یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد کابل - جلال اباد لاره بیرته په عادي ډول پرانیستل شوه

د کابل – جلال اباد لاره بیرته په عادي ډول پرانیستل شوه

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۱مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په عادي ډول د کابل – جلال اباد لویې لارې د بیرته پرانیستل کیدو خبر ورکړی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: دغه   لویه لاره، چې دوه اوونۍ مخکې د غرښویېدنې له کبله تړل شوې وه؛ تېر ماښام د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه.

یاده لاره د کابل ولایت د دروازې په درې کیلومتري کې د غر ښویېدني له کبله د دوه ورځو لپاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ بنده وه، چې بیا د فرعي لارې پر جوړېدو موټرو برې تګ راتګ کاوه.

د یاد شوي وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې  دې وزارت د خپل پرسونل او ماشینرۍ پر کارولو له تېرو درې ورځو هڅو وروسته د کابل- جلال‌اباد لویه لار د ټولو ترافیکو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستله.

د ژمي له نږدې کیدو، ورښتونو او سېلونو سره هر کال د افغانستان لویې لارې له ورته ستونزو سره مخ کیږي.

د کابل – جلال اباد د لویې لارې مساپر او یو زیات شمېر خلک غوښتنه لري، چې طالبان دې د دغو سیمو د دویمې اساسي لویې لارې د جوړولو نېمګړې پروژه، چې مخکې د دوی د وسله وال مزاحمت له امله نه وه بشپړه شوې، بشپړه کړي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب