جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+یوولسمه مرکه: احساساتي رژیم

یوولسمه مرکه: احساساتي رژیم

د روڼتیا په لور

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

مرکچي: سلامونه! «د روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلئ. ښه راغلاست، شیواني خورې!

شیواني: ډېره مننه، اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي! نن ورځ زموږ موضوع بیا هم د «خوشالي» په هکله ده. خورې، زه غواړم له تاسره له ورځپاڼو ځینې شیان شریک کړم. یوه ډېره په زړه پورې خبره مې مخې ته راغله. موږ د ارامتیا او خوشالي په هکله خبرې کولې او په دې ځای کې يې لیکلي چې «څه شی لومړی راځي؟ ارامتیا که خوشالي؟ که خوشاله نه اوسې، آیا ارامه اوسېدلی شي؟ د دې پوښتنو ځواب د خوشالۍ په تړاو ستاسو په لیدلوري پورې تعلق نیسي.» زه غواړم خورې، په دې اړه له تا پوښتنې وکړم. ورپسې زیاتوي، چې «او په دې پورې تړاو نیسي، چې تاسو خوشالي له بیروني فکتورونو ترلاسه کوئ او که له دننه څخه». یو بل شی هم! لیکلي يې دي، چې «وايي، چې په یوه کتاب کې لیکلي، چې زه په دې باور یم، چې ذهن د یوه چټک او باغي اس په څېر دی او اوړي او را اوړي او د کنټرول یوازینۍ لاره يې دا ده، چې په هغو فعالیتونو کې يې بوخت کړې، چې د ټولو انسانانو لپاره ګټور وي.» غواړې، بیا یې درته تکرار کړم؟

شیواني: ههه! نه پوهه شوم پرې.

مرکچي: په دغه ورځپاڼه کې دغه دوه هغه موضوعات دي، چې غواړم ته مې پرې پوه کړې.

شیواني: «کله چې ته ارامه اوسې، ته به خوشاله یې او دا په دې پورې تړاو لري، چې د خوشالۍ په اړه ستا لیدلوری څه دی، آیا خوشالي له بیرونه ترلاسه کوې او که له درونه؟» اصلاً دوه اعتقادي سیسټمونه دي: یو وايي، دروني خوشالي؛ بل وايي، بیروني خوشالي! په دې ځای کې باید تم شو او دغه دواړه سیسټمونه وارزوو. بیروني خوشالي څه شی ده؟

مرکچي: په بیروني خوشالي مو په څو مرکو کې خبرې وکړې…

شیواني: نو په اصل کې دا بیروني خوشالي نه ده، بلکې بیروني انګېزه ده، چې په کارونې سره يې زه خوشالي پنځوم. خوشالي کوم مادي شی نه دی.

مرکچي: ستا مې دغه ټکی ډېر خوښېږي، چې ته وايې، «زه خوشالي پنځوم.» هېڅ کله دا نه وايې، چې «ماته خوشالي راکوي.»

شیواني: هو، ځکه چې دا هغه اعتقادي سیسټم دی، چې له ډېرو تجربو وروسته مو بدل کړ او اوس په دې عقیده یو، چې خوشالي موږ پخپله پنځوو.

مرکچي: ما غوښتل، چې په دې ځای کې تا راګیره کړم. ههه. خو ومې ونه شو کړای، ځکه چې تا بیا هم هماغه خبره وکړه، چې «زه خوشالي پنځوم». ته په دې اړه ډېره زیاته یقیني او باوري یې. ههه.

شیواني: ته به هم ډېر ژر یقیني شې. یوازې د یوې اونۍ لپاره دغه سیسټم تجربه کړه. په هر هغه پړاو کې چې ته خوشاله يې، خفه یې یا ناراضه یې، یوه شېبه تم شه او له ځانه پوښتنه وکړه، چې دغه ټول څوک پنځوي؟

مرکچي: هممم!

شیواني: زه يې پنځوم. حالت هر څه کېدلی شي، انګېزه هر څه کېدلی شي، خو پنځوي يې څوک؟ زه يې پنځوم. او څومره چې له دې خبرې زموږ اګاهي زیاتېږي، هماغومره موږ پوهېږو، چې موږ ټول ژوند دا خبره کوله، چې زما د خوشالي یا خفګان مسؤل بل کس دی، حال دا چې مسؤل يې همېش زه پخپله وم او ما دا هر څه پنځول. همدا روڼتیا ده. همدا اګاهي باید ولرو، چې زه يې پنځوم. اوس زه یوازې په دې غور کوم، چې زه هغه څه څنګه بدلولی شم، چې زه يې پنځوم. دا زما پنځونه او تخلیق دی. نو پخوا ما ځان ډېر کمزوری احساساوه، ځکه چې ته زما د خوشالۍ مسؤل وې، ته زما د خفګان مسؤل وې، نو زه به درته په تمه وم، چې خیر دی، له ماسره سمې خبرې وکړه، تر څو زه د خوشالي احساس وکړم. او بیا ورسره به دا وېره هم راسره وه، چې آیا ته به تل له ما سره سمې خبرې وکړې او که نه؟ که سبا دې له ماسره سمې خبرې ونه کړي، نو زه به بېرته خپله خوشالي له لاسه ورکړم. په دې اساس، وینو، چې یو ډول وابسته یو. خو موږ چې په دې پوه شو، چې زه يې پنځوم، نو ژوند ډېر زیات یقیني کېږي او هېڅ بې ثباتي نه پاتې کېږي او د راتلونکي ټولې وېرې له منځه ځي، په دې چې هر څه زما په ذهن کې پېښېږي. نو حالات ښه هم کېدلی شي، بد هم کېدلی شي، خلک مثبت هم کېدلی شي، منفي هم کېدلی شي؛ خو کوم څه چې زه په خپل ذهن کې پنځوم، یو ځل چې زه په دې پوه اوسم، چې زه يې پنځوم، بیا نو هېڅ وېره نه پاتې کېږي. او باید یوازې په یوه نفر پام وساتم، چې هغه زه پخپله یم او دا کار ډېر اسانه دی. خو که زه د نورو خلکو غم کوم، بیا نو خبره یو څه وېروونکې شي. بله خبره چې تا ولوستله، دا وه، چې ذهن ډېر ژر اوړي او را اوړي او دا په دې معنا ده، چې ذهن زما په کنټرول کې نه دی. همداسې منډې وهي او زه يې لارې ته نه شم برابرولی.

مرکچي: د باغي اس غوندې دی…

شیواني: هو، د اس غوندې دی او که ته غواړې چې خپل ذهن تربیه کړې، نو یو داسې کار وکړه، چې نورو ته يې ګټه ورسېږي. اوس یوه پوښتنه راولاړېږي. ذهن زما په کنټرول کې نه دی او د اس غوندې دی. ذهن مې چې ډېر چټک وي، نو ښکاره ده، چې کیفیت به يې هم ښه نه وي. موږ چې ارامه اوسو، ذهن مو هم ډېر ورو وي. چې اندېښمن اوسو، ذهن مو ډېر زیات چټک وي. چې باثباته اوسو، سرعت یې ورو کېږي. چې وېره مو واخلي، سرعت يې ډېرېږي، په دې چې وېره په ډېره بیړه تولیدېږي او په یوه شېبه کې دې ذهن کې لسګونه پوښتنې را ولاړېږي: څنګه، ولې، چېرته، ښه بیا، بیا به څه کېږي؟ ذهن دې ډېر چټک سرعت لري. خو که ارامه اوسو، ذهن به مو ډېر ارامه وي. اوس چې زما ذهن چټک وي، دا په دې معنا ده، چې زما د انرژي کیفیت ښه نه دی. خو زه وایم، چې یو داسې کار باید وکړم، چې د نورو خیر او مهرباني پکې وي. په اصل کې خیر په کار کې نه وي؛ خیر لومړی په هغه انرژي کې وي، چې زه يې د هغه کار په جریان کې مقابل لوري ته ور استوم. دلته چې زه دا خبره کوم، چې ذهن د اس غوندې منډې وهي او که دې حالت کې یو داسې کار وکړو، چې د نورو خیر پکې وي او دغه کار به زموږ ذهن کنټرول کړي، نو دا خو مو بیا هماغه خبره وکړه، چې په بیرون کې یو څه وکړه، تر څو ستا په ارامتیا کې درسره مرسته وکړي.

مرکچي: خو په دواړو طریقو کې خبره یوه نه ده؟ مثلاً زما وضعیت ښه نه دی، سمدلاسه موسیقي راته لګوم، نڅا پیلوم، زما حالت ورسره بدلېږي.

شیواني: حالت نه بدلېږي، ستا ذهن د لنډ وخت لپاره منحرف کېږي.

مرکچي: خو دغه حالت نور دوام نه کوي، زما ټوله غوسه، خفګان ورسره له منځه ځي.

شیواني: خو که تا یو مشکل په خپل ذهن کې نه وي حل کړی، تر هغو پورې هېڅ شی هم له منځه نه ځي او دا ټول د ناحل شويو بلاکونو په څېر پاتې وي.

مرکچي: خو ته چې په بیرون کې موسیقي ولګوې، بیا د دغو ربړو حل کول درته اسانېږي او ذهن دې نور هغه پخوانی حالت نه لري او اوس ښه کار کوي. او په دې حالت کې ښه تصمیم نیولی شې یا لږ تر لږه یوه مسله ښه درک کولی شې او د تصمیم نیونې او درک ځواک دې ورسره لوړېږي.

شیواني: نو هر ځل چې یوه ستونزه وي…

مرکچي: نه، نه، ههه، زه دا نه وایم، چې هر ځل چې ستونزه وي، موږ به ګډېږو. زما هدف دا وو، چې حتی که په بیرون کې هم یو څه وکړو، زموږ په درون کې تغییر راځي او تر یو څه بریده ګټه کوي.

شیواني: له بیرون نه درون ته حل لاره په دې ګټه کوي، چې په مؤقت ډول کولی شې، خپل ذهن بلې خوا ته بوخت کړې. مثلاً له خلکو به دې اورېدلي وي، وايي، که غوسه درشي، اوبه وڅښه.

مرکچي: یا تر لسو پورې یو، دوه، درې ووایه…

شیواني: هو، تر لسو پورې حساب وکړه… خو آیا فکر کوې، چې د غوسې په شېبه کې به دا کار وکولی شې؟ موږ پوهېږو، چې زموږ غوسه غیر ارادي وي او ان کله چې د غوسې په حالت کې یو، په ځان هم نه پوهېږو. په دغه شېبه کې که ما دومره فکر کولی شوای، چې نور باید بس کړم او اوبه وڅښم، نو زه به اصلاً غوسه کېدم نه.

مرکچي: او دا به په دې معنا وه، چې ته په دغه حالت کې دومره له ځانه اګاه یې، چې ان پام دې دی، چې غوسه یم او باید اوبه وڅښم، تر څو غوسه مې ختمه شي، نو سړی چې دغه اګاهي ولري، بیا ولې غوسه شي؟

شیواني: اصلاً ولې وایو، چې اوبه وڅښه، یا حساب وکړه؟ یوازې د دې لپاره چې ته له خپلو فکرونو اګاه شې. خو که زه له خپلو فکرونو اګاه وای او خبر وای، چې زه غوسه یم او باید اوبه وڅښم، نو له اول سر نه به نه غوسه کېدم او هېڅ اړتیا نشته، چې اوبه وڅښم یا حساب وکړم.

مرکچي: ما هم همدا خبره کوله، چې که ته دومره اګاه اوسې، نو بیا خو شمېرې اصلاً مهمې نه دي، ځکه چې پخپله اګاه او په شعوري حالت کې يې.

شیواني: بالکل! نو دا ټول هغه واړه، واړه ابزار دي، چې موږ ته راکول شوي، تر څو موږ د غوسې په جریان کې یوه دمه واخلو، یوه وقفه وکړو او په خپل ذهن کار وکړو. هغسې چې تا وویل، که زه نڅا وکړم، نو زما ذهن به لږ تر لږه یو داسې حالت خپل کړي، چې ادراک به مې ورسره ښه شي. نو تا خپل ذهن ته یوه وړه وقفه ورکړه.

مرکچي: همممم!

شیواني: مثلاً زه د یو شي له امله خفه یم، خو د دې په ځای چې له تاسره مخ شم، یوه لنډه وقفه اخلم. زما دغه وړه وقفه د څه شي لپاره ده؟ د دې لپاره ده، چې په دې شېبه کې له تاسره مخ نه شم او په دې ډول مې خپل عکس العمل ځنډوم. خبره دا ده، چې زما دروني عکس العمل په ذهن کې روان دی، خو زه یوازې خپل بیروني عکس العمل ځنډوم. په دې معنا چې، لومړی دغه مسئله په درون کې حلوم او بیا دا تصمیم نیسم، چې اوس باید څه ډول غبرګون وښیم. د عکس العمل (reaction) او غبرګون (response) ترمنځ توپیر دا دی، چې عکس العمل اتومات ترسره کېږي، زما په کنټرول کې نه وي. غبرګون دا دی، چې لومړی فکر کوم، په ټوله مسئله ځان پوهوم، له هغه وروسته عمل ترسره کوم. همدا وجه ده، چې موږ د یادو لنډو، لنډو وقفو توصیه کوو. خو ځینې وختونه یا حتی ډېری وختونه، زموږ عکس العمل دومره چټک وي، چې اصلاً موږ ته وخت نه پاتې کېږي. او دا په دې معنا ده، چې ذهن چټک سرعت لري، نو ته خپل عکس العمل وځنډوه، تر څو ذهن دې ورو شي، او اوس هغه حالت ته له یوه بل او بېل لیدلوري وګوره، ممکن یو بل ډول غبرګون وښودلی شې. زموږ پورتنۍ توصیې د همدې لپاره دي، چې په یوه صحنه کې خپل عکس العمل وځنډوو او مؤجه غبرګون وښیو. خو اوس د روحانیت د درسونو په مټ چې موږ څه کوو، هغه دا دي، چې د ذهن سرعت ورو کړو، خو د تل لپاره!

مرکچي: د تل لپاره؟!

شیواني: هو، هره ثانیه، هره دقیقه، هر ساعت او هره ورځ… زموږ ذهن باید نورمال سرعت ولري او اصلاً باید تېز نه شي.

مرکچي: یانې خبره بېرته له خپلو فکرونو اګاهي ته راغله؟

شیواني: هو. په دې چې کله ته اګاه اوسې، نو د ذهن سرعت دې خورا ورو وي. دا داسې مثال لري، لکه یو ماشوم. ماشوم په خونه کې لوبې کوي، ته ماشوم ته پام نه کوې، نو ماشوم چې هر څه غواړي، کوي يې. توکي غورځوي، ماتوي يې، لوبې ورسره کوي. خو اوس په یوه کونج کې ودرېږه او ماشوم ته متوجه شه. په خوله هېڅ هم مه وایه، یوازې ورته ګوره. ماشوم به له شوخي له یوې مخې لاس واخلي.

مرکچي: خو ما دغه ماشوم (ذهن) ته دومره ډېر کتلي، خو دی بیا هم ارومرو ځان ته د تېښتې لاره پیدا کوي.

شیواني: همدا سفر دی. دغه کار په یوه ورځ کې نه شي کېدلی. یو سفر دی. یوه مهمه پوښتنه دا ده، چې آیا دغه کار اسانه دی؟ کولی یې شې؟

مرکچي: هو.

شیواني: بس خلاص! همدومره بسنه کوي. که زما ماشوم له تېرو څو کلونو دسپلن نه وي لیدلی…

مرکچي: خو زما ذهن دغه ډول دسپلن نه خوښوي.

شیواني: د ماشوم هم نه خوښېږي، چې څوک دې يې مخه ونیسي او دسپلن دې يې کړي.

مرکچي: ههههه!

شیواني: په دې چې ماشوم له منډو سره عادت دی، چېرته یې چې زړه غواړي، منډې وهي، هر څه يې چې په زړه برابر وي، هغه کوي. خو یو ناڅاپه موږ ورته وایو، چې له نن نه وروسته ستا مسؤلیت زما په لاس کې دی، ستا کنټرول له ما سره دی. له نن نه وروسته به ته هماغه څه کوې، چې زه يې درته وایم.

مرکچي: اوه! نو سبا ته مو ټولګي ته زیږ استاذ را روان دی، او د هیچا هم نه خوښېږي…

شیواني: ههه! بالکل همداسې! خو په تدریجي ډول ذهن له دغه ډول طرزِ فکر سره ارامه کېږي، په دې چې نور به هوسا وي. دمګړۍ ان زموږ ذهن هم ستړی دی، ځکه چې ذهن مو په ډېر لوړ سرعت منډې وهي، نور بیخي ستومانه دی.

مرکچي: فکر کوې، چې زموږ ذهن ارامتیا غواړي؟

شیواني: موږ ارامتیا نه غواړو؟!!

مرکچي: ذهن هم؟

شیواني: ذهن، زه یم. ههه. زه ارامتیا غواړم، یانې زما ذهن ارامتیا غواړي. زما ذهن، زه یم.

مرکچي: یوه کیلي يې نشته، خورې! چې تاو يې کړې، لکه موټر او خاموشه شي.

شیواني: ذهن خو ان هغه وخت هم نه شو ګل کولی، چې د شپې ښه په درانه خوب ویده یو. ورځ خو بیخي ایسته کېږده. موږ باید په دې ځان پوه کړو، چې ذهن ولې په دې ډول کار کوي؟ زموږ په ذهن یو شمېر اغېزې عمل کوي. موږ د مثبت فکر په اړه اورېدلي دي. ان په دې خپرونه کې مو هم د مثبت فکر په اړه خبرې کړې دي. خو لا هم منفي او عبث فکرونه ډېر په طبیعي ډول زموږ ذهنونو ته لاره کوي. هغه کوم فکتورونه دي، چې زموږ د فکرونو کیفیت اغېزمنوي؟ درې فکتورونه دي. هرکله او په هر ډول وضعیت کې چې زه هر فکر پنځوم، درې فکتورونه پرې اغېز ښندي. لومړی د ماضي تجربې؛ مثلاً که زه پخوا له تا سره مخ شوی اوسم، له تاسره مې پخوا کاروبار کړی وي، نو زه له تاسره یوه تېره تجربه لرم او هر ځل چې ستا په اړه فکر کوم، زما د فکرونو کیفیت به د هغو تېرو تجربو په اساس ټاکلی کېږي. که تجربه مثبته وه، مثبت فکرونه؛ که مثبته نه وه، نو فکرونه به هم مثبت نه وي. د ماضي تجربې زما د فکر په کیفیت باندې تر ټولو غالب فکتور دی.

دوهم فکتور معلومات دي؛ هر هغه څه چې زه يې د خپلو حسي غړو له لارې ترلاسه کوم، مطالعه کوم، مشاهده کوم او ان هغه خواړه چې خورم؛ او هر هغه څه چې زما درون ته ځي، زما په ذهن اغېزه لري.

مرکچي: ان هغه هم چې پخوا مې لوستلي، پخوا مې لیدلي…؟

شیواني: هر څه؛ هر هغه څه چې دننه ځي، خپله اغېزه شیندي. دا د خوړو په څېر ده، هر څه چې زه خورم، زما د فزیکي بدن د انرژي کیفیت تعینوي.

مرکچي: ستا موخه ټول حسي غړي دي، سترګې، غوږونه، ذایقه…

شیواني: بالکل! هر څه؛ له همدې خو وايي، که غواړې د چا ذهن کنټرول کړې، حسي غړي يې ښکېل کړه. همدا کار رسنۍ نن ورځ کوي، زموږ ټول غړي يې ورسره ښکېل کړي دي.

مرکچي: همدا کار موږ په فلمونو کې هم کوو، سندرو کې، ویډیوګانو کې… [مرکچي، سوریش اوبروی دی، د ویوېک اوبروی پلار چې د هندي سېنما یو وتلی ستوری دی. ژ]

شیواني: بالکل! همدا هغه څه دي، چې ذهن په خپله ولکه کې اخلي. فقط ټول حسي غړي ښکېل کړه، ذهن دې په بشپړ ډول په لاس کې دی. نو معلومات ډېر زیات مهم رول لوبوي. سهار، سهار په لومړنیو شېبو کې زموږ ذهن خورا ډېر صفا وي: شپږ ساعته مو په خوب کې ارام کړی وي، ذهن صفا وي، د تېرې ورځې فکرونه لرې شوي وي، تازه، د تخلیق او جذب لپاره بالکل اماده وي. خو نن ورځ په سهار کې لومړنی شی چې موږ را لولو، ورځپاڼه ده. اوس خو ان ورځپاڼې هم نه را ګورو، د خبرونو چېنلونه ګورو؛ نو یوازې په چاپي بڼه نه، بلکې په انځوریزه او عیني بڼه يې هم وینو.

مرکچي: صوتي او صوري …. دواړه!

شیواني: نو اغېزه به يې څه وي؟! او په دې ورځپاڼو او چېنلونو کې څه شی مومو؟ یوازې د ترهګرۍ، تاوتریخوالي، طبیعي افاتو په اړه لولو، وینو، اورو او ګورو يې.

مرکچي: او د دې ټولو خبرونو په جریان کې سهارنۍ هم خورو…!

شیواني: نو تازه ذهن، یوه صفا پاڼه، چې اماده ده، نوي معلومات جذب کړي. خو موږ څه شی ور تغذیه کړل؟ ترهګري، تاوتریخوالی، د هېوادونو ترمنځ دښمني…. او دا ټول زموږ ذهن ته جذبېږي. یا دا چې، «په پلاني ځای کې پلار له خپلې لور سره داسې وکړل، زوی له خپلې مور سره داسې وکړل، په نړۍ کې دا او دا روان دي، یو ځوان په موټرسایکل روان وو، موټر بس وواهه، ځای په ځای مړ شو.» دغه ټول ولوله، ولوله او ولوله؛ او په پای کې مو ذهن له دې موادو ډک شي او د ذهن په صفا پاڼه مو دغه ډول معلومات وکښل شي. څه ډول چې معلومات وي، هماغه ډول به فکرونه هم پنځېږي. معلومات خواړه دي، فکرونه انرژي ده. جنک (بازاري) خواړه چې وخورې، انرژي به يې څه وي؟

مرکچي: جنک انرژي! نو معلومات خواړه دي، چې موږ يې د خپلو غوږونو، سترګو او نورو حواسو له لارې اخلو.

شیواني: هو، همداسې لکه خواړه چې خورو. موږ چې کوم خواړه خورو، هماغه زموږ په انرژي بدلېږي. زه دغه ټوله پروسه نه وینم، چې خواړه چېرته لاړل، له غټو کولمو تېر شول، وړو کولمو ته ورسېدل، اوس د هاضمې په سیستم کې دي، زه له دې یوه شي هم نه یم خبر. زه یوازې هغو خوړو ته توجه کوم، چې زه يې خورم. که مې ښه خواړه خوړلي وي، له فزیکي پلوه به روغ یم. خو که مې ښه خواړه نه وي خوړلي، د فزیکي روغتیا دفاعي سیسټم به مې له کاره لوېږي.

مرکچي: نو دا په دې معنا چې هر څه چې د رسنیو، ټلویزون، یا شاوخوا ماحول څخه را اخلو او خورو یې، زموږ فکرونه په همدې پورې تعلق نیسي؟

شیواني: اصلاً زموږ د فکرونو کیفیت ورپورې غوټه دی. منفي معلومات به منفي فکرونه تولیدوي او دا یقیني خبره ده، په دې چې دا هغه خام خواړه دي، چې ما خوړلي دي. موږ په تېرو مرکو کې په هغه ټول بهیر خبرې کړې دي، چې فکرونه زموږ برخلیک جوړوي. خو پخپله فکرونه له څه شي جوړېږي؟ له همدې خامو خوړو او معلوماتو څخه جوړېږي. که زه غواړم، د خپلو فکرونو مسؤلیت واخلم او غواړم  د خپلو فکرونو کیفیت بدل کړم، باید د هغو خامو موادو کیفیت ور بدل کړم، چې زما درون ته روان دي. او دغه خام مواد همدا معلومات او خبرونه دي. د سهار لومړنی نیم ساعت، یو ساعت، دوه ساعتونه، په دې وختونو کې د ذهن د جذب قوه خورا ډېره وي.

مرکچي: هماغسې چې فزیکي وږی یې، له تېرو دوولسو او څوارلسو ساعتونو دې څه نه وي خوړلي او سهار وختي ناشته کوې؟

شیواني: هو، سهارنۍ ډېره مهمه ده. خو اوسمهال د سهار لومړني یو، دوه ساعتونه تر ډېره د رسنیو قرباني کېږي او یوازې هغه څه پکې اورو، لولو او وینو چې منفي دي. موږ چې کله وایو، مثبت فکر وکړئ. پوښتنه دا ده، چې څنګه او له کومه ځایه یې وکړو؟ څنګه به مثبت فکرونه کوو؟ مثلاً د شپې له خوا مې چې زوی تر ناوخته کور ته نه وي راغلی، موبایل يې هم کار نه کوي، یا بند وي. نو موږ وایو، چې «طبیعي ده، چې دا فکر به کوو، چې کومه پېښه به يې کړې وي.» خو ولې يې باید پېښه کړې وي؟ زه باید له ځانه دا پوښتنه وکړم او ولې دغه ډول فکرونه پنځوم؟

مرکچي: او دا څه ډول انرژي ده، چې زه يې په نړۍ کې خپروم؟

شیواني: فرض کړه، چې زوی دې نیم ساعت یا یو ساعت دباندې تم شوی، هېڅ اړیکه دې نه سیخېږي او درک يې نه شې لګولی، نو په دې وخت کې به دې فکرونه څومره مثبت وي؟ او یا دې ته ورته په بل هر ډول حالت کې؟ او بیا وایو، چې «ولې طبیعي نه ده، چې دغه ډول فکر وکړو؟ زه څنګه کولی شم، چې ارامه کېنم او ووایم، چې هر څه به ښه شي.» رښتیا ده، دا طبیعي ده، چې دغه ډول فکر به کوم، ځکه چې ما همدا خواړه خوړلي دي. ما چې کوم معلومات ذهن ته سپارلي وي، اوس به هماغه سر را پورته کوي.

مرکچي: خو دوی ولې دا فکر نه شي کولی، چې زوی به مې له کوم ملګري سره مخ شوی وي، یا به د فلم لیدو ته تللی وي،  یا به له کوم چا سره ډوډۍ ته تاو شوی وي؟

شیواني: کله چې یو څوک ناوخته کېږي، نو څو ځله کولی شو، چې فکر وکړو، چې یوه ښه پېښه به ور شوې وي؟ همدا پوښتنه ده!! منفي فکر په اسانه زموږ ذهن ته لاره کوي، په دې چې همدا هغه خواړه دي، چې ما خوړلي او تل يې خورم. ان که دغه ساده تمرین هم پیل کړو، چې سهار وختي ورځپاڼې ونه لولو یا ټلویزون ونه ګورو، چې یو ساده تمرین دی، یو لوی بدلون راوستلی شي. په دې ترتیب، لومړی باید د ځان ساتنه وکړو. په سهار کې خپل ځان باید له دومره…

مرکچي: له دومره جنک خوړو ډک نه کړو؟!

شیواني: یوازې جنک نه وي، بلکې زهرجن هم وي.

مرکچي: زهرجن؟

شیواني: هو. زهرجن دي.

مرکچي: نو بیا خو حالات نه شو ملامتولی، په دې چې زه پخپله روغ نه یم.

شیواني: ګوره، حالات یوه انګېزه ده، یو محرک ده، خو کوم معلومات چې زما په ذهن کې ذخیره دي. دغه محرک راځي او زما په ذهن کې زېرمه شوي معلومات تحریکوي او زما فکرونو ته یو کیفیت ورکوي.

مرکچي: خو که له دې لږ ور اخوا لاړ شو، لومړی ته منفي یا غلط معلومات اخلې، ورپسې منفي فکرونه کوې، چې «اوه، زوی به مې ټکر کړی وي. زوی مې بانک ته تللی وو، ولې دومره ناوخته شو، خدای دې وکړي، چې غلو ترې پیسې نه وي وړې، سمه ده، پیسې دې یې هم وړې وي، خدای دې وکړي، چې دی روغ پرېږدي، دی ونه وژني.» خو کله دې چې زوی کور ته را رسېږي، ناڅاپه په زوی ورغوځار شې، چې ولې ناوخته شوې، څه شوي وو، پوهېږې، چې زه دې څومره په اندېښنه کې اچولی وم، پرېشانه وم، پولیسو ته ورغلم، د تره کور ته ورغلم، خپل ټول همکاران مې تاپسې اچولي وو…!

شیواني: د زوی د را رسېدو په شېبه کې ولې غورځارېږې؟ په دې چې په هغه یوه ساعت انتظار کې ته په دې فکر وې، چې زما د اوسنیو منفي فکرونو ټول مسؤلیت زما زوی لري او اوس چې زوی دې یا هغه محرک را ورسېده،  چې موږ فکر کاوه، د دې ټول تشویش، فکرونو او اندېښنو مسؤل هماغه وو، د هماغه له لاسه مو دا هر څه ایجاد کړي وو، نو سمدلاسه غوټه پرې کوو. نو په دې یو ساعت انتظار کې موږ څومره زهرجنه انرژي تولید کړې ده؟ څومره مې خپل ځان ته زیان رسولی، همدا اهتزازات مې مقابل لوري ته هم ور استولي او په دغه یوه ساعت کې مې خپل شاوخوا کسانو ته هم ور انتقال کړي. او بیا وایو، چې ولې طبیعي نه ده؟ نه، نه ده. دا یو هم طبیعي نه ده. طبیعي دا ده، چې هغه لا نه دی را رسېدلی، زما ورسره اړیکه نه سیخېږي. په دې اساس حالت زما په کنټرول کې نه دی. راځئ، سمدلاسه وګورو، چې څه شی زما په کنټرول کې دي او څه شی نه دي؟ که حالت زما په کنټرول وي، نو مسؤلیت ته یې اوږې ورکوم. خو که حالت زما په کنټرول کې نه وي، نو په دې وخت کې یوازې یو شی زما په کنټرول کې دی، زما خپل ذهن!

