سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی چین ته په سفر ولاړ

د متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی چین ته په سفر ولاړ

تاند:( سې شنبه، د میزان ۱۱مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته تللی.

د هغه یوه ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، ټاکل شوې چې متقي او ملګری پلاوی یې د چین په شي ژانګ ایالت کې د ترانس همالیا فورم په درېیمه ناسته کې ګډون کوي.

د راپورونو له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه سبا چهارشنبه د اکتوبر په څلورمه پيلیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره اونۍ د مسکو فارمټ شپږمې غونډه کې د ګډون په هدف لومړی مسکو او بیا د تاتارستان کازان ښار ته سفر کړی و.

چین او روسیې دواړو په خپله خاوره کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو رژیم ته سپارلي او ښې اړیکې ورسره لري، خو د دوی په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب