کله چې د ازاد شعر خبره راځي، نو وار له مخه مو څلور پنځه داسې نومونه ذهن ته تداعي کېږي چې په دې برخه کې یې هم فکري تله درنه ده، هم هنري.
استاد مصطفی صفا په دې ډله کې یو له هغوی دی چې د کمیت په لحاظ یې کم، خو د کیفیت له اړخه یې بیا تر ډېرو اعلی شاعري کړې ده.
د استاد صفا او د شاعرۍ اړوند یې احمد تکل داسې لیکي: صفا صاحب زما د خوښې شاعر دی. ما یې تراوسه داسې کوم شعر نه دی لوستی چې ناسنجول شوي تعبیرونه او تصادفي تصویرونه پکې وي. دی په خپلو کلمو او تصويرونو کې له ډېر دقت څخه کار اخلي، شعر یې د معنا له پلوه عمودي حرکت لري او یو څه وایي. ما له بده مرغه له نژدې نه دی لیدلی. ډېر عالي حال او مستقبل لري.
راز نظم یې یو له هغه چارپاره شاهکار نظمونو څخه دی چې د ژوند د مانا له پلوه له هره اړخه پوره او د شخصي تجربو د عموميت یوه ښکلې هنداره یې بللی شو:
راز:
که د باران په لهجه پوهه نه شو
که لمر لوېده راته پیغام رانه کړي
که له بادونو ستوماني زده نه کړو
که سوړ ماښام راته آرام رانه کړي
د ژوند معنا به څه وي؟
که نیمه شپه د کور له بامه څخه
د رڼو ستورو ننداره ونه کړو
که د شنې ونې تر وزرو لاندې
د سرې غرمې یوه دمه ونه کړو
د ژوند معنا به څه وي؟
که لمر په ورېځو غشي ووروي
او مازیګر له تماشو خالي شي
که د جهان رنګیني ونه وینو
که مو سرونه، له خیالو خالي شي
د ژوند معنا به څه وي؟
که کائنات راسره لاس یو نه کړي
او له دې غرونو خاموشي زده نه کړو
که پورَوړي د سیندونو نه شو
او له اوبو څخه نرمي زده نه کړو
د ژوند معنا به څه وي؟
که له ګلونو سره ساه وانه خلو
که شتمني مو تیر یادونه نه شي
که د هیندارو ذهن ونه سپړو
که راته مسک خپل تصویرونه نه شي
د ژوند معنا به څه وي؟
که په خپل ځان کې دلیل ونه لرو
د ژوند د نورې ادامې لپاره
که په خپل سر کې منطق ونه کرو
د یوه حد او اندازې لپاره
د ژوند معنا به څه وي؟
که څنګ چې غواړو، هسې ونه غواړو
که څنګ چې وایو، هسې ونه وایو
که څنګ چې موږ یو، هسې موږه نه شو
که څنګ چې پایو، هسې ونه پایو
د ژوند معنا به څه وي؟
که چیرې یو ځل هم وانخلو په لار
تر خپله ځانه هم مهم ګامونه
که چیرې یو ځل هم ونه زنګوو
تر خپله عقله هم اوچت فکرونه
د ژوند معنا به څه وي؟
که د خپل نن د بې رنګۍ په خاطر
یوه کیسه هم د پرون ونه کړو
که د مرګ خلک شو، د مرګ له وېرې
یوه ناره هم د ژوندون ونه کړو
د ژوند معنا به څه وي؟
که د تیارو د تحمل په بدل
تر سباوونه پورې ونه رسو
که روح له هره شوره تش وساتو
خو تر سکونه پورې ونه رسو
د ژوند معنا به څه وي؟
که رانه یو ځل هم خطا ونه شي
که په رسۍ د مار ګومان ونه کړو
که په یو څه پسې لاس ونه مروړو
که په یو څه پسې ارمان ونه کړو
د ژوند معنا به څه وي؟
که تر پاڅونه مخکې ونه لوېږو
که د ادب لپاره ډب ونه خورو
که لږ د خپلې ساده ګۍ په سبب
یوه څپېړه د غضب ونه خورو
د ژوند معنا به څه وي؟
که د تاوان پر ځای تاوان ونه کړو
که د ستړیا په وخت کې ستړي نه شو
که مو هیڅ غم په ژړا ونه ارزي
که له هیڅ داغ سره داغلي نه شو
د ژوند معنا به څه وي؟
که خپلې ټولې سترې هیلې کوم ځل
له یو ماشوم سره ماشومې نه کړو
که خپلې ورکې مرورې اوښکې
له یو مظلوم سره مظلومې نه کړو
د ژوند معنا به څه وي؟
که د کوم سر لپاره سیوری نه شو
که د کوم چا په موږ پرده ونه شي
دا چې په څه خاطر مو ساه چلیږي
که مو له لاسه، بس هغه ونه شي
د ژوند معنا به څه وي؟
که د خپل زړه رازونه پټ وساتو
او تر ابده څوک خبر ترې نه شي
که ټول شعور یوازې ګور ته ساتو
او پاڅیدلی یو هنر ترې نه شي
د ژوند معنا به څه وي؟
که نالیکلی شعر ونه لیکو
که ناموندلي توري ونه مومو
که لږ لاسبري په لفظونو نه شو
که لږ توږلي ستوري ونه مومو
د ژوند معنا به څه وي؟
په دې نظم کې شاعر هڅه کړې چې “د ژوند معنا به څه وي؟” پوښتنې په مکرر راوړلو سره د ژوند له مختلفو ارزښتونو پرده پورته کړي. نظم په لومړیو کې راته وایي چې: که موږ د باران له لهجې، د لمر له لوېدو، د بادونو له ستړیا او د ساړه او ملایم ماښام له سکون زده کړه ونه کړو، نو د ژوند مانا له موږ پټه پاتې بویه. یعنې د ژوند یوه مانا دا هم ده چې د طبیعت له ښایستونو ورهاخوا د هغوی پیغامونه هم درک کړو.
وایي: که وړې خوښۍ ونه پېژنو، لویې خوشالۍ نه شو درک کولی. شاعر هم په دې نظم کې راته وایي چې په توره تروږمۍ کې هغه وخت چې ټول کاینات د ارامۍ په خوب ویده وي، دا وخت که ته کله ناکله د ستورو ننداره ونه کړې، په سره اوړي کې د شنې ونې تر وزرو لاندې ونه غځېږې، نو اصلن ته د ژوند په مانا او ارزښت نه پوهېږې. ژوند هماغه وخت ماناداره کېږي چې همدا کوچني خو خواږه احساسات لاسته راوړو، لمس یې کړو او هره شېبه يې يو غنيمت وګڼو.
که انسان خیال ونه کړي، له خیاله تش وي، ژوند یې هم خالي او تش پاتېږي. اصلن همدا د جهان رنګینۍ لیدل دي چې د انسان خیال غني کوي. که یې مازیګر له تماشو لرې پاتې شو او د جهان ښايستونه ونه وینو، نو نه یوازې مو خیال خالي کېږي، بلکې ژوند هم خپله مانا بایلي.
وایي: مانا هغه وخت لا ښه جوړېږي چې انسان په شعوري ډول د هستۍ له بهیر سره ځان وتړي او د طبیعت د حکمتونو پر بنسټ خپل ژوند جوړ کړي. دلته هم استاد صفا وایي: که له کایناتو سره همغږي نه شو، یعنې که له کایناتو سره ملګري نه شو، د هغوی له ښایستونو او اشارو سره ځان ونه تړو، همداراز غرونه چې د استقامت او ثبات سمبول یادېږي او ممعولاً مقاوم کسان تر ډېره خاموش وي، شر و شور ډېر نه کوي، که له همدې غرونو څخه د خاموشۍ او صبر چل زده نه کړو، که له سیندونو څخه چې تل روان وي او هېڅ خنډ یې د راګرځېدلو مانع نه شي جوړېدلی، د ستونزو باوجود هم حرکت زده نه کړو او له اوبو څخه چې د زغم او نرمۍ سمبول یادېږي، نرمي زده نه کړو، نو ژوند اصلن مانا نه لري.
وایي: ژوند هغه وخت هم مانا پيدا کوي چې د عاطفې او ښکلا تر منځ اړیکه یو شان وساتو. دلته هم له ګلونو سره ساه اخیستل، تېر یادونه یو غنيمت ګڼل، د هندارو ذهن راسپړل او… نه یوازې روح اراموي، بلکې ژوند ته یو ډول ارزښت هم بښي.
نظم دا هم راته وایي چې که د ژوند د نورې ادامې لپاره دلیل ونه لرو او د یوه مالوم حد و اندازې لپاره په سر کې منطق ونه کرو، نو د ژوند مانا مو بایللې بویه.
لوی کارونه، لوی فکرونه غواړي. شاعر هم دلته ټینګار کوي چې که له خپل ځان و فکره کله هم اوچت او لوی ګامونه وانه خلو، په ژوند کې مو پرمختګ ناشونی بوله.
همدارنګه که د مرګ له وېرې د ژوندون غږ ونه کړو او د تیارو د زغملو په بدل کې سباوون ته ونه رسېږو، نو ژوند به نه یوازې تش د تېرېدو نوم پاتې وي، بلکې خپل وجود و مانا به يې هم له لاسه ورکړې وي.
ژوند اصلن د غلطيو ټولګه ده او که له انسان خطا ونه شي، په ژوند کې لویې تجربې نه شي موندلی. شاعر ځکه وایي چې که خطا ونه کړو او د غم پر وړاندې احساساتي او مضطرب نه شو، نو د ژوند ژوروالي ته نه شو رسېدلی.
باعاطفه انسانان معمولاً ژر احساساتي کېږي او د احساس او عاطفې شدت تر ډېره په هنرمندانو کې وي، ځکه نو صفا صاحب هم په دې نظم کې د يو هنرمند له سترګو راته وايي چې که له ماشوم سره واړه نه شو، له مظلوم سره اوښکې توی نه کړو… نو ژوند بې ارزښته درواخله.
که د یو چا لپاره سیوری جوړ نه شو، پر سر يې د شفقت لاس راتېر نه شو کړای او که د قرآن کريم په دې ارشاد چې: که په دې دنیا زما یو بنده د بل چا پرده وساتي، پر هغې دنیا به زه د ده پر ګناهونو پرده واچوم، عمل ونه کړو او د يوه بې پردې انسان عزت ونه ساتو، نو ژوند خپل معنوي ارزښت له لاسه ورکوي.
او په پای کې: ژوند اصيل ارزښت هغه وخت پيدا کوي چې د خپل زړه رازونه بهر راوباسو، خپل هنر او فکر پر خلکو ووېشو. همداراز نالیکلي شعر ته توري ومومو او د ژوند مانا په خلاقیت او پنځونه کې ولټوو.
په ټوله کې دا نظم راته وایي چې: ژوند هغه وخت ماناداره کېږي چې له طبیعت، ښکلا، عقل، عاطفې، هنر، خلاقیت او… سره قدم پر قدم او یو ځای روان وي. له وړو خوښیو خوند اخیستل او د هغه درک کول، له خطا او زغم زده کړه کول، د نورو پر سر سیوری جوړېدل او د خپلو فکرونو بهر ته د راایستلو جرأت کول، ژوند ته تر ټولو ښکلې او اصيله مانا ټاکي.