کله چې د شعر پېژندنې موضوع رامنځته کېږي، نو شايد د ټولو یې مخکې له مخکې دغه ساده او ښکلي تعريف ته فکر ور واوړي چې: ښه شعر هغه دی چې احساساتو پکې مشترک رنګ خپل کړی وي، یعنې د يو شاعر شخصي تجربې پکې عمومي شوې وي او هر څوک پکې خپل نړۍ لید حس کولی شي.
په ځوانو شاعرانو کې دا خبره لومړی شاید د نوي فکر پر خاوند شاعر استاد ذاکر حماس تطبیق شي. د نوموړي هر شعر يوه نوې خبره او نوې تجربه په موږ ویني، خو د “ژوند” تر عنوان لاندې نظم یې یو له هغه کمو شعرونو دی چې د جبران دا تعريف يې په اړه بېخي پوره خېژي چې: شعر داسې فکر یا نظریه نه ده چې د الفاظو په وسیله دې اظهار شي، شعر يوه داسې نغمه ده چې له وينجن زړه یا له خندا نه تر ډکې خولې راوځي:
ژوند
ژوند تت دی؛
لکه د نیکه عکس
لکه د لالټېن رڼا
لکه د پلاستیکځړیدلي کړکۍ تر شا منظر
ژوند نیمګړی دی؛
لکه د ښوونکي معاش
لکه په وړوکتوب کې د واده شوي جینۍ مینه
لکه د بې وروره خویندو ناز
ژوند تشه ده؛
لکه د مشر ورور مړینه
لکه د ځوانانو بېسوادي
لکه د دښمن سره د مخ کیدو پر وخت د وسلې نشتون
ژوند سوړ دی؛
لکه په ژمي کې د لمر له شعاعوو پناه کوټې
لکه د ځمکې اوبولو په شپه د مقتول وجود
لکه د سرمایدار په واده کې د غریب هرکلی
ژوند بېنظمه دی؛
لکه بې ښوونکي ټولګی
لکه د افغانستان نظامونه
لکه د هېواد له سقوط وروسته د هوايي ډګر الوتنې
ژوند بېخوندي ده؛
لکه د لوی عمر واده
لکه بېروزګاره ورځې
لکه د واده په شپه ترانو ته د ځوانانو اتڼ
ژوند بېزغمه دی؛
لکه پلار ته د تښتیدلي لور خبر
لکه له هېواده د ځوانانو منډه
لکه معلولیت
…ژوند بېرحمه دی؛
لکه د کارګر سرنوشت
لکه میرنی مور
لکه افغان ډاکتر
ژوند نامردي ده؛
لکه په سخته کې د ملګري خیانت
لکه د وطن پر سر د سیاسیونو معاملې
لکه د مسافر ورور له ښځې سره اړیکه
ژوند ځور دی؛
لکه د پلار زړښت
لکه کور ته په ماښام کې تشلاسی تګ
لکه همسایهتوب
ژوند بار دی؛
لکه د غږناستې پېغلې وجود
لکه د لوڼو پالنه
لکه بېکسي
ژوند ضایع ده؛
لکه د مارکېټي آثارو لوست
لکه استبدادي حکومت
لکه نشې ته پناه
ژوند پرېشاني ده؛
لکه په بېسرپناه کورنۍ د ژمي راتګ
لکه بېعایده سفر
لکه بدیداري
ژوند زړۀتنګي ده؛
لکه په سفر کې د مور د مزار د زیارت تلوسه
لکه د ماشومتوب یاد
لکه د شاعر شپه
ژوند کرکه ده؛
لکه د خپلې معشوقې وژل
لکه د مجبورې فاحشې سترګې
لکه د تربور په اړه د پلار خبرې
ژوند محرومي ده؛
لکه د روژه ماتي خالي دسترخوان
لکه د زندانیانو اختر
لکه د وطنپرستانو تبعید
ژوند جبر دی؛
لکه له آمر سره د مامور ستړي مشي
لکه د دوکاندار قسمونه
لکه نرښځی زیږیدل
ژوند اضطراب دی؛
لکه په یخنۍ کې د سوالګرو ژامې
لکه د پېغلې پر سینه د بوډا لاسونه
لکه د قصاص ځنډیدل
ژوند ویر دی؛
لکه د ګیلامن جنازه
لکه د ګردو پلورنې عملیات
لکه د وادۀ په ورځ د ناوې ځانوژنه
ژوند بدرنګي ده؛
لکه د محصل بېخرڅي
لکه ګاونډیو هېوادونو ته احتیاج
لکه د ښځې زیور خرڅول
ژوند دوکه ده؛
لکه د غلۀ ږیره
لکه د دښمن تواضع
لکه د “هلک” له خور سره د بچهباز وادۀ
ژوند خیانت دی؛
لکه دعدالت په نوم بېعدالتي
لکه د تښتیدلي جینۍ وژل
لکه د میینتوب تمثیل
ژوند بېانصافي ده؛
لکه له یو عمر زندان وروسته د بېګناهۍ ثبوت
لکه د نصیر احمد احمدي مړینه
لکه د ښځو ولور
ژوند فاجعه ده؛
لکه د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتیا
لکه د دوست په څېره کې د دښمن لیدل
لکه په پښتنو کې د هنر بېقدري
ژوند کړاو دی؛
لکه د ملګرو په مجلس کې د یوازیتوب احساس
لکه ورک مېړۀ ته د ناوې انتظار
لکه بېاولادي
ژوند ناورین دی؛
لکه د ولس لوږه
لکه د ښوونځیو تړل
لکه د ګوندونو تر خپلمنځي جګړو وروسته کابل
ژوند وحشت دی؛
لکه د تښتول شوي ماشوم وژنه
لکه د فرخندې سنګسار
لکه د ښځې وهل
وایي: ژوند د حالِ زمان دوام دی. که پوچ انسان خپل تحلیلګر فکر له همدې زمان سره تطبیق نه کړي، څه وکړي؟
دا نظم هم ژوند تر ډېره د يو ناهیلي انسان له سترګو موږ ته انځوروي. په نظم کې د ژوند هغه اړخونه په ډېر هنري انداز رسم شوي دي چې تر ډېره له منفي تجربو، ناامیدیو او اجتماعي ستونزو سره تړاو لري. شاعر ته د ژوند مانا د ارامۍ، ښکلا او خوشالۍ پر ځای په محرومیت، بدرنګۍ، کړاو، ظلم، بې عدالتۍ او… کې نغښتې ښکاري.
