جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د انسان د غړیو د قاچاق یوه ډله ونیول...

په پاکستان کې د انسان د غړیو د قاچاق یوه ډله ونیول شوه

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۱ مه) د پاکستان پولیسو نن (سې شنبې) وویل چې د دغه هیواد په پنجاب او کشمیر کې یې د انسان د بدن د قاچاق یوه ۸ کسیزه ډله نیولې ده.

د پولیسو په وینا، د دې شبکې مشر فواد مختار نومېږي او هغه په دې تورن دی چې د څه باندې ۳۰۰ تنو پښتورګي یې پر خپلو شتمنو مشتریانو پلورلی دي.

ویل شوي چې د دې شبکې غړي تر دې وړاندې ۵ ځلي د ناسمې درملنې په تور نیول شوي خو هر ځل په ضمانت خوشي شوي دي.

لږترلږه دوه تنه په داسې حال کې مړه شوي چې دوی یې له بدنه پښتورګی ایستل.

راپورونه وايي چې دې ډلې به روغ کسان د درملنې په پلمه تېرایستل چې ګواکي پښتورګي یې ستونزه لري او عملیاتو ته اړتیا لري. په همدې منځ کې به یې د هغوی له بدنه روغ پښتورګي ایستل.

د پنجاب د ایالتي حکومت یوه چارواکي محسن تقوي ویلي، د دې شبکې غړیو په شخصي کورونو کې، بې له دې چې د پښتورګي خاوند ته ووايي، جراحي عملیات کول.

د راپورونو له مخې، د ډاکتر مختار یوه ملګري، چې د موټرو مستري دی، په چل ناروغان له روغتونه د مختار کور ته لیږل چې هلته پښتورګي ورڅخه وایستل شي.

د ښاغلي تقوي په وینا، دې شبکې به هر پښتورګی تر ۱۲۰ زره ډالرو پورې پلوره.

د پنجاب ایالت دغه چارواکی وايي، داسې معلومات او ارقام یې ترلاسه کړي چې زړه بوږنوونکي دي. دا ډول غیرقانوني عملیاتونه تر دې خورا ډیر کېږي او دا یې یوه کوچنۍ نمونه ده چې کشف شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب