جمعه, فبروري 6, 2026
Homeسپورتویسټنډیز له پاکستانه ۳۴ کاله وروسته سریز وګاټه

ویسټنډیز له پاکستانه ۳۴ کاله وروسته سریز وګاټه

تاند / چهارشنبه د زمري- اسد ۲۲مه/ ویسټنډیز د سیریز په وروستۍ او فیصله کوونکې یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درېیو لوبو سیریز یې ۱-۲ خپل کړ.

د پاکستان او ویسټنډیز ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه په ټرینیډاډ لوبغاليکې وشوه. په دې لوبه کې پاکستان پچه وګټله او کوربه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ویسټنډیز پاکستان ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۹۲ منډو وسوځېده او په دې سره ویسټنډیز د پاکستان پر وړاندې ۳۴ کاله وروسته د یوه ورځنیو لوبو سریز کې بریا خپله کړه.

د پاکستان ۵ لوبغاړي صایم ایوب، عبدالله شفیق، محمد رضوان، حسن علي او ابرار احمد په دې لوبه کې په صفر وسوځیدل.

پاکستان د کرکټ په ډګر کې په دې وروستیو کې له سختو ماتو سره مخ ده او له همدې امله پاکستانۍ لوبډله د خپلو مینه والو تر فشار لاندې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...