شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کرکټ نړیوال جام مشال نن کابل ته راورسید

د کرکټ نړیوال جام مشال نن کابل ته راورسید

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) د کرکټ د نړیوال جام مشال د دوو ورځو لپاره نن د افغانستان پلازمېنې کابل ته راوړل شو.

دا د افغانستان په تاریخ کې دوهم ځل دی چې د کرکټ د نړیوال کپ مشال د افغانستان په خاوره کې بلیږي.

نړیوال کپ به (۲) دوې ورځې په افغانستان کې وي او په دې موده کې به بیلابیلو ولایتونو ته یووړل شی.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی او یو له هغو ټیمونو څخه دی چې په نړیوال جام کې ګډون لري.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په پنځمه پیلیږي او د افغانستان لومړۍ مسابقه به د اکتوبر په اوومه له بنګله دېش سره وي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیول جام د درې ورځنۍ سفر او نندارې لپاره کابل ته له راوړل کېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږدول شو، چې ورپسې د دارالامان تاریخي ماڼۍ او د ورځې په پای کې ملي راډیو ټلویزیون ته یووړل شو.

له ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته دغه جام د غازي امان الله خان ماڼۍ (دارالامان ماڼۍ) ته یووړل شو.

د کرکټ نړیوال جام د غوره مراسمو لپاره له کابله وروسته لومړۍ بامیان ته ولېږدول شو، په درېیمه ورځ دغه جام هرات ولایت ته ولېږدول شو او ورسره هم مهاله کندهار ته ولیږدول شو، چې بیرته بیا کابل ته له راوړلو وروسته متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب