پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهقطر ته د کار لپاره د تازه راغلو کډوالو نوم لیکنه پیل...

قطر ته د کار لپاره د تازه راغلو کډوالو نوم لیکنه پیل شوه

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۱مه』د طالبانو ‏د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې قطر کې په قانوني ډول د افغان کارګرو د لېږلو لپاره د نوم لیکنې لړۍ پیل شوه.

د یاد وزارت په خبره، دغه پړاو کې ۲۳نوي مسلکي بستونه شامل دي، چې یوازې کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې به یې نوم لیکنه ترسره شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد پروګرام کې ۱۸۰۰ تخصصي او مسلکي بستونه په پام کې نیول شوي او هغه کډوال چې تازه له ایران او پاکستانه راغلي او په شرایطو پوره وي کولی شي نوم لیکنه وکړي.

یاد وزارت همداراز ویلي، یادو بستونو ته د زمري په ۲۲مه یوازې د چهارشنبې په ورځ نوم لیکنه کیږي او غوښتونکي باید معتبر سند چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته د نوموړي راتګ ثابتوي د نوم لیکنې پر مهال له ځان سره ولري.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت قطر سره د افغان کارګرو د قانوني لېږد هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې دوه زره کارګر یاد هېواد ته واستول شي.

3 COMMENTS

  1. د خلګو خبره یو څو ګپی:
    ۱ – زما یو آشنای کوم چی په وطن کی اوسی را ته په تلفون کی وویل چی د قطر د هیواد ۲۰۰۰ کارګر کسان په کار دی خو په زرګونو زرګونو کسانو نوم لیکنه کړیده او مربوط چارواکی د هری نوم لیکنی په وړاندی سل افغانۍ حق الثبت اخلی.
    د طالب ځینو نااهلو اسلافو د فتوحاتو په درشل کی د ” جګړې ” له برکته میلون میلون درهم او دینار تر لاسه کړه خو طالب زما زوی د ” سولی ” په سیوری کی مُفتی او د قانونی!!!! چور له لیاری روپی ګټی.
    ما په صحیح مسلم کی د ولجو او غنیمتونو د عادلانه! ویش په باب یو بیان لوستی دی چی زه ئی دیته اړ ایستم چی د خپل ابائی او میراثی مذهب د حقانیت! په هکله تجدید نظر وکړم البته تجدید نظر می کړیدی چی نتیجه ئی دا شوه چی د ” تسنن ” د عقیدی څخه فاصله ونیسم.
    داسی ښکاری چی د طالب پلاس په حرامو ګټلو ” غنائمو ” کی پاکستان هم غوښنه ونډه تر لاسه کوی.
    ۲ – زما حدس دا دی چی د پاکستان څخه تازه را ستانه شوی مهاجر او قطر ته د هغوی د لیږد سناریو یوه پلمه ده، ډیر احتمال شته چی د پاکستان څخه را ستانه شوی کسان اکثراً خپله پاکستان ته وفادار پښتانه وی څو هم د طالب په رسمی تشکیلاتو کی ادغام او استخدام شی او هم نور امتیازات تر لاسه کړی بناءً د ذهن څخه به لیری نه وی چی قطر ته استوونکی کارګران په اصل کی همدا پاکستانی مخلوق وی.
    ۳ – هر په غوښه پټ هیواد د خپل قدرت او ځواک په اندازه استعماری او استثماری سیاستونه پلی کړی او پلی کوی. غربی لوی قدرتونو خصوصاً امریکا او کاناډا او ځینو اروپائی هیوادونو د وروستی پاتی هیوادونو سالم او تېره او فعّال او نابغه مغزونه ځانونو ته جذب کړی دی ( د مغزونو د فرار سناریو ) چی البته دا د کمزوری او خوار بشریت په وړاندی یو دروند جرم ګڼل کیږی.
    د طالب څخه دا توقع نه کیږی چی متخصص او کارپوه مغزونه پخپل وطن کی په کار واچوی کنې انسانی او ملی چلند خو دا دی چی نه یوازی د خپل وطن څخه د ډکو مغزونو د فرار مخه ونیوله شی بلکه په خارج کی د اوسیدونکو متخصصینو او پوهانو خپل وطن ته د راستنیدو او ټولنی ته د خدمت زمینه هم برابره کړی.
    ولاکه، سړی څه ووائی؟

  2. قدرمن غلام حضرت صاحب السلام علیکم. ستاسی د لیکنی بالکل طرفدار یم. حقیقت همدا دی. تاسو تل کله په شیوا بیان، کله په طنز او ډېر باریک بیان او آن کله کله په ترخه ژبه حقایق ویلی دی. ستاسو کمنتونه تل لولم او ورڅخه زده کړه کوم. الله پاک دی تاسو خوشحاله او ارام لری.

  3. ګران او محنرم ورور وحید جانه!
    وعلیکم السلام.
    ستاسی د اخلاص په وړاندی امتنان ځانته یو اخلاقی مکلفیت ګڼم که نه شاید له معدودو کسانو څخه یم چی د ځان د توصیف اورېده را ته پر تندی باندی د خجالت د خوَلو په بیه تمامیږی.
    تاسی غوندی کسان ډیر کم دی چی مثلاً اعتراف وکړی د فلانی کس څخه می یو څه زده کړه وکړه یا کړیده.
    حقیقت خو دا دی چی ټولو ژوندی موجوداتو خصوصاً انسان د « غار نشینی » د مرحلې څخه د « مریخی سفر » تر مرحلی پوری یو د بل څخه زده کړی تر لاسه کړی دی.
    د تاند د ټولو لوستونکو او اداره چیانو په شمول جوړ او خوښ اوسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...