پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبشعرد بریال نایاب څو شعرونه

د بریال نایاب څو شعرونه

کونډه

ما د خپل ژوند

د بدبختیو پیل ګڼی

د خپل زوی پوره قاتله یې زه یم

ځکه زما به راتلو

دوی داسې فکر کوی

چې دوی بدبخته شول

زما په کوڅۍ کې بدبختی د ودی وه

دوی اوریدلی چې بخت یا په کوټۍ ده یا په کوڅۍ

خو دوی د خدای وعده دروغجنه ګڼي

چې وایی ښه او بد زما له لوری دی

د ژوند  او مرګ واګي زما په لاس کې دي

خو دوی د خپل کور بدبختی زما په راتلو سره ګڼی

ځکه چې زه اوس بدبخته یم

د دوی زلمی زوی مې خوړلی

نو زه نور د ژوند کولو حق له لاسه ورکوم

زه باید چې زجر و وینم

او د ژوند تر پایه به کونډتوب وکړم

ځکه چې زما سره دوی بدبخته شول

خو زه نه پوهیږم

چې پدی کې زما قصور څه ده

زه ولې د دوی د کورنۍ د بدبختیو مور ګڼل کیږم

ماسره ولې داسې چلند کیږي

زه باید هغه ماشوم ته

انتظار وباسم ترڅو هغه لوی

او زما سره واده  وکړی

زه د خپل ځان لپاره

 د ژوند د بل ملګری د ټاکلو حق نلرم

زه باید انتظار وباسم

او هغه ماشوم ته کینم

دا زما سزا ده

خو ګناه مې څه ده ؟

ځکه چې زه کونډه یم

زه د بدبختیو مور یم .

فبروری-۲۱-۲۰۱۴

 =======

د مرګ غوغا

د روح او تن بی وفایی یادوم

دوی د یوبل ملتیا همدلته پریږدي

که څه هم ډیرې ژمنې دواړو کړي

چې موږ به نه بیلیږو

موږ به تر پایه پورې یوځای اوسو

خو مرګ د دوی ژمنې دروغجنې باسی

دویته د پای او جدایی ټکی ږدی

نور د دوام څه تمه پاتې نشی

د مرګ غوغا خوره شي

د ژوند د پای مراسم

خوته نامرده زما پوښتنه نکړې

ته مې د روح او جسد

دې ستر بیلتون ته هم رانغلې  ګرانې

تامې د روح او جسد

د بیلیدو دغه وروستی مراسم

هم ګرانې و نه کتل

زما د مرګ غوغا خوره شوه ګرانې

له زندګی نه مې جدا زما نامه شوه ګرانې

نور مې د ځان لپاره نوم نه اخلي

وایی چې مړی واخلي

مړی را ومینځي کفن ورکړی

زما د نوم پناه کیدل شروع شول

خو ته رانغلې او نه په ما وژړیدی

زما د مرګ غوغا همدومره وه چې ته به راشې

خو ته هم رانغلې او نه دی په ما وژړلې

زما وروستی سلګۍ ګرانې

ستا په نامه و وته

خو ته رانغلې دا زما د ژوند وروستی مراسم

 ګرانې بی تا وشوله

ماته که هرڅومره دوستان راغلله

خوته چې نه وي ماته هیڅوک نه وو

زما د کفن غوټی دې هم ګرانې راخلاصې نکړې

زما دمرګ غوغا همدومره وه بس

نور نو هرڅه پایته ورسیدل

اوس مې یوازې د خاورین قبر لیدو ته راځې

خو ما لیدلای نشي

کاش په ژوندون راغلې وای

فبروری -۲۱-۲۰۱۴

========

زما او ستا وجود کې

ګرانه یوه وینه ده

زه او ته په اصل کې یو يو

خیر که ته د ژوند له نعمتونو برخمن یې

او زه ژوند په شکیدلو بوټونو اوجامو

او شپه په زړه بړستن کې تیروم

داتوپیر زما اوستا په اصل پورې اړه نلرې

دا زما اوستا ظاهری توپیر ده

خو په اصل کې دواړه یو یو

زه پخپلو نازکو لاسونو ستا څپلۍ رنګوم

تاته ښکلا دربخښم رنګ درکوم

خو ته زما په خیرنو او ګردجنو لاسونو خاندې

زه دې په رنګولو ویاړکوم

خوته مې په رنګ پورې خاندې

زه هم ماشوم یم ډیرې هیلې لرم

خو زما هیلې درته لکه زما د ګردجن صورت ملګریه

ښکاری او ارزښت نلري

ځکه چې زه بی وسه او بی کسه یم

زما هیلې زما بی وسی لکه د بوټونو ګرد

چې په یو برس پاکیږی

داسې بی بیخه ښکاري

کیدای شي ژر له منځه لاړې شي

خو زه هوډمن یم دیته

چې خپلې هیلې د هر چا په شانتی

د ژوند ترپایه پورې وپالمه

د خپلو هیلو د احیا لپاره

لا په ځان سختي ومنم

خو زه پدی پوهیږم

تا چې د ژوند هیلې ګټلي ښایی

درته ارزښت دومره ونلري

زه به په خوند د خپلو هیلو پوه شم

چې له مودو پس یې په زیار وګټم

ښایی چې تاته دومره خوند درنکړی

خوته هم هڅه وکړه

څو د مظلومو انسانانو سره مرسته وکړې

ملنډې مه پری وهه

هغه هم تاغوندې انسان دي

درناوی غواړی

فبروری -۲۱-۲۰۱۴

==============

زه هم ستوری وای

او ته هم ستوری وای

تر سهاره مو یو بل ته کتلای

د ملا له آذان سره مو

یو او بل ته سترګکونه وهلای

ته له ماڅخه تښتیدای

او زه له تا څخه تښتیدای

د یو او بل د رانیولو هڅه مو کولای

خو پد ی پراخه آسمان کې

دیو او بل په نیولو نه توانیدلی

او یوځل بیا له یو بل څخه ورکیدی

د لمر زرینو وړانګو مو سترګې بریښولی

او له یوبل ورک شوی وای

لکه د اوس په شان مو ترماښامه

د یو او بل د لیدو انتظار کولای

فبروری -۲۱-۲۰۱۴

============

له تا سره د څو شیبو خبرې دي که نه

زما د زړګی تولې کیسې ستری دی که نه

وړوکی وای ماشوم وای پری پوه نه وای

د عشق درسره پاتې څو خبرې دي که نه

ملنګه لیونیه ته د مینې کچکول راوړه

ستار منګي کې پاتې څو سندرې دی که نه

داښکلی محلونه دی ترې سل ځله لوګی شي

د برګودر چنار لاندې ملګرې دي  که نه

مطربه د رباب په ژبه  وایه څو سندرې

په رګ رګ د وجود کې مې پاللې دي که نه

د یار په لبو رنګ راته ازار د مینې راکړي

د سرو شونډو په سر ښکاری خبرې دی که نه

نری لکه د باد وږمه په مخ باندې را پریوزی

په سپین مرمرین مخ دې څه لښکرې دي که نه

فبروری-۲۱-۲۰۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب