دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهروسیه: سیمه دې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف مبارزې ته ګډې...

روسیه: سیمه دې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف مبارزې ته ګډې هڅې وکړي

تاند: (پنجشنبه، د وږي ۱۵ مه ) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له سیمه ییزو هېوادونو غوښتي، څو په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر پر وړاندې مبارزه کې ګډې هڅې وکړي.

نوموړې دا غوښتنه، په کابل کې د روسیې پر سفارت د ځانمرګي برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت کړې ده.

په دغه برید کې دوه روسي دیپلوماتان وژل شوي وو.

د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یادې پېښې ته په اشارې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د مسایلو د حل و فصل لپاره سیمه ییزې هڅې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د تضمین او ترهګرۍ د مخنیوي سبب ګرځیدای شي.

 روسۍ ویاندې په عین حال کې، د ترهګرۍ د خطرونو پر وړاندې په افغانستان کې د واکمن رژیم هڅې د بسنې وړ نه دي ګڼلي او ویلي، چې دا هڅې د ترهګرو د ختمولو لپاره کافي نه دي.

 روسیې مخکې د یادې پېښې په غبرګون کې امریکا او انګلستان تورن کړي وو، چې په افغانستان او سیمه کې داعش ډله پياوړې کوي.

طالبانو بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې چا ته ګواښ نه دی پېښ او په دې اړه ادعاوې واقعیت نه لري.

1 COMMENT

  1. دا جوته خبره ده چط انگلیس له ده إیپئ وروسته افغانستان اشغال کړ او خپلو موخو ته ورسید او د روس تزاری ارزوګانط خاورط شوې. روس اوس د شمالی ټلوالې تر شاه خپلو موخو ته د رسیدلو دپاره او د روسیې د دروازې( منځنس اسیا) د ساتلو د پاره ګریت ګیم ختم نه ګڼي او لا هڅې کوي. اوس افغانستان د انګلیس یوازینی سنګر دی چې د ایران، روس، او د چین او د هغه نوی ورو پاکستان ترې اداره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب