یکشنبه, مې 19, 2024
Home+لسمه مرکه: برخلیک مو پخپله ډیزاین کړئ!

لسمه مرکه: برخلیک مو پخپله ډیزاین کړئ!

د روڼتیا په لور

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

مرکچي: سلامونه! «د روڼتیا په لور» خپرونې ته مو هرکلی کوم. ښه راغلاست، شیواني خورې!

شیواني: ډېره مننه! اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي! که مو تېره مرکه یاده وي، موږ په دې خبرې کړې وې، چې ژوند زموږ د فکرونه پایله او ثمره ده. همدغه خبره غځوو. زما پوښتنه دا ده، چې تا د نجومیانو او هغو کسانو یادونه وکړه، چې زموږ د ژوند په هکله پېش بیني کولی شي او ګوتمۍ یا بل څه درکوي. دغه ګوتمۍ د خپلو فکرونو لپاره د انګېزې په توګه کاروې او همدا فکرونه ستا په ژوند بدلېږي. همداسې ده؟ څنګه دې خوښه ده، چې له همدې ځایه دوام ورکړې.

شیواني: موږ باید په سم لیدلوري ځان پوه کړو. ستورپېژندنه، نجوم شناسي یا بله هره څانګه، چې موږ ته د ژوند کولو په برخه کې لارښوونه کوي، یا زموږ د راتلونکي په تړاو وړاندوینې کوي، ټول علوم دي او په ساینسي بنیاد ولاړ دي. هر هغه څوک چې پېش بیني کوي، هغه شخص دغه پوهه د یو څه مودې لپاره لوستې او تبحر يې پکې موندلی دی. د دې مثال د ډاکټر په څېر دی. ډاکټر د انسان بدن مطالعه کړی دی. او اوس چې کله ډاکټر زما بدن معاینه کوي، کولی شي، چې یوه پېش بیني وکړي. د مثال په توګه زه یوه ډاکټر ته د وینې له ځینو معایناتو سره ورځم او ډاکټر مې بدن معاینه کوي او راته وايي، چې د دې احتمال شته، چې په راتلونکو وختونو کې د وینې شکر پیدا کړې.

مرکچي: همممم!

شیواني: دا یوه پېش بیني ده. دغه پېش بیني زما د جینیتکي فکتورونو په اساس او په دې اساس چې دمګړۍ زما د بدن حالت څه ډول دی، نیول شوې ده. نو د وړاندوینې لپاره زما اوس مهال په پام کې نیول کېږي او…

مرکچي: یعنې ستا د وینې ټېسټونه…؟

شیواني: هو. نو اوسمهال ته په کتو، ځینو هغو فکتورونو ته په کتو چې زما فزیکي روغتیا اغېزمنوي او همدا رنګه زما د ژوند طرز ته په کتو، ډاکټر یو احتمال او احتمالي پېش بیني کوي او وايي، چې د دې احتمال شته، چې په راتلونکي یوه کال کې شکر درته پیدا شي.

مرکچي: هممم!

شیواني: زه دغه معلومات ترلاسه کوم او بېرته کور ته را ستنېږم. د دغو معلوماتو په مقابل کې زه دوه ډوله غبرګونونه ښودلی شم: یو دا چې، ځان سره فکر کوم، چې «ارومرو به شکر راته پیدا کېږي. ارومرو به دغه خبره رښتیا کېږي، په دې چې زما مور یې هم لري، زما نیا هم درلوده، زما غورنیکه یې هم لري. په دې سربېره، زما خپل سټریس هم زیات دی او د ژوند طرز مې هم ‎خورا ګډوډ دی. او اوس ډاکټر هم همدا خبره کوي، نو خامخا به شکر راته پیدا کېږي». نو په دغه حالت کې که پېش بیني د یوه کال په اړه هم وه، احتمال شته، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې پرې اخته شم. په دې چې ما هغه معلومات ومنل او ځان ته مې سټریس ایجاد کړ، چې همدا سټریس به یو محرک ګرځي او له وخت سره به په شکر اوړي. خو چې کله پرې اخته شم، بیا به وایم، چې «وګوره، بالکل هماغه څه وشوو، چې ډاکټر ویلي وو».

دوهمه لاره دا ده، چې زه له ځان سره هوډ کوم، چې «هر څه کېږي، زه به په ځان دومره پام کوم، چې هېڅ کله به شکر راته پیدا نه شي». او په همدې ترتیب، خپل د ژوند طرز مسؤلیت په غاړه اخلم، مراقبه پیلوم، یوګا شروع کوم، خپل غذايي عادتونه، د څښاک عادتونه، د خوب عادتونه، قدم وهل، لنډه دا چې هر څه بدلوم. هر څه ته ۱۸۰ درجې تغییر ورکوم. بیا دغه ژوند دود خپل عادت ګرځوم، دوام ورکوم؛ او یوه ورځ به مې پام کېږي، چې نور هغه وړاندوینه رښتونې نه شوه.

مرکچي: خو په دې ځای کې تا وړاندوینې ته د یوې ننګونې په سترګه وکتل، له یوه مثبت لیدلوري دې معامله ورسره ونه کړه؟

شیواني: نه خو دا د یوې پېش بیني پر وړاندې یو غبرګون دی. د ناروغۍ احتمال موجود وو او دغه پېش بیني د واقعي ساینس په اساس شوې وه او قوي احتمال وو، چې زه به په شکر اخته کېږم. خو دغه پېش بیني لا هم یو احتمال وو او په ناروغۍ نه وه بدله شوې. ډاکټر ماته یوازې د راتلونکي احتمال خبره کوله. ما دغه احتمال د خطر د زنګ په توګه ومانه او په خپل ژوند کې مې یو بدلون راوست او په پایله کې يې پېش بیني رښتونې نه شوه.

 مرکچي: سمه ده.

شیواني: د دې وجه دا ده، چې ما مسؤلیت ومانه. خو که ما مسؤلیت نه وی اخیستی او احتمال مې د واقعیت په توګه منلی وای، چې ارومرو به د شکرې ناروغي را پېښېږي او ارومرو به پرې اخته کېږم، نو بیا خو مې ناروغي وخته منلې ده او ځان سره مې اضطراب او اندېښنه زېږولي دي، چې په پایله کې به يې ارومرو د شکرې ناروغي راته پیدا کېږي، ځکه چې احتمال خو يې هسې هم موجود وو. کټ مټ په همدې ډول زه یوه نجومي ته ورځم، هغه راته وايي، چې «سیارې، سپوږمۍ، ستوري او د هغوی موقعیتونه دمګړۍ ستا د راتلونکو شپږو میاشتو پېش بیني کوي یا د راتلونکو دوو کلونو پېش بیني کوي، چې د دې احتمال شته، چې دا او دا او دا ستا په ژوند کې پېښېدلی شي؛ احتمال شته، چې ستا فزیکي روغتیا اغېزمنه شي؛ احتمال شته، چې تجارت دې له ځینو خنډونو سره مخ شي او احتمال شته، چې یو څوک تاته زیان ورسوي». خو دا ټول یوازې احتمالات دي او تر دې دمه واقعیتونه نه دي. دا ټکی خورا ډېر مهم دی. دا ټول هغه احتمالات دي، چې یو داسې چا پېش بیني کړي، چې په دغه علم یا پوهه کې مهارت لري. موږ د دې پېش بیني لپاره له هغه مننه کوو، چې دغه وړاندوینه يې راکړه. خو اوس د دغې وړاندوینې په مقابل کې موږ خپل مسؤلیت ته اوږې ورکوو.

مرکچي: ستا هدف دا دی، چې موږ دغه وړاندوینه باید د یوه اخطار په بڼه واخلو؟

شیواني: هو. د اخطار په سترګه ورته ګورو.

مرکچي: او بیا هغسې چې د شکر ناروغ وکړل: خپل ژوند دود یې بدل کړ، یوګا یې وکړه، پلانی او بیستانی کار يې وکړ او ويې لیدل، چې هغه وړاندوینه یا احتمال په واقعیت بدله نه شوه، موږ هم هماغسې کوو؟

شیواني: هو، هماغسې کوو؛ البته که زه دې اخطار ته د غوږ نیولو ځواک ولرم او تر اغېز لاندې يې را نه شم. له بده مرغه، کېږي دا چې کله یو څوک پېش بیني کوي، مثلاً یو څوک زما د لاس لکیرو ته ګوري او یوه وړاندوینه کوي؛ یا یو څوک زما د بخت ستوري ګوري او وړاندوینه کوي، نو زه دغه وړاندوینه یو واقعیت ګڼم او بیا وایم، چې دا کار به ارومرو کېږي، ځکه چې پلاني او بیستاني داسې ویلي دي او د پلاني او بیستاني وړاندوینې د ډېرو خلکو په حق کې رښتیا شوې دي.

مرکچي: او ممکن پخوا ستا په هکله هم د هغه وړاندوینه رښتیا شوې وي!

شیواني: په دې حالت کې هغه وړاندوینه خامخا رښتیا کېږي، ځکه چې په دې ډول ما یو احتمال له مخه لا په یوه واقعیت بدل کړی او زما خپل ذهن راته وايي، چې دا کار به کېږي او دا چې فکرونه زموږ برخلیک جوړوي، نو هغه کار به ارومرو پېښېږي.

مرکچي: ځکه چې پخوا به هم د هغه نجومي ګڼې وړاندوینې زما په هکله په واقعیت بدلې شوې وي؟

شیواني: هو، په دې چې وړاندوینه او پېش بیني یوه واقعي پوهه او علم دی او وړاندوینه هېڅ مشکل نه لري. وړاندوینه اصل کې یو احتمال وو. خو د هر چا په هکله چې دغه وړاندوینه شوې وه، هغه شخص دغه وړاندوینه د واقعیت په توګه منلې وه. دا چې ذهن يې منلې وه، نو همدغه وړاندوینه او احتمال په واقعیت ورته بدل شوو.

مرکچي: وبښه! یوه شېبه به تم شو. که دغه وړاندوینه زما مېرمنې ته ویل کېږي، ماته نه ویل کېږي او ان زه ترې خبر هم نه اوسم. نو بیا دغه وړاندوینه څنګه کېږي؟ آیا د هغې د ذهن له لارې زما برخلیک جوړېدلی شي؟

شیواني: دوه لارې يې دي. راځه وبه وایو، چې یو څوک زما په اړه وړاندوینه کوي، چې زما راتلونکې شپږ میاشتې به خورا ننګوونکې وي.

مرکچي: هممم!

شیواني: راته ویل کېږي، چې «د ستورو ګردش ښه نه دی. زه چې هر څه وکړم، کامیابي به مې په برخه نه شي». دا یوه وړاندوینه شوه.

مرکچي: سمه ده.

