Homeخبرونهامریکا، بلوچ بیلتونپال ترهګره ډله اعلان کړه

امریکا، بلوچ بیلتونپال ترهګره ډله اعلان کړه

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۱مه』‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان بلوچستان کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکي پوځ په نوم ډله او د مجید لېوا په نوم د دوی وسلوال یې د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل.

امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر په سفر کې واشنګټن دا پرېکړه کړې ده.

بي اېل اې یا بلوڅ بیلتون پال پوځ بلوچستان کې د پاکستان پرضد تر ټولو ځواکمنه دله ده.

دا ډله پاکستان د خپلې صوبې د زېرمو په لوټلو تورنوي او وايي د ازادۍ لپاره جګړه کوي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکي تېر مارچ کې هغه وخت ډېر مشهور شو، چې له کوټې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي یې برید وکړ او پکې یې د پاکستاني پوځیانو په ګډون سلګونه کسان یرغمل کړل.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اوسنۍ پرېکړې په دفاع کې ویلي، چې بي ایل اې د اور ګاډي د تښتولو مسوولیت ومانه چې د ده په خبره ۳۱ ملکي وګړي او امنیتي پرسونل یې ووژل او له ۳۰۰ ډیر د اورګاډي مسافر یې یرغمل کړل.

بلوڅ بیلتون پال هغه مهال ډېر مساپر خوشي کړل، خو ویې ویل چې د خپلو غوښتنو تر منلو به پاکستاني پوځیان یرغمل ساتي.

د پاکستان پوځ د دې یرغملو د خوشي کولو لپاره عملیات وکړل او ویې ویل، چې د ۳۲ وسلوالو په وژلو سره یې ۳۵۴ یرغمل خوشي کړل.

خو دې ډلې ویل، چې وسلوال یې له ۲۱۴ یرغملو سره تښتېدلي او وروسته یې ټول یرغمل وژلي چې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو سره یې کار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...