Homeخبرونهد کونړ پر سیند د برېښنا ۲ بندونه جوړېږي

د کونړ پر سیند د برېښنا ۲ بندونه جوړېږي

تاند /سه شنبه د زمري- اسد ۲۱مه/ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وایي، د کونړ ولایت پر سیند د ۱۲۰۰ مېګاواټه برېښنا ظرفیت په درلودلو سره دوه لوی بندونه جوړوي.

منصور ویلي، چې د دغو بندونو جوړولو طرحي به چمتو او وروسته به کار پر پیل کړي.

‏د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر زیاته کړې، چې د کونړ پر سیند د دوو بندونو د جوړولو سروې بشپړه شوې ده.
نوموړی وایي افغانستان له بېلابېلو سرچینو څخه د ۳۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او دوی هڅه کوي، چې د خصوصي سکټور پر مټ یې چارې پیل کړي.

منصور هغه تشویشونه هم رد کړل چې، ویل کېږي پر دغه سیند د بندونو په جوړېدلو سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شي.

د نوموړي په وینا له دغه بند جوړولو سره په تېر جمهوري حکومت کې پاکستان هوکړه کړې ده.

کونړ سیند د افغانستان له هغو سیندونو څخه دی چې، پرېمانه اوبه لري او پر دغه سیند د بندونو په جوړېدلو سره به نه یوازې د افغانستان اوبه مهار؛ بلکې په زیاته پيمانه برېښنا به هم تولید کړي.

ختیځ میشتي د دې بند جوړېدو ته له کلونو راهیسې دعاوې کوي او هیله لري، چې طالبان به خپله ژمنه عملي او ژر به د دغو بندونو د جوړولو کار پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...