه بهرنیان له خپلې خاورې باسي

پاکستان ۱۷ لکه بهرنیان له خپلې خاورې باسي

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۱ مه) د پاکستان دولتي رسنیو اعلان وکړ چې حکومت پرېکړه کړې چې تر یو میلیون ډېر غیرقانوني کډوال، چې د دوی په ادعا په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري یا یې تمویلوي، له خپلې خاورې باسي.

د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس د یوې بې نومه سرچینې په قول ویلي، ټولټال یو میلیون او یولک بهرنیان چې د پاکستان ملي امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او ټول غیرقانوني اوسي، په لومړي پړاو کې ایستل کېږي.

سرچینه زیاتوي، په دوهم پړاو کې به د افغانستان تابعیت لرونکي ایستل کېږي او په درېیم پړاو کې به هغه کسان ایستل کېږي چې په پاکستان کې د هستوګنې کارتونه نه لري.

سرچینې همداراز ویلي، د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو پلان هم تصویب شوی ځکه چې ډېری یې د تروریستانو په قاچاق کولو او ورته د اسانتیا په برابرولو کې لاس لري او ۷ لکه افغانانو په پاکستان کې هستوګنه تمدید کړې نه ده.

راپور وايي، د افغانانو د ایستلو پلان د کورنیو چارو وزارت د اړوندو خواوو او د افغانستان د حکومت په مشوره ترتیب کړی دی.

پاکستان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په خپل هیواد کې یې د افغانانو د نیونو او ځورونو پراخ کمپاین پیل کړ او د بشري حقونو سازمانونو پرې نیوکې وکړې.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ پر اساس په پاکستان کې ۱۳ لکه افغانان راجستر دي او ۸ لکه ۸۰ زره نور بې اسناده یا غیرقانوني اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...