په کلاسیکو او معاصرو اثارو کې ډېری وخت ژوند د ښکلا، توازن او زوال یوه ګډه تابلو وي، خو په دې نظم کې شاعر هڅه کړې چې دا توازن مات کړي او فقط و فقط د ژوند تیاره او پيکه اړخونه راواخلي. مطلب دا چې په دې شعر کې د ژوند مانا تر ډېره د شاعر له شخصي تجربو خړوبه ده، خو دا چې دلته بیان شوې تجربې د ډېرو تجربې دي، نو ځکه هر څوک پکې خپل ځان لیدلی شي.
نظم دا هم راته وایي چې ژوند د اجتماعي او سياسي ظلم انعکاس دی چې تر ډېره حده له بې عدالتۍ، فساد، جګړې، بې کارۍ…. څخه سرچینه اخلي، مطلب ژوند د ناوړه سیاسي او ټولنیزو شرایطو تابع هم دی. ژوند همداراز په انساني اړیکو کې د خیانت او زوال تجربه هم کېدای شي چې تر ډېره د ملګرو خیانت، د کورنۍ اړیکو ماتېدنه، د محبت له منځه تلنه… پکې مهم نقش لري. ژوند د وجودي تشې، بې معنویت او مایوسۍ احساس هم دی، یعنې ژوند یو پرلپسې او تکراري بار دی چې د انسان پر اوږو ور اېښودل شوی، ورتپل شوی چې همدا اجبار اخر هم انسان ناهیلی کوي.
د دې نظم یوه جالب اړخ دا دی چې شاعر پکې تنها خپلې شخصي تجربې او دردونه نه دي بیان کړي، بلکې ټولنیز زخمونه او ستونزې يې هم د ژوند د تعريف برخه ګرځولې دي.
د وجودي فلسفې یا اګزسټينسیالېستانو په نظر ژوند اصلن پوچ دی، بې مانا دی، خو دا انسان دی چې مانا پکې جوړوي. په دې اړه راجنیش اوشو لیکي: ژوند پخپله بې مانا دی. ژوند د مانا پنځولو لپاره يو امکان دی.
په دې نظم کې هم حماس صاحب ژوند د خپل ليدلي چاپېریال او حس کړو تجربو له امله یوازې د ظلم، کړاو، بې عدالتیو، ناورین، جګړو او… له مخې انځور کړی چې د مانا په پرتله یې د بې مانایۍ تله درنه ښکاري. همدارنګه په دې شعر کې ژوند د درد، محرومیت، شکست او… شیانو سره تشبېه شوی او دا تشبېهات ژوند د یو منفي وجودي تعبیر په اساس موږ ته راپېژني. شاعر اصلن په دې نظم کې د ژوند پر وړاندې د یوې بې مانا مبارزې احساس لري، یعنې هره هڅه، هره هیله او هر راز مینه يې بلاخره په ماتې پای مومي. په ټوله کې دا ډول لید د وجودي تشې ښکارندويي کوي او دا ډول رواني حالت د یو انسان د ژوند په بې ثباتۍ او بې ماناتوب دلالت کولی شي.
په ټوله کې دا نظم د ژوند مانا و ارزښت داسې راپېژني: ژوند د انسان پر اوږو د دردونو، ظلمونو او محرومیتونو یو داسې بار دی چې ښکلا یې د ټولنیزو او شخصي ناورینونو له امله پيکه پاتې ده. ژوند یو لړ داسې پېښې دي چې په انسان ورتپل شوې دي او انسان د دې پر ځای چې د ژوند د مانا په لټه کې شي، مجبوره دی یوازې زغم زده کړي او ژوند په هغه ټولنه کې چې بېعدالتي، فقر او تاوتریخوالی پکې حاکم وي، د ښکلا او هیلو پر ځای تش یو نوم پاتېږي.