تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۲مه』د طالبانو د سرپرست حکومت سترې محکمې ویلي، په پلازمېنه کابل کې یې ۱۶ کسان په دُرو وهلي دي.
یادې محکمې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، دغه کسان یې پرون (سه شنبه) له ۱۰ څخه تر ۳۹ درې وهلي او له یوه کال څخه تر درو کلونو په تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د ذیکپ او ټابلیټ کا نشه يي ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅولو، قاچاق کولو په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو یادې محکمې په زابل، کابل او کندز ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۵ کسان د بېلابېلو جرموتو په تور په درو وهلي وو.
طالبان له بیا ځل حاکمیت را وروسته افغانستان کې عامو خلکو ته د بېلابېلو تورونو له امله سزا ورکوي، چې پکې وهل ټکول، په عام محضر کې سپکاوی او حتی اعدامونه شامل دي.
د عیني شاهدانو او د بشري حقونو د څارونکو راپورونه ښيي چې دا کړنې د قانوني بهیر او شفافې محاکمې له تېرېدو پرته ترسره کېږي، چې له امله یې د خلکو وېره زیاته شوې او د مدني ازادي محدودیتونه نور هم پراخ شوي دي.