پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد ژوند روغتیایي لارې/ ډاکټر احسان الله درمل

د ژوند روغتیایي لارې/ ډاکټر احسان الله درمل

« د ژوند روغتیایي لارې»
یوه کېمیا او یو اکسیر کتاب

ډاکټر احسان الله درمل

په افغانستان کې داسې ډاکتران ډېر کم پیدا شویدي، چې د خپل مسلک د لیکنۍ ارایې وړتیا ورسره وي. موږ تر اوسه د طب پوهنځیو په نصابونو کې طبابت په داسې ارایه لولو، چې له یو چا څخه ډاکتر نشي جوړولی. زموږ د پوهنځیو نصاب زما په نظر عمدتاً درې لویې ستونزې لري:

یو؛ اپډیټ ندی.
دوه؛ سم لیکل شوی ندی.
درې؛ مفردات یې د نوې زمانې له اړتیاوو سره برابر ندي.
پدې برخه کې که هڅې شویدي، په شخصي او ذوقي چوکاټونو کې شویدي.

ډاکټر صاحب محمد ابراهیم شینواری په پښتني لیکوالو کې یو هغه بامسولیته قلموال دی، چې په ژبه کې یې د کره مسلکي او اړینو اثارو د تشې ډکیدا ته پاملرنه کړیده. موږ شکر غني ادبیات او فرهنګي زیرمه لرو، خو داسې معیاري اثار ډېر کم لرو، چې د ژوند لومړنیو او حیاتي اړتیاوو ته ځواب وایي. په ټوله نړۍ کې د لیکوالو یوه برخه پر دې بوخت دي، چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره اړین اثار ولیکي. خو په افغانستان لیکل کیدونکي او چاپیدونکي اثار لا هم ذوقي دي او له ژوند سره مستقیمه اړیکه نلري. په افغانستان کې سلګونه لوی سمینارونه او کنفرانسونه پر داسې موضوعاتو جوړ شویدي، چې زیاتره یې عاطفي او احساساتي دي، خو ساینټیفیک اړخ یې خورا کمزوری وي. ددې غونډو او کنفرانسونو په ګزافو مصارفو د سلګونو ناروغو ماشومانو ژوند ژغورل کیدای شي. له بده مرغه په مسلکي او ساینسي عالمانو کې ډېر کم یې داسې دي، چې څه لیکلی شي.

د ډاکټر صاحب ابراهیم شینواري نوی چاپ شوی کتاب په اوسنیو پښتو کتابونو کې یوازینی داسې کتاب دی، چې زموږ د ټولنې لومړنیو حیاتي ستونزو ته ځواب وایي. ددې کتاب لومړۍ برخه د تغذیې په نامه د انسان د ژوند یوه ډېره اړینه برخه څیړي. د معاصرو احصایو له مخې د انسان د اوسنیو ناروغیو نږدې اتیا سلنه یې د نامنظمو او نامتوازنو خوړو له کبله رامنځته کیږي. په خوراکي نظام کې بي نظمي د نړۍ د اوسني نفوس ډېره برخه ځپلې ده. په غریبو هیوادونو کې متوازنو خوړو ته د ډېری خلکو نه لاسرسی ددې سبب کیږي، چې بیړنۍ او وروستنۍ خوارځواکي زیاته شي او دا په ماشومانو کې د مرګ و میر لوی علت دی. د ډاکټر صاحب ابراهیم شینواري د رانقل شوې احصایې له مخې په نړۍ کې هر کال درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ او غذایي فقر له امله مري او په دې درې نیم میلیونه کې نوي سلنه د هغو غریبو هیوادونو ماشومان دي، چې افغانستان یې په سر کې راځي. له بلې خوا په پرمختللیو هیوادونو کې د افراطي خوراکي رژیمونو له کبله د شکر، چاغښت او نورو وژونکیو ناروغیو کچه ډېره لوړه ده. د هاریسون د ۱۹ ایډیشن له مخې په ۱۹۸۵ ع کال کې د نړۍ یوازې ۳۰ میلیونه وګړیو شکر ناروغي لرله، په ۲۰۱۳ ع کې دا شمېره ۳۸۲ میلیونه وګړیو ته پورته شوه او د احصایې له مخې اندازه کیږي، چې په ۲۰۳۵ ع کال کې به د نړۍ ۵۹۲ میلیونه وګړي په شکر اخته وي. په دې سلنو کې چین زیاته ونډه وړیده نږدې دوه کم سل میلیونه وګړي یې شکر لري، په هندوستان کې ۶۵ سلنه وګړي د شکر ناروغان دي او په امریکا کې نږدې ۳۰ میلیونه یا د افغانستان د نفوس په اندازه وګړي شکر لري. له دې احصایو څخه زما موخه یوازې دومره وه، چې د خوړو د افراط و تفریط ناوړه پایلې درسره شریکې کړم.

د ډاکټر صاحب ابراهیم شینواري د نوي کتاب ډېره مهمه، غوښنه او خوږه برخه همدا برخه ده، چې انسان ته د متوازن ژوند لپاره د متوازنې تغذیې توصیه کوي. دا برخه د نړۍ له معتبرو او نویو ریفرنسونو څخه په داسې خوږه ژبه لیکل شویده، چې فکر کوم په هره افغاني کورنۍ کې ورته اړتیا ده. زموږ په کورنیو کې د ځینو کلتوري ستونزو له امله د ماشومانو او میرمنو تغذیه ډېره خرابه ده او دا خرابه تغذیه د مور او ماشوم د مرګ و میر پر کچې مستقیمه اغیزه لري.

که هره افغاني کورنۍ د ډاکتر صاحب شینواري توصیې ومني، زموږ ژوند او اقتصاد ډېر پرمختګ کړای شي. د طب پوهنځي په پنځم ټولګي کې د تغذیې په نامه یو مضمون لوستل کیږي، چې د زړو چپټرنوټونو د خرابې ارایې او زړو معلوماتو له امله هیڅ په درد نه خوري. که د لوړو تحصیلاتو وزارت زموږ غږ اوري، هیله ده، چې د ډاکټر صاحب شینواري د کتاب لومړنۍ برخه، چې پر تغذیه راڅرخي ددې مضمون پر ځای په نصاب کې شامله کړي او پر خپل ولس رحم وکړي. دا برخه په ډېر مهارت او مینه لیکل شویده. مختلف عمرونه په نظر کې نیول شویدي. مثلاً د ماشوم خوراکي سیستم د مور له رحم څخه نیولې بیا د ښوونځي تر عمره پورې په بېلابيلو پړاوونو کې؛ د ځوانانو خوراکي سیستم؛ د زړو خلکو لپاره مناسب خواړه او تر ټولو مهمه دا چې د امیندوارو میرمنو لپاره مناسب خواړه او د امیندوارۍ د وخت مهمې ستونزې تشریح شویدي. همدارنګه ډاکټر صاحب د خوړو د بېلا بېلو ګروپونو ګټې او ځانګړنې تشریح کړېدي او دا یې هم ښودلې، چې متوازنه غذا څرنګه له بېلابېلو غذایي توکیو څخه برابرولی شو. د ایوډین او ایوډیني مالګې په اړه چې ډاکټر صاحب څومره ګټورې خبرې کړیدي، ما مخکې په هیڅ کتاب کې نه وې لوستې. د لیکوال کمال دا دی، چې مسلک یې زموږ له ټولنیز ژوند سره تړلی او د هرې ساینسي معقولې د تشریح پر مهال زموږ ټولنې ته د هغې ګټه تشریح کوي.
د ژوند روغتیایي لارې په ۷۷ مخ کې د ایوډین په اړه لولو:

« که په یو هیواد کې ۹۰٪ خلک ایوډین لرونکې مالګه وکاروي، نو د ټول ملت ذهني قوت ۱۵٪ درجې اوچتیږي». ډاکټر صاحب د خپل یوه ملګري مفروضه هم وړاندې کوي او هغه دا ده، چې په افغانانو کې خشن او متشدد حالتونه ځکه ډېر دي، چې ایوډین کم استعمالوي. زما په نظر د ډاکټر صاحب د ملګري مفروضه حقیقت ته نږدې ده او زموږ په ګټه ده. ښه ده چې موږ د خپلو ستونزو پر ساینسي علتونو هم وپوهیږو او د حل اسانې لارې یې راپیدا کړو.

د روغتیا د نړیوال سازمان له مخې: « روغتیا د فزیکي، اروایي او ټولنیز حالت سموالي ته وایي. یوازې د ناروغیو او معیبوبیت نشتوالی روغتیا نده».

ددې تعریف پر اساس زموږ په ټولنه کې روغ او سالم کس ندرتاً پیدا کیږي. زموږ د وطن یوه لویه برخه په فزیکي ناروغیو اخته ده او چې ناروغ یا معیوب ندي، ټولنیز حالت خو یې سل په سله خراب دی. د روغتیا د دوو لومړنیو شرطونو ( فزیکي او اروایي سموالي) د پر ځای کیدو لپاره ډاکټر صاحب ابراهیم شینواري پخپل کتاب کې ګڼې مشورې ورکړیدي. د فزیکي روغتیا لپاره د کتاب لومړنۍ برخه کفایت کوي. د اروایي روغتیا په برخه کې ډاکټر صاحب پر دیني ارزښتونو، ټولنیزو اړیکو او خپلو پراخو تجربو اتکا کړیده. په قرآن کې لولو، چې: «زړونه د خدای په یاد اطمینان مومي».

ډاکټر صاحب د همدې قرآني توصیې په رڼا کې د ښه او خوشحاله ژوند لپاره ډېرې دیني لارې چارې ښودلې دي. د انسان پر اروا یې د جرمونو لکه غلا، مخدراتو، الکولو، درواغو، قمار او نورو بدو سلوکونو اغیزې څیړلې او له هغوی څخه د خلاصون لارې چارې او ګټې یې هم بیان کړیدي. ډاکټر صاحب په کار او ژوند کې د بریالیتوب رازونه راسره شریک کړیدي او د یوې ښې کورنۍ د جوړیدو زبردستې عملي لارې یې په ګوته کړې دي. د معاصر ژوند یوه لویه مسله له ټکنالوژۍ سره د انسان روږدتیا ده. ټکنالوژۍ خلک مصروف کړي، خوب یې کم کړی، او ګڼې حادثې لکه ټکرونه، برق نیونې او نورې یې زیاتې کړیدي. ننی انسان د ننۍ فعالې ټکنالوژۍ د لوی دریاب په منځ کې لکه یو وړوکی کب آخوا دېخوا سرګردان ګرځي.

ډاکټر صاحب شینواری راته وایي، چې له ننۍ نړۍ سره څنګه چلند وکړو، چې هم ترې ګټه واخلو او هم یې له خطرونو څخه وژغورل شو. پردې کتاب چې سړی هر څومره ډېر خبرې وکړي کیدای شي، خو تر ټولو ښه خبره پرې دا ده، چې پخپله کتاب ولوستل شي. زه د ډاکټر صاحب شینواري د یوه کشر او نابلده هم مسلکي په توګه اعتراف کوم، چې د طبي ادبیاتو په برخه کې په افغانستان کې او بیا په پښتو کې تر اوسه دومره ګټور کتاب ندی لیکل شوی. دا د کورني طبابت تر ټولو په زړه پورې کتاب دی، چې که توصیې یې ګام په ګام عملي شي، نو زه باور لرم، چې د ډېرو ډاکټر ډوله قصابانو کتنځایونو ته به کولپونه ورولویږي. د کتاب ځینې ځانګړنې یو ځل بیا د لوستو دي:

یو؛ لیکوال له هغو موضوعاتو سره تماس نیولی، چې که ټولنه پرې پوی شي، د روغتیایي ژوند تضمین یې کیدلای شي.
دوه؛ دا لومړی کتاب دی، چې د عامو خلکو د ګټې اخیستنې لپاره پیچلي طبي متون په دومره خوږه او ساده ژبه لیکل شویدي.

درې؛ د روغتیا دوه مهم فکټورونه، چې د فزیکي او اروایي حالت سموالی دی پدې کتاب کې په بشپړه توګه تشریح شویدي او د عملي کیدو ډېرې اسانې لارې چارې یې هم ښودل شویدي. د روغتیا لپاره درېیم شرط، چې د ټولنیز حالت بهبودي ده د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د دولتونو دنده ده. هیله ده، چې پر دې درېیم فکټور اړوند ارګانونه غور وکړي.
څلور؛ په کتاب کې تر معیاري طبي متونو ورهاخوا له ګڼو کلاسیکو ټولنیزو، فرهنګي او دیني ارزښتونو څخه هم ګټه اخیستل شویده، چې زموږ ټولنیزه او اروایي روغتیا تضمینوي.

پنځه؛ لیکوال د اوسنۍ بريښنایي او تخنیکي نړۍ ښکلا او ګټې نه ردوي، هغسې لکه زموږ ځینې متحجر قلموال، خو له دې توندې او تیزې سیلۍ سره د تګ چل راښیي او د هغې له جانبي عوارضو څخه د خلاصو لارې هم.

شپږ؛ ټولې طبي او روغتیایي توصیې د فردي او ټولنیزې هوساینې لپاره شوې دي. لیکوال پیچلي موضوعات زموږ له ټولنیز ژوند سره داسې غاړه غړۍ کړیدي، چې بې سابقې دي.

ددې ټولو او لسګونو نورو مثبتو ځانګړنو په لرلو سره زه د ډاکټر صاحب د یوه هم مسلکي په توګه توصیه کوم، چې دا کتاب دې د هیوادوالو د هرې کورنۍ په تاخچه کې د لوستو لپاره ایښی وي. ماته د هیوادوالو د فزیکي او اروایي روغتیایي حالت د سمون لپاره تر دې کتاب غوره نسخه نه ښکاري. ددې کتاب لوستو ماته اسطوروي کیمیا او اکسیر رایاد کړل. خوشحال بابا رښتیا وایي، چې:

په جهان کې به یو، یو وي
چې هنر یې د کیمیا زده

د ډاکټر صاحب ابراهیم شینواري پر عمر او ګوتو دې برکت وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب