پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهتورخم: هېواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستو لړۍ ودریده

تورخم: هېواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستو لړۍ ودریده

تاند( سې شنبه، د میزان ۱۱مه) د ننګرهار لپاره د طالبانو ادارې خبر ورکړی، چې په تورخم ښارګوټي کې د هغو مرستو لړۍ دریدلې، چې تر اوسه له پاکستان څخه هېواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو سره ترسره کیدې.

د طالبانو ادارې په یوه خپره کړې خبرتیا کې ویلي، چې د دغې مرستې د دریدو خبر په تورخم کې مرسته کوونکو نړیوالو بنسټونو ورسره شریک کړی او دلیل یې د ستنیدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی ښودلی.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه مرستې له پرون دوشنبې ورځې راهیسې دریدلي دي.

طالبانو د هغو مرستندویو ادارو نومونه نه دي اخیستي، چې یادې مرستې یې ترسره کولې.

د ځینو راپورونو له مخې، دا مرستې تر ډېره د ای او ایم یا د کډوالۍ د نړیوال سازمان له لوري ترسره کیدې.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستان له خپلې خاورې د سلګونه زره ناقانونه افغان کډوالو د ویستو خبر ورکړی.

ځینو رسنیو ویلي، چې په دې اړه د طالبانو رژیم هم پاکستاني چارواکو سره هوکړه لري.

طالبانو د پاکستان د تازه پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب