پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهتر سختو فشارونو وروسته نسیم راډيو خپل نشرات بند کړل

تر سختو فشارونو وروسته نسیم راډيو خپل نشرات بند کړل

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۱مه』د نسیم راډیو مسوولانو ویلي چې، په دایکندي او بامیان ولایتونو کې یې خپل نشرات تر ۱۳ کلونو فعالیت وروسته ودرول.

یادي راډیو پرون (دوشنبه) پر خپله فېسبوک پاڼه له نورو معلوماتو ورکولو پرته دغه خبر ورکړی دی.

که څه هم د یادي راډيو مسوولانو د خپل رسنیز فعالیت د درولو لامل نه دی ویلی؛ خو ځینو رسنیو بیا په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د طالبانو تر سختو فشارونو وروسته دغه راډیو خپل نشرات وتړل.

د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې هم د یادې راډيو د دایکندي څانګه د شپږو میاشتو له پاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په باور د همدې وزارت له خوا د غیر قانوني نشراتو له امله وتړل شوه.

د یادې راډیو مسوولان ډاډ ورکړی چې، د حالاتو په ښه کېدلو سره به بیرته خپل فعالیت پیل کړي.

د طالبانو د ۲۰۲۱ اګست له راتګ وروسته افغانستان کې رسنۍ له بې‌ساري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، سلګونه راډیوګانې، تلویزیوني چینلونه او چاپي خپرونې وتړل شوې، د خبریالانو پر ازاد فعالیت سخت بندیزونه ولګېدل، ښځینه خبریالان په ډېرو سیمو کې له کاره منع شوې، د خپرونو منځپانګه د طالبانو له خوا سانسور او خبریالان د نیولو، وهلو او ګواښونو له خطر سره مخ دي، چې دې حالت د بیان او مطبوعاتو ازادي تر بل هر وخت زیاته محدوده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...