یکشنبه, مې 19, 2024
Home+افغان لوبډله نړیوال جام ته باید په لوړ مورال سره ولاړه شي

افغان لوبډله نړیوال جام ته باید په لوړ مورال سره ولاړه شي

محمدالله شېرزی

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې ۵ پرله پسې لوبې وبایللې، چې درې هغه یې له پاکستان سره په لوبلړۍ او دوه یې اسیا جام کې وې او اوس مهال ټول لوبغاړي تر سخت رواني فشار لاندې دي.

نږدې میاشت وروسته به افغان لوبډله ۲۰۲۳ نړیوال جام ته، چې په هندوستان کې ترسره کیږي درومي، نو که له وړاندې بورډ ورته ځینې اقدامات وکړي، لوبډله به د لوړ مرال سره پکې ولوبیږي.

– بورډ ته پکار دي، چې د تېرې لوبې دقیقه پلټنه وکړي، چې ولې د یاد هیواد سره دوه ګونی چلند ترسره شو، خپل حق دې وغواړي او هم دې د لوبډلې سره تللي مسولین احضار کړي.

– بورډ ته په کار دي، چې لنډ وخت کې د ویسټ انډيز، زمبابوې، ایرلېنډ او یا سکاټلېنډ سره چې له نړیوال جام پاتې دي، یو سریز برابر کړي، چې متوازنه لوبډله، د دوو تېزو بالرانو سره ولوبوي او د ګټنې سره جام ته ولاړ شي.

– لوبډله اوس مهال ۵ ډالر اخېستونکي روزونکي لري؛ مشر روزونکی، مرستیال روزونکی، توپ وهنې روزونکی، توپ اچونې روزونکی او توپ ټولونې روزونکی، خو ټوله ننداره له پاویلین کوي او یو مو و نه لید، چې تر بونډرۍ راشي او خپله مشوره شریکه کړي، بیلګې به مو د بنګله دېش او سریلانکا لیدلي وي.

– د ۲۰۱۹ جام حالت باید تکرار نشي او تر ډېره اوس هم دا ستونزه لیدل کیږي، چې یو د بل سره همغږي کمه ده او بورډ ته پکار دي، چې که چا دا کار وکړ، نو د سخت بندیز سره دې مخ کړي، چې نورو ته عبرت شي.

– په لوبډله کې د دوو تېرو توپ اچوونکو لوبول دې جبري شي، چې لوبډلمشر سره څو اپشنې موجودې وي او اخري راتګ په دوی سره وکړي.

– ۱۸ کسیز نوملړ دې د Yo – Yo ټېسټ وروسته د خپلوالۍ پاللو پرته وټاکل شي، د څو لوبغاړو پرته د نورو فټنس د اندېښنې وړ دی او عملي به مو لیدلي وي.

د تېرې ورځې جذباتي لوبو تکرار هر ډول لوبډله تر فشار لاندې راوستلی شي او د یو بل مشوره دې واخېستل شي، ترڅو په میدان کې د سرو سترګو پرځای هسک سرونه ولیدلی شي او د خوب دمه مو په بري وشي، نه په دردیدلو زړونو.

(شېرزی)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب