دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهملا برادر امریکایي سوداګرو ته؛ افغانستان مو پانګونې ته ښه فرصتونه لري

ملا برادر امریکایي سوداګرو ته؛ افغانستان مو پانګونې ته ښه فرصتونه لري

تاند: (پنجشنبه، د وږي ۱۵ مه )  د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کابل ته د امریکایي سوداګرو د یوه پلاوي د سفر پر مهال له دوی غوښتي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې دا د دوی تر بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی، چې یو امریکايي پلاوی افغانستان ته راخي.

ملا برادر له دوی سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي: (زموږ په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد ختم شوی، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، او افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې باثباته شوې ده.)

ملا برادر، همدارنګه وویل چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت، له طبیعي سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمه‌ییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخ چاپېریال برابر شوی دی.

طالبانو ادعا کړې، چې د امريکا – افغان د سوداګریزې خونې مشر جیفري ګریګو دا ومنله، چې نړۍ ته په لوی لاس د افغانستان ناسم انځور وړاندې کېږي او ټاکل شوې، چې د دغه پلاوي يوه غړې د امريکا کانګرس ته په دې اړه راپور هم ورکړي.

کریګو زیاته کړه، چې د امريکا د سوداګرۍ خونه چمتو ده، چې د طالبانو د غوښتنې په صورت کې د چابهار بندر د چارو د لا ښه والي په موخه مرسته وکړي تر څو افغانستان له همدې لارې، هندوستان او نورې نړۍ ته صادرات او واردات ترسره کړي.

هغوی وویل، هڅه کوو، د امريکا حکومت دې ته چمتو کړو، چې د افغانستان هغه کمپنيو استازو ته ويزې ورکړي، چې د کانونو په برخه کې کار کوي.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په ځلونو- ځلونو له بهرنیو او بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

له دې سره، اوریدل کیږي چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو د جذب پرځای له افغانستان څخه د پام وړ پانګونه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کیږي.

3 COMMENTS

  1. ځه ستاسي اورته د غلامانو وغیم. ته خو د پنجابي ماینه یې رذیله ځنځیر یې په غاړه کې در اچولی وه. لعنت په مرتد موزي سره له ټول طالبه 🐖😡

  2. په بی بی سی نشراتو کې د امریکا پانګوال له خولی لیکلی چې امریکايي پانګوال کوښښ کوي چې د ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید کې ګام پورته کړي زما په نظر که دا کار وشي نو پاکستان ته ډبرو سکرو له انتقال او نورو ګاونډیو څخه د برښنا په وارداتو کې د ځان بسایني لور ته حرکت کوو ځکه پاکستان د ډبرو سکاره په ارزانه اخلی مګر زموږ سوداګری توکو ته خنډونه پیدا کوي ځکه څو ورځی وړاندې په هغه لاری باندې برید وکړ چې هند هیواد ته يي انځر بار کړی وو چې نړیوال تجارتی سازمان ورباندې غبرګون ونښوده باید هند دا شکایت نړیوالو ته په جی ۲۰ غونډه کې وکړي ځکه همدا یوه موقع ده ترڅو د پاکستان اصلي څیره بیا نړۍ ته روښانه شي او نور خپل ځان پوه کړي چې زما غلطه پالیسی زما د مرګ لامل ګرځی او نړی به هم ورته ووايي چې موږ فکر کولو چې ګاونډیان په تا ملامت دي مګر لدې معلومیږي چې ټول ستونزی ته پخپله جوړوی بیا ګیله هم له ګاونډیانو هم کوي (اشرار صفته)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب