شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+بـحر- بـهر| زهیر سپېڅلی‎

بـحر- بـهر| زهیر سپېڅلی‎

بحر/سمندر، درياب، د شعر وزن، لوی عالم …
بهر/د باندي، بېرون، خارج…
انګلش کي بهر (Out) او بحر (Ocean) دی.
بحر و بر/اوبه او وچه، لنده او وچه.
د «بحر» پر لومړۍ څپه خج او د «بهر» پر دويمه څپه خج راځي. په تلفظ او شکل دواړو کي توپير لري او د دواړو بايد فرق وشي.
«بحر» نوم دی او «بهر» صفت دی.
د «بحر» جمع «بحرونه» دي.
بهر انتظار وکړئ!
زدکوونکي بهر وتلي دي.
ته څه وايې، چي دا سړی د  کلي نه بهر که
په ده خو زه دا خپل زړګی ودان ساتمه پيره!
بخت زاده دانش
بې حسابه څاڅکي توی پر بحر و بر شي
له لکونو او کروړونو يو ګوهر شي
ارواښاد استاد الفت
د روغاني صاحب دا بيتونه هم ولولئ!
بل ځای کې ازاد يې، که د ژوند هر يو ډګر ته ځې
خپله دي مرضي ده، که دننه که بهر  ته ځې
دلته که ايله غوندې د کرښې نه بهر شولې
خدای خو به دې معاف کړي، خو له خلکو نه به چرته ځې؟
د «نی» په وروستاړي له «بهر» نه «بهرنی» جوړېږي؛ لکه«خارج»/«خارجي»  چي وايو.
بهرني مېلمانه راغلي دي.
د بهرنيو چارو وزير په درې ورځني سفر لاړ.

2 COMMENTS

  1. په بله معنی :
    بحر عربي کلمه ده چې سمندر ته وایی ،
    بهر بیا د هندي ژبې نه کندهارۍ لهجې ته راغلې کلمه ده چې د باندې معنی ورکوي .
    البته په رسمي ادبیاتو کې د افغانستان د باندېنیو چارو وزارت لیکل کیږي .

  2. مسافر خان وروره!
    زه خپله ډیر خوشحالیږم که می یو څوک خپلی اشتباه او سهو ته متوجه کړی ( په هره برخه کی چی وی ).
    ستاسی فرمائش صحیح دی او د ” بهر ” کلمه له بهر يعنی د هندی ژبی څخه راغلی او د پښتو د ژبی په غولی کی ئی پښی غځولی دی او د شړلو توان ئی هم څوک نلری.
    امّا
    اصلی خبره؛
    باندی او دباندی دوی بیلی بیلی کلمی دی.
    مثلاً
    کوکو اغا پر کلکه کمبله باندی بیده دی.
    دباندی = بهر _ بیرون _ out
    مثلاً
    مَلَک بازو خپله بُزه د کور دباندی تړلی ده.
    پدی حساب:
    د دباندنیو چارو وزارت سمه بڼه ده نه د باندنیو چارو وزارت.
    زما په ګومان د دالونو د جنجال او خپل منځی بخل او بدنیتی څخه د خلاصون په پار به :
    د بهرنیو چارو وزارت مناسبه بڼه ولری.
    که څنګه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب