تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۲مه』پرون (سې شنبه) په غزني ولایت کې د طالب والي، عبدالصمد جاوید پر مشرۍ د طالبانو امرباالمعروف او سیمه ییزو مسوولینو ترمنځ د امربالمعروف قانون د ښه تطبیق په اړه غونډه وشوه.
غزني لپاره د طالبانو د والي ویاند، عزت الله سعیدي ویلي، غونډه کې د دوی د مشر پر هغه عالي حکم بحث او د نظر تبادله وشوه چې له مخې یې د ځان وژونکو لپاره عامه جنازه او فاتحه باید ترسره نه شي.
د طالبانو د غزني والي اړوندو ادارو ته جدي لارښوونه وکړه چې د ځان وژنې کوونکو لپاره عامه جنازې او فاتحې د خلکو په حضور کې ترسره کېدو اجازه ور نه کړي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځوانانو له لوري د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي.
ویل کېږي په دې وروستیو کې ډېر ځوانان د بې روزګارۍ او بیوزلۍ له امله ځان وژنه کوي.
وړمه ورځ هم په خوست ولایت کې یوه ځوان ځان وژنه کړې وه.
د نظر خاوندان وایي ډېری ځوانان د بېوزلۍ له امله ځان وژنه کوي او زیاتوي چې طالبان باید د دې چارې د مخنیوي لپاره ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځه او توپیري چلند بند کړي.
د نظر خاوندان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ ترڅنګ د طالبانو له لوري پر ځوانانو لګېدلي محدودیتونه، کورني مشکلات هم د ځان وژنې لوی لاملونه یادوي.
تاسو چې خر مرګي کول هغوی شهیدان او جنازې یې رواح وې خو اوس چې خلک د بیوزلۍ، بیروزګارۍ او ستاسو د بیغورۍ له امله ځان وژنه کوي جنازه یې بنده ده. د ځان نه پوښتنه وکړئ چې دې کس ولې ځانوژنه کړې.