تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۲مه』د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا څانګې دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې علي وزیر له یوه کال راهیسې په ناحقه زنداني دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او مرکزي غړي، علي وزیر پر ضد بې اساسه قضیې جوړې شوي، څو یې د بند موده وغځول شوي.
علي وزیر چې د پي ټي ایم مخکښ او د پاکستان د قامي اسامبلۍ مخکینی غړی دی، د تېر کال له اګسټ راهیسې پاکستاني پولیسو نیولی او زنداني کړی دی.
پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي، افراسیاب خټک د علي وزیر د خوشې کولو خبرپاڼه پر خپله ایکسپاڼه بیا خپور کړی دی.
په تېره فبرورۍ کې د پي ټي ایم رهبرۍ شورا د پښتونخوا، خیبر دروازې ته څېرمه د علي وزیر، نصیر کوکي خېل، حاجي عبدالصمد خان او نورو غړیو د نیول کېدو پر ضد پرلت کړی و.
د یادونې وړ ده چې د پاکستاني ریاست پولیسو لا هم نصیر کوکي خېل، حاجي عبدالصمد خان او علي وزیر د نړیوال بشري سازمانونو د غوښتنو سربېره په بند کې ساتلي دي.
څوک په تور کافرستان کې په حق زنداني دي؟ دغه خنزیر تور دجال یهود پنجابی لکه خنزیر صیهونیستان هر ډول جنایتونه کوي. د بشریت او انسانیت دښمنه صیهونیستي امریکا د بلوچ اتلان ازادي غوښتونکي د تروریستانو لیست ته وراچوي 😡👎