جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ هېوادونو سره نښلېدلی

افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ هېوادونو سره نښلېدلی

تاند/ چهارشنبه د زمری – اسد ۲۲مه/ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال وايي چې افغانستان اوسمهال د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ هېوادونو سره اړیکه لري.

د سوداګرۍ د کچې لوړېدل، د سوداګریزو توکو انتقالاتو کې چټکتیا او د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان له موقعیت او جغرافیې څخه لازمې ګټه اخیستنه د اوسپنې پټلۍ د پراختیا عوامل په ګوته کوي.

اوسمهال افغانستان حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې له ازبکستان، د اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ترکمنستان او خاواک اوسپنې پټلۍ له لارې ایران هېوادونو سره په مستقیم ډول او په غیر مستقیم ډول چین، روسیې، ترکیې او قزاقستان هېوادونو سره راکړه ورکړه لري.

هره اوونۍ د دغو پټلیو له لارې له سل مټرېک ټنه څخه زیات انتقالات کېږي.

تېره /دوشنبه د زمري ۲۰مه/ هم د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په یوه تازه خبر کې وویل چې، تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لارو ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس زیاته کړې وه چې، دغه انتقالات د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې له ۱۰مې نیولې تر ۱۶مې شوي دي.

د حق شناس په وینا، په دغو انتقالاتو کې ۶۸ زره او ۲۲۷ ټنه د حیرتان، ۱۶ زره او ۵۳۷ ټنه د تورغونډۍ، ۱۲ زره او ۲۵۰ ټنه د هرات- خواف او شپږ زره ۲۴۹ ټنه د آقینې بندر له لارو شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې، په دغو صادراتو او وارداتو کې ۵۹۷ ټنه د افغانستان صادرات شامل دي چي، لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب