Homeخبرونهد امریکا بهرنیو چارو وزارت؛ طالبان پخواني نظامیان صحرایي محاکمه کوي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت؛ طالبان پخواني نظامیان صحرایي محاکمه کوي

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۲مه』‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه راپور کې وايي، چې ګڼ شمېز کره راپورونه شته ،چې طالبان د پخواني جمهوري نظام له امنیتي او ملکي کارکوونکو د غچ اخیستنې په موخه صحرايي محکمې کوي.

راپور د یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د موندنو پر بنسټ لیکي، چې د طالبانو له خوا دا وژنې، کورونو، زندانونو او نورو عامه ځایونو کې شوې دي، چې ښځې هم پکې شته.

که څه هم طالبانو د عمومي عفوې فرمان اعلان کړی، خو شواهد ښيي چې دوی په پنجشېر، کابل، ننګرهار، کندوز، نیمروز، غزني، خوست، جوزجان، فاریاب، تخار، سرپل او هرات کې پخواني افغان نظامیان د بېلابېلو تورونو له امله وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبانو د دغو کسانو د وژنې لپاره پر هغوی د داعش یا نورو وسله والو مخالفو ډلو د غړیتوب تورونه لګولي دي.

د سر چینې معلومات ښيي، چې طالبانو د «یرموک» په نوم ځانګړی ځواک ګومارلی، څو په پټه د پخوانیو افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو کارکوونکي په نښه کړي.

د امریکا خارجه وزارت ویلي، چې طالبانو هېڅکله هڅه نه ده کړې، چې خپله وسله وال د دې وژنو په اړه مسوول وګرځوي.

یوناما په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي، چې طالبانو په دې موده کې ۷ پخواني افغان نظامیان وژلي او ۸ نور یې نیولي او شکنجه کړي دي.

د برتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې هم څو ورځې وړاندې راپور ورکړی چې طالبانو شاوخوا ۲۰۰ پخواني افغان نظامیان وژلي دي، چې برتانوي ځواکونو یې معلومات افشا کړي وو.

طالبانو تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...