شیواني: که زه له دې وړاندوینې خبر نه اوسم، دا په دې معنا ده، چې زه د معلوماتو دغه ټوټه نه لرم. اوس چې خبر نه یم، په عادي ډول خپله ټوله هڅه کوم، خنډونه او ربړې مخې ته راځي، خو زه خپله لاره باسم، ځکه چې زه له خپل کار سره مینه او علاقه لرم، بریا غواړم او د دغې بریا لپاره خواري هم کوم. نو ستونزې او خنډونه چې راځي، زه خپله حوصله او مرال له لاسه نه ورکوم او د خپلې بریا په لور هلې ځلې کوم، ځکه چې زه له هغې وړاندوینې نه یم خبر. خو اوس که یو څوک دغه معلومات ماته راکړي او راته ووايي، چې «ته هر څه وکړې، راتلونکې شپږ میاشتې به دې سختې وي او په دغو شپږو میاشتو کې نه شې کامیابېدلی». اوس مې چې وړاندوینه واورېدله، زه خپل کاروبار پیلوم. خو دغه معلومات زما لپاره دومره ځواکمن وي، چې زه خپل فکرونه له دغو معلوماتو نه شم لوړولی. زه خپل تجارت پیلوم، خو ځان سره دا هم وایم، چې «څه ګټه به وکړي؟ پوهېږم، چې کاروبار مې په راتلونکو شپږو میاشتو کې نه شي کامیابېدلی. په دغو شپږو میاشتو کې چې زه هر څه وکړم، ستونزې او مشکلات به راته پیدا کېږي». خو خبره دا ده، چې اوس مې چې کاروبار پیل کړی، ستونزې خو به ارومرو راته پیدا کېږي او واړه، واړه خنډونه به هم مخې ته راځي. خو دا چې زما په ذهن کې وړاندوینه ناسته ده، سمدستي مې فکر ته دا خبره راځي، «وګوره! پوهېدم، چې دا هر څه به کېږي او ستونزې به راته جوړېږي». نو ټوله کیسه همدا ده: زموږ فکرونه، زموږ واقعیت سازوي.

مرکچي: خو که زه له دې وړاندوینې خبر نه اوسم!

شیواني: نو بیا خو تر ټولو خوندي حالت کې یې! ههه … نو یا خپل فال او راتلونکی مه ګوره او که بیا له خپلې وړاندوینې خبر شې، نو بیا د را پورته کېدو لپاره او د دې لپاره چې له هغې وړاندوینې لوړ اوسې، خپل فکرونه دې خورا لوړ کړه او وړاندوینې ته د چیلنج په سترګه وګوره.

مرکچي: ډېر به ښه شي، که د فکر لوړولو یو مثال دې راکړ.

شیواني: د مثال په ډول، راتلونکي شپږ میاشتې به ستا لپاره سختې وي.

مرکچي: سمه ده.

شیواني: ته چې هر څه وکړې، ننګونې او چیلنجونه به وي. خو ته ځان سره هوډ کوې، چې سمه ده، ننګونې به وي، خو زه بیا هم په راتلونکو شپږو میاشتو کې بریالی کېدلی شم او دغه شپږ میاشتې به سختې وي، خو د ناکامي په معنا نه ده.

مرکچي: ځکه چې زما اصلي وجود ځواکمن دی او دا ډول هوډ کولی شم؟

شیواني: خورا ډېر ځواکمن دی او خنډ چې هر څه وي، همدا ذهن به ورته حللاره لټوي او همدا زه به ورته حللاره پیدا کوم. هر څه چې کېږي، ستونزې به هوارېږي.

مرکچي: اووه! په دې چې زه پخپله ارامتیا یم، خوشالي یم، مینه یم، ځواکمن یم او پوهه یم.

شیواني: بالکل! او چې داسې اوسې، نو بیا خنډ چېرته دی؟ خنډ یوازې بیرون کېدلی شي او یوازینی هغه شی چې له یوه خنډ سره د مبارزې لپاره پکار دی، هغه دروني ثبات دی.

مرکچي: خو دا ټول څه ضرور دي؟ ان یو ماشوم هم څو، څو ځله غورځېږي، بیا تګ زده کوي. نو څه مهمه ده؟ اخر هم بریالي کېږو؟

شیواني: خو مهمه دا ده، چې کله ماشوم غورځي، بېرته را پورته کېږي او بیا ځلې قدم وهل پیلوي. خو که یو چا ستا په هکله وړاندوینه کړې وي، چې ته به راتلونکي شپږ میاشتې له ځایه پورته نه شې او هر څومره قدم چې وهې، ويې وهه، راتلونکو شپږو میاشتو کې دې یوازې غورځېدل په نصیب کې لیکلي. نو په اول وار چې وغورځې، وايې به، چې «بس ترې تېر شه. اوس به شپږ میاشتې وروسته هڅه وکړم، ځکه چې پلاني او بیستاني راته ویلي، چې دغه شپږ میاشتې قدم نه شې وهلی». نو دلته وینو، چې دغه شخص له سمې انرژي سره ان خپله هڅه هم نه کوي او دا چې دی سم فکر نه پنځوي، نو سم برخلیک يې هم نه په برخه کېږي. خو چې له هرې خوا ناهیلی شي، بیا په سرګردانۍ پوښتنه کوي، چې «سمه ده، اوس داسې څه وکړم، چې په دې شپږ میاشتو کې بریالی شم؟» او بیا موږ ورته وایو، چې «دا او دا کار وکړه، دغه پلانکی رنګ واغونده، دغه پلانکۍ رنګ تیږه په ګوته کړه!» ښه بیا؟ بیا به څه وشي؟ آیا د ستورو ګردش به بدل شي؟ نه، ستوري به پخپل ځای وي. خو اوس زه یو داسې څه کوم، چې له ماسره د خپلو فکرونو په بدلولو کې مرسته کوي. لومړی ماته دا معلومات ورسېدل، چې دغه شپږ میاشتې ستا لپاره ښې نه دي. نو ما خپله انرژي او حوصله له لاسه ورکړل. خو اوس نوي معلومات دا ترلاسه کړل، چې دغه پلانکۍ تیږه په ګوته کړه، نو کامیابي ستا ده. او بیا د همدې معلوماتو له مخې، زه خپل فکرونه پنځوم. بس همدومره! تیږه مې په ګوته کړه او اوس چې هر ډول خنډونه راځي، راځي دې، زه يې مقابله کولی شم. ولې؟ ځکه چې اوس مې تیږه په ګوته کړې ده. خو خبره دا ده، چې اوس د تېږې له امله ښه فکرونه پنځولی شم او همدا ښه فکرونه، په ښه برخلیک اوړي.

مرکچي: هغه تیږه اعتماد او باور در بښي؟

شیواني: هو. خو دغه کار زه له تیږې پرته هم کولی شم، په دې چې د خپلو فکرونو واک له ما سره دی او زه يې پنځوونکی یم.

مرکچي: خو دغه «رنګ درماني» بیا څه شی ده؟ یا خلک وايي، چې د پلانکۍ تیږې له ګوتمۍ څخه د لمر وړانګې تېږېږي او پوستکي ته رسېږي او پوستکی له ذهن سره تړاو لري. نو دا ټول څه شی دي؟

شیواني: ګورئ، زما ټول وجود چې په ذهن کې شتون لري، یوه انرژي ده. دغه انرژي خپل اهتزازات لري. مثلاً موږ د اورا (aura) په اړه اورېدلي دي. د «لطیف یا خفي جسم» په هکله مو هم اورېدلي. زموږ د «وجود» کیفیت چې مینه، ارامتیا او سپېڅلتیا ده، زموږ اورا جوړوي. مثلاً کله چې موږ د دېوتا انځورونه ګورو، د مسیح انځورونه ګورو یا د بودا انځورونه ګورو، نو تل يې شاوخوا یوه سپینه دایره وینو. اصلاً دوی له سپینې دایرې سره نه ګرځېدل، بلکې دغه سپینه دایره د هغوی د اروا د سپېڅلتیا سبمول دی. په همدې اساس، که زموږ اروا سپېڅلې او سوچه وي، نو زموږ اورا به سپینه وي. خو که چېرته څه نا څه ګډوډي او جنجال وي، نو بیا اورا سپینه، سپین بخونه یا زېړه نه پاتې کېږي، بلکې امکان دې ولري، چې سره، نیلي او ان و دې شي، چې توره وي. اوسمهال داسې ټکنالوژۍ راوتلې، چې د خپلې اورا په لیدلو کې راسره مرسته کوي.

مرکچي: بالکل! یو ډول کامرې لري.

شیواني: هو، کامرې لري، چې زموږ اورا لیدلی شي. اوس چې ته د «رنګ درماني» په مرسته غواړې، خپله اورا بدله کړې، نو اصل کې په دې رنګونو کې لاسوهنه کوې. خو په دې ځای کې بیا هم له بیرون څخه درون ته روان یو او هڅه کوو، چې خپله اورا یا شاوخوا رنګونه بدل کړو؛ او بیا فکر کوو، چې حالات به ورسره بدل شي. خو اسانه لاره يې دا ده، چې خپل فکر دې بدل کړه، اورا به بدله شي، اهتزازات به بدل شي او په نتیجه کې به يې حالات هم بدل شي.

مرکچي: نو په اصل کې رنګونه او تیږه ستا اورا در بدلوي؟

شیواني: هو؛ دغه ټول ګټه کوي. خو پوښتنه دا ده، چې څومره، تر کومه بریده او د څومره مودې لپاره؟ یو څوک درته وايي، چې سور رنګ جامې واغونده، هر څه به ښه شي. خو ته دغه سور رنګ جامې تر څومره وخته پورې اغوستلی شې؟ ههه! ولې يې په ځای ځواکمن فکرونه نه پنځوې؟ د دوی ټوله حللاره همدا وي، چې دا وکړه او پلانکی شی واغونده او پلانکی کار وکړه؛ او موږ پخپله هم تل په دې اند وو، چې اسانه میتود دا دی، چې په بیرون کې یو څه وکړه، تر څو په درون کې دې یو څه بدل شي. خو اصل کې خبره په دې ډول ده، چې په درون کې یو څه بدل کړه، تر څو په بیرون کې یو څه وکولی شې.

مرکچي: او دروني بدلون یو دایمي بدلون دی، بیروني بدلون مؤقتي دی؟

شیواني: هو، او درون زما په خپل کنټرول کې دی.

مرکچي: او حتی چې په بیرون کې هم کوم ترسره کوو، نو زموږ د باور فیصدي ۱۱۰ نه وي. یا سمه ده، ممکن زه به ۹۹.۹ سلنه باور ولرم، خو یو ځای داسې را رسېږي، چې بیا وايو، چې فال کتونکي هم سل سلنه حق نه شي ویلی. همدا ده، چې ډېری وختونه چې له هغوی پوښتنه وکړې، چې تاسو دغه وړاندوینه کړې وه. تاسې  راته پلانکۍ خبره وکړه، چې داسې به کېږي. اوس هغه کار وشو. نو په ځواب کې هغوی هم وايي، چې موږ هم انسانان یو.

شیواني: نه خبره دغسې نه ده. دوی خو د واقعیت وړاندوینه نه کوله. دوی د یوه احتمال وړاندوینه کوله. موږ هېڅ حق نه لرو، چې هغوی ته څه ووایو. هغوی د یوه احتمال پېش بیني کوله. فقط د یوه احتمال! او احتمال تل یوه فیصدي لري.

مرکچي: احتمال یعنې چانسونه يې شته، چې ممکن … یا … شاید دا کار وشي یا ونه شي…؟

شیواني: هو، خو په اصل کې دغه احتمال په دې پورې اړه لري، چې ته په هغو شپږو میاشتو کې څه ډول فکر کوې او همدا فکر بیا په واقعیت بدلېږي. د هغوی خبره یو احتمال وه. خو ته چې کوم څه فکر کوې، هماغه به په واقعیت بدلېږي. دوی ان دا وړاندوینه هم کولی شي، چې ستا راتلونکې شپږ میاشتې به ډېرې بختورې وي او هر څه به ډېر ښه وي. خو که ته په درون کې ناهیلی يې، نو هېڅ شی هم والله که ښه شي. او دغه وړاندوینه به هم غلطه خېژي. یوازې منفي وړاندوینې ضرور نه دي، چې رښتیا نه شي. بلکې هغه لوی شمېر مثبتې وړاندوینې به څنګه کوو، چې اصلاً نه رښتیا کېږي؟ موږ باید په دې ځای کې په یوه بل ټکي هم ځان پوه کړو. موږ چې کله په ذهن یا بدن د ستورو د تاثیر خبره کوو، بې ځایه یې نه کوو؛ موږ په دې ټوله لړۍ کې د خارجي اغېزو تاثیر ولیده. خو اوس په تدریج سره هڅه کوو، چې خپل ذهن د دې جوګه کړو، چې د حالاتو، توکو او خلکو له اغېزو ور لوړ شي. ذهن او فکر مې چې د حالاتو، خلکو، توکو او ستورو له اغېزو لوړ شي، بیا دا یو هم په ما اغېزه نه شي ښندلی؛ ستوري هم یو خارجي شی دی، چې یوه اغېزه لري، خو دا په ما پورې اړه لري، چې زه اجازه ورکوم، چې په ما غلبه ومومي او زه یې مغلوب شم؛ او که یا زه ځان ترې لوړوم او غالبه پرې ترلاسه کوم.

مرکچي: هممم!

شیواني: کله چې زه په درون کې کمزوری اوسم، نو بیا به هر څه په ما اغېز شیندي. ان ستا وړه خبره به هم ما ځوروي، په دې چې زه کمزوری یم. ډېره وړه خبره به مې هم اعصاب خرابوي او یوازې یو لفظ چې زما په طبعه نه وي برابر، نو ممکنه ده، چې راتلونکی یو ساعت مې هم نارامه او خفه کړي.

مرکچي: کمزوری؟ له کوم اړخه؟ له بدني اړخه، ذهني اړخه، احساساتي اړخه؟

شیواني: له ذهني پلوه! په اصل کې زما ذهن د دې ځواک نه لري، چې له خارجي اغېزو سره مبارزه وکړي، یو څه وزغمي او فکرونه ور ټول او منسجم کړای شي. نو ستا یو لفظ حتی ما د ټولې ورځې لپاره هم خفه کولی شي. ان د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره هم خفګان راته جوړولی شي. نو که ستا یو لفظ ما د شپږو میاشتو لپاره خفه کولی شي، نو بیا د ستورو ګردش هم ما د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خفه کولی شي. نو په اصل کې خبره له بیروني اغېزو څخه د لوړېدو ده.

مرکچي: دا يې ډېره ښه بېلګه ده. که زما یو لفظ یا ستا یو لفظ، ما د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خفه کولی شي، نو د ستورو ګردش، بدمرغه وختونه او الف، ب و ج هر څه مې خفه کولی شي. نو په اصل کې خبره بېرته ماته راګرځي، چې دا واک له ما سره دی، چې زه نارامه او پرېشانه کېږم یا نه!

شیواني: هو. دا همداسې ده، چې ستاسو کوټه پلانکي او بیستانکي لور ته ده، نو ته او مېرمنه دې ښه اړیکه نه شئ لرلی، خپله کوټه مو بدله کړئ، یا لوری ور بدل کړئ. خو آیا دا ضروري ده، چې هر څوک چې په ښه قطب کې کور لري، هلته ښځه او مېړه ښه اړیکه لري؟ …. نه.

مرکچي: خو ویلی شو، چې ځینې داسې خلک شته، چې ښه اړیکه لري!

شیواني: که دې شي ګټه کولی، نو هر چا به د خپل کور قطب بدلاوه، تیږې به يې په ګوته کولې او نړۍ به ښکلې وه. خو وینو، چې ټول دا ټول کارونه کوي، خو…

مرکچي: خو دې کارونو ځینو خلکو ته ګټه هم رسولې ده، شیواني خورې!

شیواني: د یو څه وخت لپاره! په دې چې دوی تر دې اغېزې لاندې دي، چې ما پلانکی کار کړی دی، نو اوس به مې اړیکه ښه شي. خو د همدې شپږو میاشتو په اوږدو کې که له دوی دا هېر شي، چې دوی د خپل کور قطب بدل کړی، نو اړیکه یې بېرته پخواني وضعیت ته ستنېږي.

مرکچي: او بیا به يې اړیکه دې حد ته رسېدلي وي، چې په شپږو میاشتو کې به يې د کور په ځای خپل، خپل قطبونه بدل کړي وي، چې ته په یوه ځه، زه په بله! ههه!

شیواني: خبره دا ده، چې دغه قطبونه انرژي ده. ختیځ، لویدیځ، جنوب او شمال دا ټول قطبونه انرژيانې دي. هېڅ شک پکې نشته، چې دا ټول انرژيانې دي او خپل اثر لري.

مرکچي: مقناطیسي ساحه هم انرژي ده.

شیواني: بالکل، دا ټولې انرژیکي ساحې ده. خو پوښتنه دا ده، چې د تعامل په برخه کې د انرژي تر ټولو لوړه ساحه کومه ده؟

مرکچي: زما ذهن!

شیواني: بس خبره ختمه! دا ټول د انرژي ساحې دي او خپله اغېزه به پرېباسي، خو تر ټولو ځواکمنه ساحه يې زما ذهن ده او که زه ووایم، چې زه له تاسره وخت تېرولی شم؛ بیا چې هر قطب کې اوسم، زه یې کولی شم. او ان د کور په تر ټولو بدترینه قطب کې هم ښه اړیکه لرلی شم. خو که زه له تاسره وخت نه شم تېرولی، نو بیا په تر ټولو بهترینه ډیزاین شوي کور کې يې هم نه شم تېرولی. خبره ټوله د ذهن ده، چې باید د یوې ننګونې لپاره اماده اوسي. موږ همېش نه شو کولی، چې په بیرون کې تغییرات راولو. سمه ده، کور مې بدلولی شم، بدل به يې کړم. خو آیا تا هم بدلولی شم؟ … زه یوازې دا بدلولی شم، چې زه پخپله څنګه فکر کوم.

مرکچي: د دې په ځای چې خپل کور او خپل ظاهر بدل کړې، خپل ځان دې بدل کړه، په دې چې هر څه په درون کې دي.

شیواني: بالکل! په درون کې دي او موږ يې پنځوونکي یو. دا نور ټول بیروني محرکات دي. مثلاً موږ ځینې وختونه وایو، چې په خپل نوم کې دې پلانکی حرف بدل کړه، یو بل حرف ور اضافه کړه، برخلیک به دې بدل شي.

مرکچي: او دوی يې ډېر ښه توجیهات هم کوي، چې دا هر څه انرژي لري… په دې کې حرف پلانۍ انرژي ده، د دې حرف پلاني تاثیرات دي، نو دوی ته چې ورشې، دوی هر څه ډېر ښه تشریح کوي.

شیواني: هېڅ شک پکې نشته، ځکه چې دا هر څه یو ساینس او علم دی او د شک ځای پکې نشته.

مرکچي: خو کوم څه يې چې ویلي، هغه یو احتمال دی؟

شیواني: نه یوازې احتمال! احتمال خو امکان شته، چې رښتیا شي. خو یوه بله انرژي ده، چې د حروفو، شمېرو، ستورو او مقناطیس تر انرژي هم لوړه ده.

مرکچي: او دغه لوړه انرژي د څه شي ده؟ د خدای؟

شیواني: زموږ روحاني انرژي! د ذهن انرژي! د خدای انرژي خو ډېره لوړه ده، هغه ته به وروسته راشو. خو زما خپله انرژي، زما د خپل شعور انرژي!

مرکچي: آیا په دې ځای کې زه یو ځل بیا کمزوری نه شوم، چې زه یوه بله انرژي استعمالوم، حال دا چې په خپل درون کې تر دې بهتره او عالي تره انرژي لرم؟

شیواني: همداسې ده. دا هماغه معنا لري، چې زه خپل ماشوم نه شم کنټرولولی، نو تاته وایم، چې ته دې خپل ماشوم کنټرول کړه، تر څو زما ماشوم سمه رویه وکړي. کټ مټ همدا شی دی. زه چې د خپل ذهن مسؤلیت نه شم اخیستلی، نو زه په بیرون کې د هر څه مسؤلیت ته اوږه ورکوم. د هر څه مسؤلیت اخلم، چې په کومه ورځ، کومه نېټه باید خپل تجارت پیل کړم؛ زما دفتر باید په کوم لوري کې وي، کومې تیږې باید په ګوته کړم، کوم سمبولونه باید په خپل دفتر کې کېږدم؛ نو زه په هر بیروني شي باندې پام کوم، خو د دې ځواک نه لرم، چې د خپل ذهن خیال وساتم. نو دا ټول شیان به اغېزه ولري، خو اغېزه به يې مؤقتي وي.

مرکچي: خو دا څومره د افسوس ځای ده، چې زه په خپل درون کې دومره لوړه او لویه انرژي لرم. خو ما په لاس کې کچکول اخیستی او په وړو، وړو ځواکونو او انرژیو پسې ګرځم؟

شیواني: څومره چې موږ کمزوري کېږو، هماغومره به بیرون ته مخه کوو.

مرکچي: آیا د دې خبرې معنا راته روښانولی شې، «څومره چې کمزوري کېږو»؟

شیواني: څومره چې په خپل ځان زما کنټرول کم وي، ورځ په ورځ زما ځواک هم راکمېږي، په دې چې زه توجه ورته نه کوم. دا همداسې مثال لري، که یو ماشوم ته تربیه او ډسپلین ور زده نه کړې، وروسته بیا ورځ په ورځ دغه چاره سختېږي.

مرکچي: او د دې توجه لپاره باید سړی څه وکړي؟

شیواني: خپل ذهن دې منظم کړي!

مرکچي: لکه؟

شیواني: په همدې خو مو تېرو څو مرکو کې خبرې وکړې، چې اګاه اوسو، په ځان پام وکړو، خپل فکرونه په خپل لاس انتخاب کړو.

مرکچي: بېرته خپلو فکرونو ته ورګرځو؟

شیواني: بالکل!

مرکچي: یعنې په دې خبره ځان پوهول ډېر مهم دي، چې زه څوک یم. که زه ارامتیا یم، نو زه دا نه وایم، چې زه ارامتیا غواړم؟

شیواني: هو. زه د ارامه اوسېدو لپاره اړتیا نه لرم، چې کوم څه وکړم.

مرکچي: نو زه خدای ته زارۍ نه کوم، چې خدایه ځواک راکړه. زه پخپله ځواک یم، زه پخپله پوهه یم، نو زه چې دومره ډېر څه یم، او دومره پرېماني راسره ده، بیا نو یوه ستونزه هم ما نه شي را څملولی. ان ویلی شې، چې زه د کثرت بچی یم او دومره ډېر خصوصیات لرم. خو دغه خبرې باید درک شي، نه یوازې دا چې په خوله یې ووایې، بلکې باید ویې منې، چې دا ټولې خبرې رښتونې دي او حقیقت دی.

شیواني: بالکل! د خولې خبرې نه دي، بلکې په حقیقت خبرېدل او راویښېدل دي.

مرکچي: هو، یو حقیقت دی. نو که موږ په حقیقت پوهېږو او دغه حقیقت راسره وي او په دغه خبره پوره یقیني اوسو، نو بیا خو موږ هېڅ شي ته هم اړتیا نه لرو؟

شیواني: نه يې لرو. هېڅ خارجي شي ته مو ضرورت نشته. په خارج کې چې هر څه دي، هغه د فزیکي ارامتیا لپاره، د تفریح او لذت لپاره او د هیجان لپاره اړین دي. خو د ارامتیا او خوشالي په خاطر يې ضرورت نشته.

مرکچي: او په دې حالت کې به هغه شیان لا ډېر خوند ولري؟

شیواني: څه شی به ډېر خوند ولري؟ هیجان؟

مرکچي: نه، یو ځل چې ته په دې حقیقت پوه اوسې، نو بیا ته وايې، چې دغه کار د تفریح لپاره کوم، پلانی کار د رخصتي لپاره کوم. او په دې حالت کې نور خفګان او اضطراب نه لرې، چې ما پلانکی کار مثلاً د خوشالي یا ارامتیا لپاره وکړ، بیستانکی کار مې د سکون لپاره وکړ…

شیواني: خو یو مې هم ترلاسه نه کړل… ههه

مرکچي: هو، ترلاسه مې نه کړل. ما غوښتل، چې ماشوم مې خوشاله شي، هغه ته مې خوندور چکر ورکړ، خو ماشوم مې لا هم خفه دی.

شیواني: اصل دا دی، چې خوشاله اوسه، بیا په چکر لاړ شه.

مرکچي: نه، یو ځل چې ته په حقیقت پوه شې، نو بیا ستا لیدلوری بدلېږي.

شیواني: هو. په دې چې ته د خوشالي لپاره په چکر نه ځې، بلکې چکر ته د خوند او تفریح لپاره ځې او یوازې د خپل ورځني روټین د بدلولو لپاره ځې. ټول چکر د همدې لپاره دی.

مرکچي: دا به څومره ښه کورنۍ وي، چې له کور او کاره لرې…

شیواني: خو کله چې ته له خپلې کورنۍ سره یو ځای يې، نو د دې په ځای چې په یو بل نیوکې وکړې، ګیلې وکړې او پړه په یو بل واچوې، نو لږ تر لږه مخکې له مخکې به لا خوشاله یې. خو که خوشاله نه اوسې، بیا چې مېلمستیا وي، چکر وي، مېله او یا تفریح وي، له دې ټولو منفي کارونو لاس نه شې اخیستلی.

مرکچي: ته چې خوشاله اوسې، نو یو شی به هم مصنوعي نه وي.

شیواني: بالکل، ته به په خپل طبیعي حالت کې يې.

مرکچي: او بیا طبیعي چکر، طبیعي مېلمستیا، طبیعي حالت…

شیواني: نو چکر او د کورنۍ د غړو یو ځایوالی به د خوشالۍ د ترلاسي لپاره نه وي، بلکې د هغې خوشالۍ ښودنه او څرګندونه به وي، چې ته يې په درون کې لرې. او په دغه حالت کې شاوخوا ته ګڼو کسانو سره د مخامختیا حوصله به لرې. په دې چې ستا لیدلوری له «راکړې» څخه «ورکړې» ته بدل شوی. او دا هغه لیدلوری دی، چې ما له خلکو سره لیدو ته لېواله کوي؛ نور زه لېواله یم، چې له هر چاسره ووینم او ان لېواله یم، چې هره ورځ خپلې دندې ته ولاړ شم. یو لیدلوری دا دی، چې هر سهار له خوبه پاڅېږې او وايې چې زه باید کار ته لاړ شم. ولې؟ ځکه چې تنخوا به ترلاسه کړم. تنخوا ولې؟ د دې لپاره چې خوشالي ترلاسه کړم. نو زه دېرش ورځې کار کوم او هره ورځ دا خبره کوم، چې زه باید کار وکړم، ځکه چې د میاشتې په دېرشمه نېټه به معاش اخلم او دغه معاش به ماته خوشالي راکوي. خو بل لیدلوری دا دی، چې هر سهار پاڅېږم او ځان ته وایم، زه یو خوشاله موجود یم او زه غواړم چې کار ته ولاړ شم، ځکه چې خپل کار ماته د دې فرصت را کوي، تر څو خپله خوشالي له نورو خلکو سره تجربه او څرګنده کړم. بس همدومره! لیدلوری دې بدل کړ.

مرکچي: زه دفتر ته ځم، د دې لپاره چې دا ماته … فرصت…

شیواني: ګوره، زه یو ارامه موجود یم، یا به ووایو، چې زه یو خوشاله موجود یم، خو دغه خوشالي زه یوازې هغه وخت څرګندولی او پخپله تجربه کولی شم، چې له نورو خلکو سره په تعامل کې راشم. که زه یوازې ناست اوسم، نو زه خپل دروني حالت او کیفیتونه نه شم تجربه کولی یا یې اظهار نه شم کولی.

مرکچي: نو څرګنداوی او تجربه د تعامل په صورت کې پېښېږي؟

شیواني: بالکل! له تعامل سره ترسره کېږي. او همدا وجه ده، چې اړیکې خورا مهمې دي، ځکه تر څو چې ته تعامل ونه کړې او تر څو چې د انرژي په دې تبادله کې (اړیکو کې) ښکېل نه شې، تر هغو پورې يې نه څرګندولی شې او نه يې پخپله تجربه کولی شې. زه خپل کیفیت هغه مهال تجربه کوم، چې بیروني اظهار یې وشي. کله چې زه تاته غوسه در لېږم، نو لومړی یې زه تجربه کوم. په همدې ډول، کله چې زه تاته ارامتیا درکوم، لومړی یې زه پخپله تجربه کوم. نو زه دغه احساس یوازې هغه مهال تجربه کوم، چې کله له یو چا سره په تعامل کې راشم. نو زه لېواله یم، چې خپلې دندې ته ولاړ شم؛ لېواله یم، چې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره ووینم، نه د دې لپاره چې کوم څه ترې وغواړم، بلکې د خپل کیفیت د اظهار او تجربه کولو او په پایله کې له نورو سره د شریکولو او ورکولو لپاره. وګوره، لیدلوری بدل شو. نو د دې په ځای چې لاس مو نورو ته کچکول نیولی وي، زموږ لاس په بر لاس بدلېږي او بیا موږ د نورو کچکول ور ډکوو.

مرکچي: نو یو څوک به خپل ځان څومره ارامه او هوسا احساسوي، چې دغه کارونه په مصنوعي ډول نه کوي او هر څه په خپل سر ترسره کېږي. او همدا د «کولو» او «کېدلو» ترمنځ فرق دی. دا وکړه، دا وکړه، دا وکړه، زه پلانکی کار کوم، له دې امله، بیستانکی کار کوم، له دې امله؛ زه خپل ماشومان دباندې بیایم، له دې امله؛ سره له دې چې نه غواړم، ویې کړم، خو بیا یې هم کوم. خو لیدلوری چې بدل شو، بیا هر څه پخپله جریان پیدا کوي او پخپله پېښېږي.

شیواني: ځکه چې په همدې حالت کې زه په خپل اصلي حالت کې یم. موږ انسان «بودن» یو. نن ورځ موږ انسان «کردن» ګرځېدلي یو. موږ تل د «کولو» په حالت کې یو. خو موږ انسان بودن یو، نو راځئ، چې «واوسو». موږ باید لومړی «واوسو». خو موږ تل وایو، دا کار وکړه، تر څو خوشاله شې. خو روحانیت راته وايي، چې خوشاله اوسه او بیا یو کار وکړه. په دې چې موږ لومړی انسان «بودن» یو، بیا به یو کار کوو.

مرکچي: انسان «بودن» د «کردن» په حالت کې! راځه، شیواني خورې! دغه ټوله موضوع به په یوه لنډه مراقبه کې را ټوله کړو.

شیواني: ولې نه!

«دغه بدن، زما ظاهري وجود، یوازې یو ماشین دی. زه يې کنټرولوونکی او اوپرېټور یم. زه چې شعور، انرژي او روحاني موجود یم، زما حقیقي فطرت سپېڅلتیا، ارامتیا او خوشالي ده. خپل ځان په نظر کې نیسم. دغه شعور، زما د تندي په مرکز کې وجود لري. اوپریټور په همدې ځای کې مېشت دی او د دې ماشین مسؤلیت یې لاس کې دی. رولونه لوبوي، اړیکې پالي او مسؤلیتونه ترسره کوي. زه، چې انسان «بودن» یم، یو عمل ترسره کوم. خو کله چې دغه عمل ترسره کوم، زه د هغه څه اظهار کوم، چې زه یم. خپل ځان په نظر کې نیسم. د کار په لور روان یم، په دفتر کې له خپلو همکارانو سره یم، په کور کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره یم، دا شعور را سره دی، چې زه یو سپېڅلی موجود یم. کارونه ترسره کوم او له خلکو سره تعامل کوم او په دې ډول زه خپل حقیقي فطرت څرګندوم او تجربه کوم یې. دغه فطرت د ارامتیا او خوشالي فطرت دی. اوس په خپلې ورځې نظر را تېروم، چې ورځ مې څنګه ده.» اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي! ورځ به خورا ښکلې وي. تر بلې مرکې ښې چارې!

پای

نهمه مرکه: فکرونه مو برخلیک جوړوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب