جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکاناډا له پاکستانه ۶ زره افغانان خپل هیواد ته بیايي

کاناډا له پاکستانه ۶ زره افغانان خپل هیواد ته بیايي

تاند (پنجشنبه د سنبلې ١٥مه) د پاکستان حکومت د کاناډا د په غوښتنه پرون (چهارشنبې) دغه هیواد ته د ۶ زره افغانانو د لېږلو پلان تصویب کړ. 

د پاکستان حکومت وویل، دا ۶ زره هغه افغانان دي چې اوس په پاکستان کې اوسي او د کال تر پایه به کاناډا ته ولېږل شي. 

د کاناډا د حکومت له پلان سره سم، کاناډا ته د شپږ زره افغانانو د انتقال لګښت او د هر کس په سر د خروج ۳۰ ډالره به د کاناډا سفارت ورکړي. 

د کاناډا سفارت به همداراز د هغو افغانانو جریمه هم پرې کړي چې په پاکستان کې د ویزې له خلاصیدو وروسته په دغه هیواد کې پاتې شوي دي. 

هر افغان چې تر قانوني مودې زیات په پاکستان کې پاتې شوی وي باید ۸۰۰ ډالره جریمه ورکړي.

د کاناډا حکومت وايي، هغه افغانان انتقالوي چې په افغانستان کې د تعقیب او تشدد له خطر سره مخامخ وو او یا یې په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د هستوګنې په موده کې له هغوی سره همکاري کړې وي.

3 COMMENTS

  1. په دې ۶۰۰۰ کاناډا ته تلونکو مهاجرو کي یوازي ۲۰۰ افغان پښتانه، هزاره، تاجیک او د نورو قومونو خلګ دي خو ۵۸۰۰ یی د پاکستان د آئی اِس آئی او د پوځ سره تړلي خپلوان او جاسوسان دي چی د پاکستان د استخباراتو لخوا ورته جعلي افغاني تذکرې او پاسپورتونه ورته جوړ شوی او د کاناډا د مهاجرینو او سره صلیب مامورینو ته یی ورسپارې چی بیا د کاناډا څخه یوازي پاکستان تګ راتګ کوي، هلته پیسي حواله کوي او هماغلته ودونه کوي او همدارنګه ډیري ګټې پاکستان ته چي اصلي هیواد یی دی رسوي او اصلي مستحقین چي افغانان دي په خپل هیواد یا پاکستان کي په تورو خاورو دردونو، فقر، نیسۍ، رنځونو او عذابونو کې خپل ژوند پای ته رسوي.

  2. د امید صاحب د فرمودی په تائید؛
    پاکستان او کاناډا دوه رضاعی وړونه دی ( دواړو د لندن د ځِګر شیدی رودلی دی).
    کاناډایان هم ناخوښه نه دی چی پاکستانیان ئی په لمنه کی وروزل سی.
    په هره توګه، افغان یوازنی وولس دی چی د نوم او سر او وینو او جغرافیا څخه ئی هر استعمارګر ګټه پورته کړیده خو خپله افغان بیچاره له هر امتیاز او هری ګټی بی برخی پاتی سوی دی.

  3. په جرمنی کې هم اوس معلومه شوه چې ډیر زیات پاکستانیان د افغانانو په نوم ورغلی دی. داکیسه له ډیر پخوا روانه ده. لندن خو یبخی د دوی پلرنی وطن دی. خدای دی داسی ورځ راولی چی افغانان ټول بیرته وطن ته راستانه شی، هره ورځ ورته سترګی په لاره یاستو، بلا پسې هماغسی جمهوریت دی وی خو مقصد چی خلک مو را په کور شی او ځوانانو ته حق حلال کارونه پیدا شی او د مهاجر کیدو سلسله ختمه او دنجونو او هلکانوتعلیم آزاد پریښودل شی موږ دعا کوله چی جنګ ودریږی، سوله شی، جمهوریت او مفسدین اصلاح یا بیخی ورک شی ، هغه له بد بدتر شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب