تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۱مه』 افغانستان کې د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت رییس، عبدالباري عمر، وايي، په تېرو ۱۱میاشتو کې د ۱۰۷۰میګاواټه کورنۍ برېښنا د تولید ظرفیت لرونکي تړونونه او پروژې یا لاسلیک شوي او یا د لاسلیک لپاره چمتو دي.
عمر زیاتوي، چې دغه تړونونو او پروژو ته ۷۰ سلنه له بهرنیو هېوادونو پانګه جذب شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو کلونو کې د انرژۍ په برخه کې بنسټیزو پروژو ته کمه پاملرنه شوې ، خو اوس د ځان بسیاینې لپاره جدي ګامونه اخیستل شوي دي.
هغه ویلي چې، په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۶۹ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده، چې په دې کې ۷۰ سلنې پیسې له بهر څخه راغلې دي.
د طالبانو د برېښنا شرکت رئیس داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې عام خلک دوی ته ورکول کېدونکې برېښنا په نشت حسابوي.
دوی وایي ولسوالیو کې په قطعي ډول بریښنا نه ده ورکول شوې او آن ښارونو کې هم خلک د برېښنا نشتون له امله له ګرمۍ وسوزېدل.
عام افغانان تمه لري چې طالب چارواکي دې هم د تېرو حکومتونو په څېر غولوونکې ژمنې نه کوي، بلکې عملي کار دې وکړي.
تېره اونۍ یوه افغان پانګوال عزیزي هم افغانستان کې د لس ملیارده ډالرو د پانګونې ژمنه کړې، خو وبه لیدل شي چې، دا ژمنه عملي کېږي که نه.