شنبه, جولای 27, 2024
Home+د سعودي او ایران د ۲ کلبونو سیالي لغوه شوه

د سعودي او ایران د ۲ کلبونو سیالي لغوه شوه

د ایران او سعودي د فوټیال د دوو کلبونو ترمنځ مسابقه د سیاست بازۍ ښکار شوه.

ټاکل شوې وه چې د سعودي عربستان الاتحاد لوبډله د ایران په اصفهان کې له سپاهان لوبډلې سره مخامخ شي، خو په لوبغالي کې د قاسم سلیماني مجسمه سبب شوه چې د اسیايی قوټبال فدراسیون په غوښتنه سعودي لوبغاړي له میدانه ووځي او بېرته سعودي ته روان شي.

تر دې وړاندې هم د ایران او سعودي د باندنیو چارو وزیرانو یو خبري کنفرانس د سعودي د بیرغ له پاسه د قاسم سلیماني عکس د دې سبب شوی و چې د دوی خبري غونډه لغوه او بل ځای دایره شي.

ایران وايي چې سعودي لوبغاړی بې دلیله له میدانه وتلي او بېرته هوايي ډګر ته تللي دي خو د سعودي الاتحاد کلب وايي چې د اسیا فدراسیون ورته وویل چې له لوبغالي ووځي.

د ایران د سپاهان کلب بیا ویلي د مسابقې د نه کېدو پړه د ریفریانو او د اسیايي کنفدراسیون د څارونکو په غاړه اچولې او ویلي یې دي چې د مسابقې مسوولانو په لنډ او تنګ وخت کې په لوبغالي کې بدلون نه شوای راوستلی.

دا مسابقه په داسې حال کې لغوه شوه چې زرګونه نندارچیان په لوبغالي کې حاضر وو.

د اصفهان ولایتي چارواکو له نندارچیانو بخښنه غوښتې او ورته ویلي یې دي چې د ټکټونو پیسې به یې بېرته ورکړل شي.

تر دې مخکې په تهران کې د سعودي او ایران د دوو لوبډلو ترمنځ له مسابقې وروسته د میدان پر خرابوالي ډ‌ېر اعتراضونه وشول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب