Homeخبرونهایران ته د طالب ویاند ځواب؛ نه غواړو چې افغانستان د هېوادونو...

ایران ته د طالب ویاند ځواب؛ نه غواړو چې افغانستان د هېوادونو د سیالۍ مرکز وي

تاند( سې شنبه، د میزان ۱۱مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي کاظمي قمي هغو خبرو ته غبرګون ښودلی، چې امریکا یې په افغانستان کې د داعش ډلې په پياوړي کولو تورنه کړې ده.

مجاهد د نوموړي په غبرګون کې ویلي، چې دوی نه غواړي افغانستان د هېوادونو د سیالۍ مرکز شي او داعش ډله ځپل شوې ده.

د هغه په وینا، ټولو ته ډاډ ورکوي چې له افغان خاورې به چا ته ګواښ نه پېښیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د ایران په ګډون بېلابېل سیمه ییز هېوادونه د طالبانو د نسبي ملاتړ تر څنګ دوی په دې توجیه، چې غواړي افغانستان د لویدیز له اغېزو او لاسوهنو خوندي کړي، تر خپلې اغېزې لاندې راوستل غواړي.

څو ورځې مخکې د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د پنځمې غونډې پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف په پيغام کې ویل شوي وو، چې دوی په هېڅ توجیه په افغانستان کې د امریکا او ناټو بیا ځلي حضور نه شي زغملی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...