پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهمتقي: بهرنیو ځواکونو ته پوځي اډې نه ورکوو

متقي: بهرنیو ځواکونو ته پوځي اډې نه ورکوو

تاند:( سې شنه، د میزان ۱۱مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو اړتیا نشته او دوی یوه بهرني عسکر سره هم په دغه هېواد کې د پوځي حضور هوکړه نه شي کولی.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې، چې که داسې کار سره دوی هوکړه کولای، شل کاله به یې جګړه نه کوله.

یادې څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په تاتارستان کې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پنځمې ناستې ته په استولي پیغام کې ویلي وو، چې هېواد یې په هېڅ صورت په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور توجیه نه شي زغملی.

هغه مهال ځینو شنونکو داسې انګېرلې وه، چې ګواکې روسیه طالبانو سره د امریکا مرموزو اړیکو اندېښمنه کړې او غواړي په دې ډول دواړو لوریو ته خبرداری ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تازه مرکه کې تحریک طالبان پاکستان ته د امریکایي وسلو ورکړه هم رد کړې او ویلي، چې په دې تړاو ادعاوې واقعیت نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب