تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۱مه』له څو کابو څلور کلن ځنډ وروسته ننګرهار کې د ۵۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰۰ بستریز روغتون کارونه بیا پیل شول.
په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، د ۱۰۰۰ بستریز روغتون جوړولو پاتې کارونه په چټکۍ سره روانې دي.
د یاد ریاست سرپرست امین الله شریف زیاتوي چې، د یاد روغتون پاته کارونو ته ۵۴۶ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي او کارونه به یې په یوه کال کې بشپړ شي.
امین الله شریف وايي: «اوسمهال د ماشومانو ۱۳۰ بستره لرو، دلته به ۳۰۰ بستره ولرو، دلته نسايي ولادي بستر خونې زیاتې دي، هغه څانګې چې په حوزوې روغتون کې نشته، موږ هڅه کوو، چې ټولې دلته فعالې کړو، مثلا د سوځېدنې، ستوماتولوژي، ماشومانو جراحي او نورو هغو څانګو ته چې اړتیا لرو، هڅه مو دا ده چې هغه ټولې دلته فعالې کړو».
د یاد روغتون جوړولو کارونه د تېر جمهوريت پر مهال پیل شوي وو؛ خو ت جمهوریت تر سقوط وروسته او د طالبانو د بیا واکمنۍ سره سم یې کارونه وځنډیدل.
د نظر خاوندان د دغه روغتون جوړېده د ختیځ زون لپاره یو ښه زیری یادوي او وایي، د دې روغتون بشپړېدو سره به د ننګرهار ترڅنګ، کونړ، نورستان او لغمان مېشتو ته هم په روغتیایي برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
کاش ددې په جوړیدو د ګاونډیو هیوادونو د تګ نه خلاص شو. امید دی چې زمونږ عامه ریاست به د پاکوالي، با کیفیته دوا او لایقو ډاکټرنو جذب ته زیاته توجه وکړي. داسې نه چې د پوهنتون شفاخانې او صحت عامې غوندې وي. هلته خو هیڅ د پاکوالي څرک نه ښکاري.