تاند – د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د تودوخې شدت او زیاتوالی د دې سبب شوی چې د یو شمېر ښارونو چارواکي یې په وړاندې نویو لارو ته مخه کړي؛ لکه د شنو ځایونو زیاتوالی، په سړکونو کې د سایه وانونو جوړول، او د سپین رنګ زیات کارول.
د نړیوال اقتصادي فورم د معلوماتو پر اساس، د هوا د تودېدو په مهال د ښارونو د تودوحې درجه په ځانګړي ډول ډېره لوړېږي. ښاري زیربناوې، لکه سړکونه او ودانۍ تودوخه جذبوي او خوشي کوي، او په دې توګه، تر ټولو لوړه تودوخه عموماً په ښاري سیمو کې ثبت کیږي.
د ملګرو ملتونو د چاپیریال د پروګرام په وینا، د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې د نړۍ د شاوخوا ۹۰ ښارونو چارواکو د تودوخې خبرداری خپور کړ چې د سیډني، پاریس او لاس انجلس په څیر ښارونه یې وهڅول چې له ډېرې ګرمۍ څخه د خپلو ښاریانو د ژغورنې لپاره لارې چارې ولټوي.
هر ښار ځان ته بېله لار غوره کړې چې لاندې توضح کېږي.
د هسپانیا بې ویل ښار
د هسپانیا په دې جنوبي ښار کې، چې تودوخه د دوبی په میاشتو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۴۰ ته رسیږی یا تر دې هم لوړېږي، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې ښار د تودې څپې په وړاندې اقدامات وکړي.
د تودوخې له زیاتوالی سره د مبارزې لپاره، د هسپانیا په ښارونو کې ډیر سایه وانونه یا چترۍ نصب شوی. د بې ویل ښار ښاروال انتونیو مانوز وویل: “موږ دې ته د سیوری پالیسی وایو. دا یوازې یو له ډیری شیانو څخه دی چې موږ یې کولو ته اړتیا لرو که موږ لاهم غواړو سړکونه وکاروو ، نو ماشومان په کوڅه کې لوبې کوی او خلک د سودا رانیولو ته ځی یا د سړک په کونج کې ناست دی او خبرې کوی.
د دې ښار چارواکی هم په کال کې ۵ زره ونې ږدي او د واسي تعمیراتي مواد کاروی چې تودوخه منعکس کوی. په ښار کې هره ورځ نورې فوارې جوړېږي چې د هوا له سړېدو سره مرسته وکړي.
په سیډنی کې د ونو طرحه
د اسټرالیا په لوی ښار، سیډنی کې، چې شاوخوا 1.3 ملیون هکتاره ساحه پوښي، پلانونه جوړ شوي چې تر 2030 پورې د نورو 5 میلیون ونو په کښېنولو سره شنه ساحه ډپراخه کړی. ونې چې د سیوری او رطوبت په برابرولو کې مرسته کوي او د کاربن ډای اوکسایډ په جذبولو او ذخیره کولو سره له اقلیمي بدلون سره مبارزه کوی.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې په 2019 کال سړکونو ته د سپین رنګ ورکولو تجربه پیل شوه. د دې کار هدف دا دی چې د لمر وړانګې فضا ته منعکس کړی او شاوخوا سیمې سړې کړی.
د ښار په لسو ناحیو کې تر دې دمه 10 سړکونه رنګول شوي، او په ګرمو ورځو کې، سپین رنګ د سړکونو سطحه یخوي.
د ابو ظهبی ځان سیوری برج
د متحده عربی اماراتو په ابو ظهبی کې، اټکل کېږي چې د اقلیمي بدلون له کبله د دې پیړۍ په دوهمه نیمایی کې د هوا د تودوخې اوسط د سانتي ګراد له مثبت ۵۰ درجو واوړي.
مګر نوښتګر ډیزاین له ودانیو سره مرسته کولی شي چې تودوخه کمه کړی. یوه بیلګه یې د البهار برجونه دی، دا ۲۶ پوړیزه ودانۍ، قاتېدونکي پلېټونه لري چې د کمپیوټر په وسیله کنټرولېږي او د سیوری د رامینځته کولو لپاره د لمر له موقعیت سره سم خلاصیږی او نژدې کیږی.
په پاریس کې له ګرمۍ سره د مبارزې لپاره ساړه ټاپوګان
۲۰۲۲ کال په دوبي کې په فرانسه کې د تودوخې ریکارډ مات شو. دې چارې د ښار چارواکي وهڅول چې د تودوخې د کمولو لپاره د حللارو په اړه فکر وکړی.
په پاریس ښار کې د ۸۰۰ یخو ټاپو ګانو په رامینځته کولو سره د اقلیمي بحران له کبله د تودوخې اغیزو ته ځواب وویل شو. دا تش په نوم ټاپوګان د کمپیوټر په پروګرام کې لیست شوی او پارکونه، د اوبو چینې، او عامه ودانۍ لکه حوضونه او موزیمونه پکې شامل دی. دا ځایونه د شاوخوا سړکونو په پرتله له 2 څخه تر 4 درجې یخ کیدی شی. پاریس هم پلان لري چې تر ۲۰۲۶ کال پورې ۱۷۰ زره ونې کښېږدي.
د روټردام شنه بامونه
د نباتاتو کښت او د ودانیو په بامونو کې شنه ځایونه رامینځته کول کولی شی د ښارونو له سړولو سره مرسته وکړي، او په هالنډ کې روټردام په دې وروستیو کې د چتونو په زرغونولو سره دا نوښت ثابت کړ.
ښار تمه لری چې له 900،000 مربع مترو څخه ډیر بامونه شنه کړی. د اوبو ذخیره کولو له لارې د نباتاتو شنه بامونه هم کولی شی د سیلابونو په کمولو کې مرسته وکړی. شنه بامونه هم په ښار کې د شاوخوا ځای تودوخه 15 درجې کموي.
د کولمبیا په ښار کې د ښاریانو لپاره شنه دهلیزونه رامینځته کړئ
د کولمبیا دوهم لوی ښار، ماډلین، په ټول ښار کې د 30 سیوري شویو لارو شبکه رامینځته کړې چې د «شنه دهلیزونه» په نوم پیژندل کیږي.د دغو دهلیزونو هدف له تودوخې سره مبارزه ده.
د رویټرز پر اساس، په زرګونو ونې، کجورې او استوایي بوټي د سړکونو، پارکونو او ترافیکی لارو په شاوخوا کې کرل شوي، چې د خلکو لپاره سیوری چمتو کوي.