مرکچي: خو په دې کې دومره لویه خبره چېرته ده؟ زوی مې ناوخته شو، نو ناوخته شو. ولې دغه ډول فکر نه کوو؟

شیواني: اصل کې خو دا یوه وړه پېښه ده، خو همدا معادله د لویو پېښو لپاره هم صدق کوي. یو بل شي ته دې هم پام وي، چې په همدې وړه پېښه کې هم دغه فکر نه پیدا کېږي، په دې چې ما د همدې کیفیت خواړه خوړلي دي. زما تېرې تجربې د همدې کیفیت وې. دغه ټولې پېښې مې د سرک په لیدلي دي، د ترافیکي پېښو په اړه مې اورېدلي دي، د خلکو د ټکرونو په مې اورېدلي دي، اورېدلي مې دي، چې له پلاني او پلاني سره داسې او داسې وشول. او بیا مې نن سهار هم ولوستل او هر سهار همدغه خبرونه لولم، نو دغه ټول زما په ذهن کې موجود دي. ښاا، په دغه ډول یوه شېبه کې دې یو مختلف محرک راشي او یو مختلف فکر دې وپنځوم؟ هېڅ امکان نه لري.

مرکچي: خو دا راته ووایه، چې ولې د منفي فکر یا دغه ډول سیناریو پنځول اسانه دي؟

شیواني: اسانه نه ده، بلکې څه شی مې چې خپل ذهن کې ځای په ځای کړي، هماغه بېرته جوش کوي او دباندې راوځي.

مرکچي: خو ګوره، د مثبتو فکرونو لپاره باید ورکشاپ ته لاړ شم، د «روڼتیا په لور» خپرونه باید وګورم، نو وینو، چې خلک باید ډېره خواري وکړي، تر څو هغه منفي فکرونه له خپل ذهن نه صفا کړي.

شیواني: نه، هېڅ اړتیا نشته. یوازې باید خپل ذهن له مختلف ډوله معلوماتو څخه ډک کړي. ډېری داسې خلک شته، چې دغه برنامه له تېرو څو کلونو راهیسې ګوري او هره ورځ يې ګوري. دغه برنامه هره ورځ د سوچه، قوي او ځواکمنو معلوماتو یو ډوز (خوراک) دی. دوی یوازې دغه خپرونه اوري، درون ته يې لېږي او خپل ذهن پرې ډکوي. دوی له عملي پلوه نور هېڅ هم نه کوي، یوازې دغه خپرونه ګوري او هر څوک چې دغه خپرونه ګوري، هغوی یوازې خپل ذهن له سپېڅلو او ځواکمنو معلوماتو ډکوي.

مرکچي: له سوچه، طبیعي او پیاوړو خوړو څخه…

شیواني: بس همدومره! او له همدې امله يې فکرونه ورسره بدلېږي. دغه کار همدومره اسانه دی. کله چې زه د خپلو معلوماتو کیفیت ور بدل کړم، زما فکرونه بدلېږي، زما د غبرګون طرز ورسره بدلېږي او زما برخلیک بدلېږي. او دغه کار پخپله زه کوم، کوم بل څوک یې زما لپاره نه کوي. خو هره ورځ چې منفي معلومات اخلم، دا کار هم پخپله زه کوم. زه د انتخاب واک لرم. مثلاً خلک وايي، چې څه وکړو، همدا ورځپاڼه په سهار کې تر ټولو ړومبی را رسېږي؟ خو زه باید پوه اوسم، چې زه د انتخاب حق لرم، چې دغه ورځپاڼه په کوم وخت کې ولولم. کولی شم، ویې ځنډوم. راځئ، نن ورځ همدا یو قانون له ځانه سره یوسو، چې ورځپاڼه یا خبرونه به په سهار کې نه ګورو. وبه وینئ، چې یو لوی بدلون به راشي. ورځپاڼه او ټلویزون وځنډوئ او د ورځې په بله برخه کې يې ولولئ او وګورئ. او په ځای یې کوم سوچه او ځواکمن شی ولولئ. یو اسانه ګام! خپل سهارنی رژیم مو بدل کړئ، د خپل ذهن لپاره!

مرکچي:ذهني رژیم!

شیواني: هو، ذهني رژیم! ههه. هر څه به ورسره بدل شي. دغه کار سهار له پاڅېدو وروسته او همدغه کار بیا د شپې تر خوب له مخه! ښااا، موږ له ویده کېدو مخکې څه شی تغذیه کوو؟ نن ورځ ټلویزوني ډرامې، وحشتناک سریالونه، فیکشن، فلمونه او داسې نور ګورو.

مرکچي: او دوی دغه وحشتناک او خوفناک فلمونه ولې د شپې ناوخته ږدي؟

شیواني: ډېر زیات زیان رسوونکي دي! ماشومانو ته يې هم ډېر زیات زیان رسېږي.

مرکچي: نه، مثلاً دوی يې په دې نیت ناوخته خپروي، چې یوازې لویان یې وګوري، ته وا، لویان خو يې لیدلی شي.

شیواني: خبره دا نه ده، چې لویان يې لیدلی نه شي، موږ ټول يې لیدلی شو، خو یو ځل یې چې زه وګورم، نو دا زما په ذهن کې د معلوماتو تر ټولو وروستی پوړ دی او د خوب په جریان کې به همدا زما د فکرونو کیفیت جوړوي. په سهار کې د معلوماتو لومړنی پوړ زما په ټوله ورځ اغېزه کوي او له ویده کېدو مخکې وروستي معلومات، زما د شپنیو فکرونو په کیفیت اغېزه کوي.

مرکچي: شیوانې خورې، یو کار کولی شو؟ موږ له ډېره وخته مراقبه کوو، ولې همدا اوس د ماښام لپاره لنډه مراقبه نه راښيې، یانې مخکې له دې چې خوب ته ځو.

شیواني: خو یو ځل چې موږ ټلویزون ولیده، تر هغه وروسته باید لس دقیقې یو څه سوچه او ځواکمن هم ولولو.

مرکچي: سمه ده، دا به هم د مراقبې برخه وګرځوو.

شیواني: نه، دغه سوچه او ځواکمن مواد باید ولولم او خپل ذهن له دې سوچه معلوماتو ډک کړم او ذهن ته یې باید وسپارم. په دې چې یوازې کېنم او مثبت فکرونه ایجاد کړم، ګټه نه کوي، ځکه چې شېبه مخکې مې له تاوتریخوالي ډکه محتوا لیدلې ده.

مرکچي: یانې یو څه روحاني باید ولولو؟

شیواني: هو، هر شی چې زه د ځان لپاره انتخابوم. اورم يې، لولم يې، ګورم يې؛ هر څه چې وي. زه باید د معلوماتو هغه وروستی پوړ ور بدل کړم. یو ځل مې چې دغه روحاني مواد ولوستل، بیا ارامه کېنم او مراقبه کوم. خو که زه یو خشن فلم وګورم او بیا وایم، چې اوس به لږ مراقبه وکړم، دا نو ګټه نه کوي.

مرکچي: نو لومړی لس یا پنځلس دقیقې باید یو څه مطالعه وکړې یا یې وګورې.

شیواني: او ټول هغه څه چې د ورځې په جریان کې شوي وي، هغه باید له ذهنه وباسم. له ناحل شویو مسایلو سره به خوب نه کوم. په خپله ټوله ورځ نظر تېروم، له ګڼو حالاتو سره مخ شوی یم او داسې وختونه به هم وو، چې ما به سم غبرګون نه وي ښودلی. ځینې خلک خپل یاداښتونه لیکي، خو ستونزه دا ده، چې موږ یوازې حالات پکې لیکو، مثلاً پلاني دا خبره راته وکړه، پلاني داسې راسره وکړل… خو دا هېڅ ګټه نه لري، یوازې د وخت او انرژي ضایعه ده. یوه پېښه وشوه، مهمه نه ده. ما داسې او هغسې غبرګون وښوده، دا مهم دی. بله دا چې یو بل انتخاب هم وو او یو بل ډول غبرګون مې هم ښودلی شوی.

مرکچي: یانې دا به پکې لیکو، چې ما یو ډول غبرګون وښوده خو یو بل انتخاب هم وو، نو بل ځل چې دغسې پېښه کېږي، زه به خپله هڅه کوم او هغسې غبرګون به ښیم او د اندېښنې او پریشاني خبره نشته. سټریس ته ضرورت نشته. پېښه شوې ده، خبره تېره شوې، بل ځل به خپله ټوله هڅه کوم. یانې ځان سره باید لږ خوږ او مینه ناک چلند وکړم؟ ههه؟

شیواني: دقیقاً! مراقبه به وکړو. تر ویده کېدو له مخه، د خپل بدن غړي سستوو:

«په خپله ورځ نظر را تېروم. یو بشپړ فلم تېر شوی دی. په یوې صحنې پسې بله صحنه. شاوخوا ګڼ ممثلین موجود وو، چې د خپل سکرپټ سره سمه اداکاري یې کوله. زه په حالاتو کې ځان نه ور ښکېلوم، بلکې له حالاتو څخه د یوه ناوابسته مشاهده کوونکي په څېر، یوازې خپل ځان ته ګورم، چې خپل رول لوبوي. یوازې په خپل کار فوکس کوم. په صحنه کې نورو اداکارانو ته توجه نه کوم، قضاوت نه کوم، تبصرې ورباندې نه کوم. زه یوازې خپل ځان ته ګورم. په هره صحنه کې په خپل غبرګون او خپل سکرپټ نظر ساتم! اوس د نندارچي په توګه د یوه ناوابسته مشاهد په څېر له ځانه پوښتنه کوم، آیا کوم داسې ځای یا صحنه وه، چې ما پکې مختلف چلند کولی شوی؟ آیا انتخاب راسره وو، چې خپل سکرپټ په بل ډول ولیکم؟ دغه صحنه د خپل ذهن په پرده یو ځل بیا را تېروم. هماغه صحنه په ذهن انځوروم، خو دا ځل زه مختلف یم، له یوه مختلف سکرپټ سره. خپل ځان له نوي سره پروګرام کوم او خپل ځان چمتو کوم، د راتلونکې ورځې لپاره، د یوه مثبت او ځواکمن غبرګون لپاره!» اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي!

پای

لسمه مرکه: برخلیک مو پخپله ډیزاین کړئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب