Homeخبرونههرات کې کورونو او دفترونو ته د پاسپورټونو د لېږد پروسه پیل...

هرات کې کورونو او دفترونو ته د پاسپورټونو د لېږد پروسه پیل شوه

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۲مه』هرات کې د طالبانو د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د افغان پسټ دولتي شرکت له خوا په دغه ولایت کې کورونو او دفترونو ته د پاسپورټونو د لېږدولو لړۍ پیل شوه.

یاده پروسه پرون (سه شنبه) پیل شوه چې، له مخې به یې افغان پسټ دولتي شرکت یو پاسپورټ په ۱۰۰ افغانۍ د غوښتونکي کس تر دفتر او کور پوري رسوي.

په پرانیستي مراسمو کې د طالبانو د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس عبدالکریم حسیب ویلي، دغه پروسه یې په کابل او هرات ولایتونو کې پرانستې او وروسته به یې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

نوموړی زیاتوي، چې له دې کار څخه یې موخه خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي.

دا پروسه داسې مهال پیلېږي، چې اوس هم خلک د پاسپورت اخیستو او بریښنایي پېژندپانو د اخیستو برخه کې شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...