یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاد خندوونکو ګازو په وسیله د بدو خاطرو هېرول

د خندوونکو ګازو په وسیله د بدو خاطرو هېرول

تاند- بریتانیايي پوهان وايي، د نایتروجن ډي مونو اوکسایډ ګازو بویول یا تنفس کول له انسانه ترخې خاطرې هېرولی شي.

ډیلي مېل ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې په ګڼه کې د لندن کالج د څېړونکو په قول وویل چې که دا خندوونکی ګاز له کومې ناوړه او غمجنې پېښې وروسته تنفس کړای شي، بدې خاطرې ژر له ذهنه توږي.

دوی پر ۵۰ تنو رضاکارانو دا ګاز تجربه کړي دي.

څېړونکو په تجربه کې برخوالو ته ویلي چې لومړی په یوه فرانسوي فلم کې دوې خورا بوږنوونکې پېښې وویني. ویل شوي چې دا پېښې دومره ځيږې او بوږنوونکې وې چې ډېر خلک یې د لیدلو توان نه لري.

وروسته یې د دوی یو شمېر کسانو ته نایتروجن ډي مونو اوکسایډ ګاز ورکړي چې تنفس یې کړي. تجربې وښودله، کومو کسانو چې دا ګاز بوی کړي وو، بوږنوونکې پېښې یې ژر له ذهنه وتلي دي.

پوهان هیله لري چې دا تجربه به د هغو کسانو له تدواوۍ سره مرسته وکړي چې له بدو او نه هېرېدونکو پېښو وروسته په ژور خپګان او عصبي ناروغۍ اخته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب