د روڼتیا په لور
له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ
ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز
مرکچي: «د روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلئ! له شیواني ورما سره نن ورځ په یوه بله پاڼه خبرې کوو. شیواني خورې! موږ د فکرونو او اګاهي په هکله خبرې کولې. ډېری کسان په دې اند دي، چې موږ بیا هم هماغه تېر حالت ته ستنېږو، یعنې تر څو چې زه له خپل فکر نه خبرېږم، زما عکس العمل وخته شوی وي او فکرونه مو ډېر چټک جوړېږي او دا ډېر سخته ده، چې له خپلو فکرونو دې اګاهي ولرو یا یې کنټرول کړو. خو هو! یو مثبت کار شوی دی، چې اوس کله غوسه شم او غوسه مې سر ونیسي، نو د غوسې په لومړیو شېبو کې لا را یاد شي، چې بس همدومره بس ده او نور باید غوسه ونه کړم. خو زه د یوې داسې حللارې په تمه یم، چې له لومړي سره لا د غوسې د راتلو مخه پرې ونیسم او اصلاً غوسه را نه شي.
شیواني: خو دا پخپله یو ډېر ښه پیل دی، چې دغه اګاهي دې موندلې ده. غوسه چې کله په عمل اوړي، په دې شېبه کې ته اګاه یې، چې د خپل ځان مخه باید ونیسې. دا په دې معنا، چې که مخکې به لس دقیقې له کنټرول نه وتلی وې، اوس یوه دقیقه په غوسه کې تېروې.
مرکچي: نه، لس دقیقې چېرته! پخوا به يې همداسې دوام درلوده او هېڅ مخنیوی يې نه وو…
شیواني: خو اوس کولی شو، په یوه یا دوو دقیقو کې یې کنټرول کړو، نو دا هم ډېر بد پیل نه دی.
مرکچي: پنځوس سلنه لاسته راوړنه ده!
شیواني: مثبته خبره ده، لویه لاسته راوړنه ده او یو ډېر ښه پیل دی.
مرکچي: اوس په درون کې یو څوک خبرې راسره کوي او یو څه شته، چې راته وايي، همدومره بس ده! سمه ده، فکر ته دې پام ونیسه. نور بس دی!
شیواني: د دې وجه دا ده، چې ما خپل دا تعریف بدل کړ، چې طبیعي څه شی دي؟ پخوا به ما ویل، چې «غوسه طبیعي ده؛ ښکاره ده، چې غوسه کېږم به؛ په یو چا باندې د کار ترسره کولو لپاره باید غوسه وشي». همدا زما اعتقادي سیسټم وو. کله به چې غوسه شوم، نو اړتیا مې نه لیدله چې د ځان مخه ونیسم او فکر مې بدل کړم. ان په دې فکر به وم، چې خپله غوسه ډېره ښه توجیه کولی شم. خو اوس زه یو نوی اعتقادي سیسټم را خپلوم، هغه دا چې ارامتیا طبیعي ده. خو ورپسې وایم، چې ښه، سمه ده! اوس نو زه ارامتیا غواړم. خو په دې سربېره، یوه بله اګاهي دا لرم، چې زه پخپله ارامتیا یم او اړتیا نه لرم، چې ويې غواړم. په دې اساس، لومړی مې یو نوی اعتقادي سیسټم خپل کړ، چې ارامتیا طبیعي ده. بیا مې وویل، چې زه ارامتیا غواړم. خو بیا مې په دې ځان پسې پوه کړ، چې زه پخپله ارامتیا یم. نو اوس چې کله غوسه کوم، پوهېږم، چې دا زما طبیعي حالت نه دی. په دې ترتیب، په کومه شېبه کې چې غوسه یم، دغو خبرو ته مې پام اوړي او نور له خپلې غوسې لاس اخلم.
مرکچي: سمه ده، خو یادېږي دې، په تېره مرکه کې مې یوه پوښتنه درنه کړې وه، چې خلک به څه وايي؟ مثلاً خلک عموما د دغه ډول انسان په هکله وايي، چې کمزوری دی او پلانکي د خلکو په مخ کې داسې او داسې ورته وویل، خو دی غلی ورته ولاړ وو.
شیواني: راځئ، لومړی به دا سره معلومه کړو، چې دا ډېر مهم دي، چې زه څه فکر کوم او که دا ډېر مهم دي، چې خلک څه فکر کوي؟ او دا یوه مهمه پوښتنه ده؟
مرکچي: نه، دې پوښتنې ته ځواب نه وایم! …. یا به ووایم، چې دواړه مهم دي.
شیواني: سمه ده. خو ډېر مهم څوک دي؟
مرکچي: که رښتیا ووایم، بلاخره زه پخپله مهم یم.
شیواني: نه، داسې به نه وي. د ډېرو خلکو لپاره به يې ځواب بل څه وي. ممکن ځینې خلک ووايي، چې «موږ ته دا ډېر اهمیت لري، چې خلک څه فکر کوي. نه دا چې زه څه فکر او احساس کوم! او زه که غوسه هم یم، ستونزه نشته. لږ تر لږه، نور خلک خو ارامه دي».
مرکچي: او یا دا چې د خلکو په منځ کې مې خپل عزت وساته!
شیواني: اګر که دې عزت ووایو! راځئ، دغې صحنې ته به لږ تم شو. یو نفر له قهر او غوسې ډک چلند کوي او مقابل لوري کې يې یو بل نفر هم په همدې ډول کنټرول له لاسه ورکړی او غبرګون ښيي. آیا دې ته زور او ځواک ووایو؟ مثلاً په دغه صحنه کې خپل ځان په نظر کې ونیسه. دا چې ارامه او پرسکونه پاتې شې او غبرګون ونه ښيې، خپل ثبات دې وساتې او د مقابل لوري لپاره نېکې هیلې په زړه کې ولرې، آیا دا کمزورتیا ده او که ځواک؟ دا کار صحیح ده او که غلط، مهمه نه ده. لومړی، له ځانه دا پوښتنه کوو، چې کله یو څوک له ماسره سم چلند نه کوي، آیا په دغه شېبه کې ارامه اوسېدل، غبرګون نه ښودل او د هغه کس لپاره ښې هیلې ژوندۍ ساتل، ځواک دی او یا کمزورتیا؟ راځئ، په دې ډول به يې هم نه ارزیابي کوو، چې ځواک ده یا کمزورتیا. فقط دا به وګورو، چې کوم یو یې اسانه دی او کوم یو په اسانه ترسره کولی شو. یو څوک په ما چیغې وهي، آیا بېرته چیغې ورباندې وهل اسانه دی؟
مرکچي: هو!
شیواني: او که په ثبات کې پاتې کېدل، په درون کې ثبات ساتل او د هغه کس لپاره سالم فکرونه او احساسات پالل چې په ما یې چیغې وهلې دي؟
مرکچي: دا ډېره، ډېره سخته ده!
شیواني: بیا نو همدا ځواک دی.
مرکچي: اوه! یعنې هر شی چې سخت وي، هغه ځواک دی؟
شیواني: هو. په دې چې سخت کار ځواک غواړي. مثلاً زه دغه څوکۍ پورته کوم، زور غواړي. خو دا خبره چې نه یې شم پورته کولی، اسانه ده او زما فزیکي کمزورتیا ښيي. د سمندر د څپو په مخالف لوري یو څه کول، د منفي انرژي د څپو په مقابل کې درېدل، داسې چې لومړی د ځان ساتنه وکړې او بیا د منفي انرژي د څپو پر وړاندې مثبته انرژي وپنځوې، دا ټول خورا ډېر ځواک غواړي. بېرته چیغې ور باندې وهل، اسانه کار دی. پلانکي چیغې را باندې ووهلې. سمه ده، زه يې هم پرې وهم. دا کار نو څه ځواک غواړي؟
مرکچي: د دې خبرو په اوږدو کې داسې احساسوم، چې کله زه بېرته په یو چا چیغې وهم، نو زما شاوخوا خلک اصلاً په دې نه پوهېږي، چې د دې شخړې شالید یا ترشا ربړه څه وه. هغوی خو یوازې ما ویني، چې د یوه احمق غوندې چیغې وهم، نو په دې کې عزت چېرته دی؟
شیواني: خو تا وویل، چې عزت دی. ما خو درته وویل، چې دا یو سوالیه ټکی دی. ههه! عزت چېرته دی؟
مرکچي: خو مثلاً په ښوونځي کې یو هلک ځورول کېږي، دی يې مقابل کې غبرګون ښيي. خو کوم یو چې غلی پاتې کېږي، هغه ته وایي، چې بې غیرته یې، اصلاً نر نه یې. نو وینو چې له ماشومتوبه همداسې را روزل شوي یو.
شیواني: بې غیرته به هغه وخت وایو، چې کله ته په خوله څه ونه وایې، خو په درون کې ځورېږې او نارامه یې. دې مثال ته راشه. که رئیس په ما چیغې ووهي، زه یې د مقام له لاسه په ځواب کې څه نه شم ویلی، خو په درون کې ثبات نه لرم، نو دا په ما اغېزه شیندي. خو په دغه شېبه کې خلک راته وايي، چې «ته هم چیغې ورباندې ووهه او موضوع ختمه کړه او د دې په ځای چې خپله غوسه درون کې جمع کړې، ښه خبره ده، چې غوسه دې ښکاره کړې». دا خبرې په تا اغېزه کوي. خو اوس موږ په دې خبرې نه کوو، چې خپله غوسه په درون کې وساتو، بلکې په دې خبرې کوو، چې «دغه ډول انرژي» باید اصلاً ایجاده نه کړو او همدا ځواک دی.
مرکچي: شیواني خورې! نن سبا ډېره سخته ده، چې د خپل رئیس په مخ کې دې سوڼ هم وکړې.
شیواني: خبره یوازې د رئیس نه ده، مقابل لوری هر څوک کېدلی شي.
مرکچي: سمه ده، هر څوک کېدلی شي. خو خلک نه غواړي، چې خپل حیثیت له لاسه ورکړي او خپل حیثیت خلکو ته یوه لویه معنا لري، نو ځکه په خوله څه نه وايي.
شیواني: خو په درون کې څنګه؟
مرکچي: په درون کې ښکاره ده، چې نارامه دي.
شیواني: په دې معنا، چې غوسه خو یې ایجاده کړې ده.
مرکچي: هو.
شیواني: فرق يې دا دی، چې دغه غوسه لفظي نه ده، بلکې ذهني او دروني غوسه ده. خو غوسه، غوسه ده. هغه که د کړاو په بڼه وي، د کرکې او یا د لفظي شخړې په بڼه وي او په هر حال کې په تا اغېزه کوي. خو که زه خپلو فکرونو او احساساتو ته پاملرنه پیل کړم، نو لومړی په بیرون کې د خپلې غوسې مخه نیسم او په تدریجي توګه يې په درون کې هم ختموم. او دلته دا مهمه نه ده، چې په مقابل کې مې رئیس دی او یا خپل ماشوم. اصول د ټولو لپاره یو دی.
مرکچي: نو د دې لپاره چې نامحدوده خوشالي ترلاسه کړو، څه باید وکړو، چې هغه ذهني ثبات ته ورسېږو، چې همدا اوس ته پرې خبرې کوې؟
شیواني: لومړی باید په دې ځان پوه کړو، چې غوسه ځواک نه دی.
مرکچي: سمه ده.
شیواني: غوسه انتهايي کمزورتیا ده، په دې چې په همدې شېبو کې زه خپل کنټرول له لاسه ورکوم او کنټرول له لاسه ورکول ځواک نه دی.
مرکچي: که غوسه ځواک نه وي، نو غوسه څه شی ده؟ کمزورتیا ده؟
شیواني: ته څه فکر کوې؟ ….. «که څوک پوهوې، پوښتنې ترې وکړه».
مرکچي: ناا، یعنې تشه ده، ناهیلي ده، د کمترۍ احساس ده؟ څه شی ده؟
شیواني: غوسه هغه ګډوډي ده، چې په درون کې پېښېږي، زه يې توجیه کوم هم او د خپل دغه احساس پړه په دنیا ور اچوم او بیا له همدې احساس سره د دنیا په مقابل کې را څرګندېږم. د دې احساس سبب الف، ب، ج یا بل هر څه کېدلی شي! وړاندې تا وویل، چې موږ رئیس ته هېڅ هم نه شو ویلی. سمه ده، رئیس ته هېڅ هم نه وایو. خو کله چې کور ته راځو او دا چې رئیس ته مو څه ونه ویل، په خپلې مېرمنې چیغې وهو. مېرمنه مو چې په موږ چیغې نه شي وهلی، هغه ځي، په ماشوم چیغې وهي. په دې ترتیب، موږ دا نه شو ویلی، چې موږ غوسه نه شوو. خبره دا ده، چې په هغه شېبه کې ما خپله غوسه په درون کې ایساره کړه او تخلیه مې نه کړه. خو دا چې غوسه مې ایجاد کړې ده، نو خامخا به يې په یو یا بل چا تخلیه کوم. د دې لپاره، چې پوه شو، چې دا هر څه څنګه صورت نیسي، اړینه ده، چې په ټول میکانیزم یې ځان پوه کړو. شاید په دې ډول به مو دې ته توجه لږ ډېره شي، چې موږ په خپل ژوند کې څه کوو!
مرکچي: سمه ده.
شیواني: زه چې هر ځل یو فکر پنځوم، جوخت ورپسې څه راځي؟ امکان شته، چې موږ به ډېری وختونه له خپلو فکرونو اګاه نه یو. خو زه چې یو فکر پنځوم، تر هغه وروسته هغه څه دي، چې اتومات رامنځته کېږي؟
مرکچي: له فکر وروسته یو عمل پېښېږي!
شیواني: یو عمل! دغه عمل وینا هم کېدلی شي، یو کار هم! خو په دغه پروسه کې عمل ډېر وروسته پېښېږي او عمل د دې بهیر ډېر وروستنی پړاو دی.
مرکچي: سمه ده! زه چې یو فکر پنځوم، ورسره مې په درون کې یو احساس رامنځته کېږي؟
شیواني: هو. زه چې یو فکر وپنځوم، سمدلاسه چې کوم څه کېږي، هغه دا دي، چې یو احساس جوړېږي.
مرکچي: سمه ده.
شیواني: دغه احساس سمدلاسه راځي. ځینې وختونه موږ له خپلو فکرونو اګاه نه یو، خو د خپلو احساساتو اګاهي راسره وي. مثلاً وایو، چې «نن ورځ ښه احساس نه لرم.» زه په دې یقیني نه یم، چې کوم فکر مې پنځولی وو، چې دغه احساس راته پیدا شو. خو دا خبره ارومرو کوم، چې نن ښه احساس نه لرم یا دا چې نن ورځ خورا ښه احساس لرم. خو موږ باید دا درک کړو، چې دغه احساس د ځینو هغو فکرونو نتیجه ده، چې نن ورځ مې پنځولي دي. نو که له خپلو فکرونو اګاهي نه لرو، لږ تر لږه په دې ځان اګاه کولی شو، چې نن ورځ مې احساس څه ډول دی؟ په دې چې زموږ هر احساس زموږ د یوه فکر نتیجه ده. «زه باید له تاسره ووینم»، یو فکر دی، چې زه یې پنځوم او زما د تېرو تجربو په اساس، دغه فکر سمدلاسه ځان سره یو احساس هم ایجادوي.
مرکچي: نه یوازې د تېرو تجربو په اساس، بلکې د هغو خبرو په اساس هم، چې زما په اړه دې اورېدلې دي. ههه!
شیواني: هو. ډېر نور شیان هم چې وروسته به پرې راشو. خو هر فکر همېش په ځان پسې یو احساس لري. همېش! هر فکر له ځان سره یو احساس راوړي. ستا په اړه ، د نړۍ په اړه او د نورو خلکو په اړه زما ټول احساسات یو ځای کېږي او زما چلند او رویه ترې سازېږي. ستا په اړه یو فکر، د دې فکر په پایله کې رامنځته شوی احساس او دا چې دغه کار ډېر ځله پېښ شوی، نو په پایله کې یې ستا په مقابل کې زما چلند جوړ شوی.
مرکچي: سمه ده!
شیواني: پوهېږې، نن ورځ موږ په نړۍ کې دا ټکي ډېر اورو، چېې مثبت چلند دی او منفي چلند دی! بیا زیاتوي، چې خپل چلند دې بدل کړه. خو موږ خپل چلند نه شو بدلولی، باید خپل فکر بدل کړو.
مرکچي: یا دا چې وايي، خپل چلند دې د پلانکي او بیستانکي په مقابل کې بدل کړه!
شیواني: ته چلند نه شې بدلولی. ته خپل چلند څنګه بدلوې؟ ته باید هغه فکرونه بدل کړې، چې ته یې د نورو خلکو په تړاو پنځوې.
مرکچي: نو چلند، د چلند تر شا احساس او د دې تخم بیا فکر دی.
شیواني: بالکل! زړی یې فکر دی.
مرکچي: سمه ده.
شیواني: موږ خپل چلند نه شو بدلولی، باید خپل فکر بدل کړو. فکر چې بدل شو، چلند پخپله بدلېږي.
مرکچي: او د دې لپاره چې فکر بدل کړو؟
شیواني: په همدې تړاو خو زموږ ټولې خبرې دي، چې ارامه ډډه وهو، خپل فکرونه څارو او خپل فکرونه پخپله انتخابوو.
مرکچي: ځان اګاه کوو؟
شیواني: بالکل! ځان اګاه کوو.
مرکچي: او په تمرین یې زده کوو، چې اګاهي هم یو تمرین دی.
شیواني: هو.
مرکچي: همدا چې تل اګاه اوسه، اګاه اوسه، همدا پخپله تمرین دی.
شیواني: بالکل! او بیا به دې په تدریج سره پام شي، چې چلند دې بدل شوی دی.
مرکچي: بیا اړتیا نشته، چې د هر څه په اړه فکر وکړې، ځکه چې نور هر څه پخپله بدلېږي.
شیواني: نور هر څه د همدې پروسې پړاوونه دي. هغسې چې د توکو تولید یوه پروسه لري، چې هر پړاو په بل پړاو پسې راځي، دلته هم خبره په همدې ډول ده.
مرکچي: بیا هم د تمثیل په څېر دی. یو ځل چې د خپل تمثیل بنیاد دې ومونده، بیا هر څه پخپله کېږي. په دې ځای کې هم بنیاد له خپلو فکرونو اګاهي ده؟
شیواني: تر دې شاته هم یو پړاو شته دی، چې موږ به وروسته پرې خبرې وکړو. خو اول به يې په راتلونکو پړاوونو خبرې وکړو. لومړی فکر، ورپسې احساس، بیا چلند او په پای کې عمل! دا هغه ټکی دی، چې ستا فکر پکې په عمل اوړي. نو ستا په مقابل کې که زما برخورد مثبت وي، له تاسره خبرې، زما رویه او هر تعامل به مې مختلف وي. خو که مې رفتار منفي وي، بیا به هر څه یو بل شکل لري.
مرکچي: کله چې تا وویل، عمل! پوهېږې، ماته دې زما ډایریکټر را یاد کړ. هغه به چې د فلم ډکولو په جریان کې وویل، ایکشن! تمثیل به مې پیل کړ. خو چې وبه يې ویل، کټ! تمثیل به مې هم ختم شو او نور به ودرېدم.
شیواني: دغه طریقه د خپلې ټولې ورځې په اوږدو کې هم پلي کولی شو. لومړی ایکشن! خو په یوه خاص ځای کې، کټ!
مرکچي: په دې معنا، چې نور يې بس کړه! اړتیا یې نشته! منفي فکر دی. یوه بله کړنه ترسره کړه. دغه شارټ ښه نه وو. له سره يې وکړه.
شیواني: بالکل! خو ستا د سینما یوه ګټه دا ده، چې هماغه یوه صحنه بیا، بیا ډکولی شې.
مرکچي: نه، موږ چې کله یو منفي فکر کوو، په دې شېبه کې ځان ته ویلی شم، چې دغه فکر نور بس دی او خوښ مې نه شو.
شیواني: خو دغه فکر شوی خو دی. له سره يې دوهم ځلې نه شم پنځولی او غشی له لیندۍ وتلی دی.
مرکچي: نه زما هدف دا دی، چې کله یوازې اوسې او یو منفي فکر درسره پیدا شي، یا دې ذهن ګډوډ وي، یا په منفیتوب اخته اوسې، نو لږ تر لږه په دغه شېبه کې د خپلو فکرونو مخه نیولی شې؟
شیواني: هو، کولی یې شو. خو دغه فکرونه پنځېدلي خو دي.
مرکچي: البته ورو، ورو يې شمېر را کمولی شو؟
شیواني: هو.
مرکچي: لومړی کم، بیا لږ نور کم، بیا لږ نور کم…
شیواني: هو. خو وګوره، په یوه داسې ډګر کې چې ته یوه صحنه بار بار هم ډکولی شې، دومره توجه کوې؛ نو خپل ژوند ته، چې د یوې صحنې د بیا ډکولو هېڅ امکان نشته، څومره توجه باید وکړو؟
مرکچي: بالکل! هره ثانیه چې تېره شوه، تېره ده. تېر شوی وخت بېرته نه راګرځي.
شیواني: نه دلته خبره د وخت نه ده. زه چې هر فکر کوم، هغه په ما، زما په بدن او زما شاوخوا خلکو اغېزه شیندي.
مرکچي: او په فضا هم!
شیواني: بالکل! په فضا هم! لس دقیقې مې د درد او خفګان فکرونه وپنځول. په یوولسمه دقیقه کې وایم، چې «نه! نور بس دی، اوس يې باید بدل کړم». خو هغه لس دقیقې څنګه؟ همدا وجه ده، چې موږ مسلسل او همېشنۍ اګاهي ته اړتیا لرو او دغه اګاهي په پرلپسې تمرین سره ترلاسه کولی شو. په تمرین سره دغه لس دقیقې، اتو دقیقو، بیا پنځو، بیا درې او بلاخره د پای ټکی ورته ایښودلی شو؛ او یوه داسې مقام ته به ورسېږو، چې نور به اصلاً دغه ډول فکرونه نه پنځوو، د خپلو فکرونو اګاهي به راسره وي او څنګه چې دغه ډول فکرونه زموږ ذهن ته لاره کوي، مخه به یې تړو او وایو به، چې سمه ده، نور يې باید بدل کړم.
مرکچي: او یوه ورځ به دغه فکرونه اصلاً نه راسره پیدا کېږي؟
شیواني: هو. په دې چې نور به د خپل اصلي ځان شعور ته رسېدلی یم، چې زه یو سوچه او سپېڅلی موجود یم. خو دمګړۍ زه د تمرین په حال کې یم. دا همداسې ده، چې ته ویده یې. خو یو وخت هڅه کوې، چې را ویښ شې، نو لږ را بیداره شې، خو بیا وایې، چې ځه، یو پنځه دقیقې به نور هم ویده شم. د اګاهي مسله هم په همدې ډول ده. «زه یو سوچه موجود یم»، دا معنا لري، چې را ویښ شوی یم. خو چې کله غوسه شوم، په دې معنا، چې بېرته مې په ځان بړستنه را کش کړه.
مرکچي: نو یو نفر څه وکړي؟ باور ولري، زده يې کړي، ځان پوه کړي، چې دی یو سوچه موجود دی؟ خو د دې خبرې څه ثبوت دی، چې زه یو سوچه موجود یم. مثلاً سباته زه یو چاته وایم، چې ته یو سوچه موجود یې، نو هغه به وايي، چې ثبوت یې څه شی دی؟
شیواني: آیا ارامتیا يې خوښېږي؟
مرکچي: د دې وجه خو دا ده، چې هر څوک د ارامتیا په لټه کې دی او هیله يې لري…
شیواني: ته یوازې د هغه څه هیله کوې، چې ته پخپله اوسې. زموږ بدن د طبیعت له پنځو عناصرو رغېدلی دی. اوبه، هوا، خاوره او داسې نور. کله چې له دې پنځو څخه د یوه عنصر هم کمی وي، ته به سمدلاسه وايې، چې زه اوبه غواړم یا تازه هوا غواړم. ولې تازه هوا غواړم؟ ولې اوبه غواړم؟ په دې چې زما بدن له همدې عناصرو جوړ دی. او اوس یې چې له کمښت سره مخ دی، نو ځکه وایم، چې زه یې غواړم. په دغه شېبه کې چې ماته بل هر څه را کوې، انکار به کوم، چې نه، زه اوبه غواړم. هغسې چې بدن له پنځو عناصرو رغېدلی دی او کله يې چې انډول ګډوډ وي، نو زه د کم شوي عنصر غوښتنه کوم. په همدې ډول زما دروني وجود هم له اوو (۷) عناصرو رغېدلی دی: ۱- سپېڅلتیا، ۲- ارامتیا، ۳- ځواک، ۴- مینه، ۵- علم، ۶- حقیقت، ۷- خوشالي! اوس چې هر کله د دې اوو عناصرو انډول ګډوډ شي، نو زه وایم، چې زه ارامتیا غواړم، خوشالي غواړم، مینه غواړم او یا ځواک غواړم.
مرکچي: څه عجیبه اتومات ماشین دی! هر څه چې کمېږي، اتومات يې غوښتنه کوي؟
شیواني: بالکل!
مرکچي: نو ضرورت نشته، چې د اندازې ماشین ولرې!
شیواني: نن ورځ د ځمکې په مخ هر انسان د همدې اوو عناصرو غوښتنه کوي، په دې چې هر انسان همدا اووه عناصره دی. دا بېله خبره ده، چې د ترلاسي میتود یې فرق کولی شي. ممکن یو څوک په بل هېواد یرغل وکړي. پوښتنه ترې وکړه، چې څه غواړې؟ وايي به، موږ سوله او ارامي غواړو. نو د ترلاسي تګلاره يې هر څه کېدلی شي! خو هر څوک د همدې عناصرو په لټه کې دي، ځکه چې له موږ نه هر یو له همدې عناصرو رغېدلی دی او همدا یې ثبوت هم دی. زه له غوسې نه د یوې وسیلې په ډول استفاده کولی شم، خو هر کله چې غوسه یم، له ارامتیا به بې برخې یم. د دې وجه دا ده، چې غوسه زما طبیعت نه دی. غوسه یو مستعار عادت دی او هغه شخصیتي ځانګړنه ده، چې له بیرون نه مو را خپله کړې ده.
مرکچي: ممکن همدا وجه به وي، چې یو ارامه شخص مو خوښېږي، ارامه موجود مو خوښېږي، هغه چې نورو ته درناوی کوي؟
شیواني: ان ستا ماحول هم هغه خوښېږي، چې ارامه او پرسکونه وي.
مرکچي: او حیوان دې هم هغه خوښېږي، چې ارامه وي. او خوښېږي مو چې له یوه بزرګ او نېک انسان سره کېنو. بیا وایو، چې «اوه! دا انسان څومره ارامه او پرسکونه دی، څومره ښه انسان دی». یا دا چې وایو، په پلانکي جومات کې ارامتیا احساسوم، په پلانکي زیارت کې د سکون احساس کوم، یا تر دې ونې لاندې ارامتیا احساسوم. نو همدا یې اساس دی؟
شیواني: هو. او د دې وجه دا ده، چې په دې ځایونو کې ته خپل طبیعي وجود ته ور نږدې کېږې. وګوره، خلک د طبیعي منظرو لیدو ته ځي، چې لمرخاته ننداره کړي، لمر لوېده ننداره کړي او دا ډېر ښه احساس وربښي. خو که په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ښکېل شو؟ هلته ښه احساس نه کوو. ولې؟ ځکه چې په هغو نورو ځایونو کې ته خپل طبیعي وجود ته نږدې شوی یې. خو ګډوډي او بې نظمي ستا طبیعي وجود نه دی. نو ته چې هر داسې څه ته نږدې اوسې، چې ستا له اصلي وجود سره مطابقت کوي، ته به ډېر ښه احساس کوې.
مرکچي: نو «زه» دغه اووه عناصر یم او همدا یې ثبوت دی، چې هر کله زه ارامه یم، زه به خوشاله هم یم؟
شیواني: هو.
مرکچي: نو یو څوک خپل ذهن د دې اوو عناصرو لپاره څنګه عیارولی شي؟
شیواني: لومړی په هغه ټول بهیر ځان پوهوو، چې پورته مو پرې خبرې وکړې. خپل فکرونه بدلوم او له «ارامتیا غواړم» څخه خپل فکر «زه ارامه یم» ته اړوم. فکر مې چې بدل شو، احساس مې بدلېږي؛ احساس چې بدل شو، چلند مې بدلېږي او په پای کې مې عمل بدلېږي. او نور به مې کړنې د «زه ارامتیا غواړم» والا نه وي، بلکې دا چې زه پخپله ارامتیا یم، نو زما کړنې به هم د ارامتیا له همدې عنصر څخه په طبیعي ډول سر نیسي. هر هغه کار چې څو ځله تکرار شي، زما په عادت بدلېږي. زما ټول عادتونه، زما ټول شخصیت سازوي. نو نن ورځ چې زه څوک یم، د شخص په توګه یا زما شخصیت، له هغه فکر نه يې اغاز کړی، چې ما پنځولی دی. په ورځ کې له څلوېښتو څخه تر پنځوسو زرو پورې هغه فکرونه چې زه ترې هېڅ اګاهي نه لرم، چې څومره يې منفي او څومره يې عبث دي، زما د ننني شخصیت سازوونکي دي. که غواړم چې خپل شخصیت بدل کړم، باید له خپلو فکرونو يې را پیل کړم. په بل ډول نه بدلېږي. ان هڅه يې هم نه کوم، ځکه چې هسې د وخت او انرژي ضایعه ده. ان د شخصیت جوړونې پروګرامونه، چې «په دې ډول وغږېږه، چې دغسې مسکی شه، چې دغسې روغبړ وکړه، چې تل مسکی اوسه»، دا یو هم ګټه نه کوي. که زه په درون کې خوشاله نه یم، څنګه مسکی اوسېدلی شم؟ او ان که مسکی هم شم، نو بیرون ته به څه ډول انرژي لېږم؟ نو زما د شخصیت مسکن زما ذهن دی. په دې اساس، فکر <– احساس <– چلند <–عمل <– عادت <– او په پای کې شخصیت! تر دې وروسته اوس اخرنی او تر ټولو مهم پړاو پاتې دی! زما دغه شخصیت په نړۍ کې موجود دی، دندې ترسره کوي، کاروبار کوي، کورنۍ او خپلوان لري، ملګري لري، ټولنیز ژوند لري، او داسې نور… نو په دې هر پړاو کې زما دغه شخصیت څه شی جوړوي؟
مرکچي: خپل برخلیک؟
شیواني: او پیل يې له کومه ځایه شوی؟
مرکچي: په فکر! پیل یې له فکر څخه شوی!……. اوووووه! نو زموږ فکرونه، زموږ برخلیک جوړوي؟
شیواني: اوس ووایه، چې زموږ فکرونه مهم دي او که نه؟
مرکچي: نو ژوند زموږ د فکرونو پایله او نتیجه ده؟
شیواني: نو آیا زه دې ته ارزښت ورکړم، چې نور خلک څه فکر کوي؟
مرکچي: بالکل نه. دا اوس دې چې کومې خبرې وکړې، له هغو وروسته خو بیخي نه!
شیواني: بالکل! په دې چې د خپل فکر په مټ زه خپل برخلیک او بخت جوړوم!!
مرکچي: خپل راتلونکی جوړوم، خپل ژوند جوړوم، خپل ماحول مې جوړوم او په پایله کې يې خپل دوست او دښمن جوړوم او دغه راز، هغه غبرګون چې زه يې بېرته ترلاسه کوم او هغه اهتزازات چې ماته را رسېږي، ځکه څه چې زه ورکوم، هماغه به بېرته ترلاسه کوم.
شیواني: او همدا زما برخلیک دی!
مرکچي: نو دا هر څه په فکر پیلېږي او زموږ په ژوند، راتلونکي او برخلیک پای ته رسېږي؟
شیواني: او د همدې برخلیک د بدلولو لپاره بیا نن ورځ هر چاته منډې ور وهو. نجومي ته ورځو. ستورپېژندونکي ته ګونډه وهو، د لاس کرښو لوستونکو ته کېنو، چې لومړی زما د برخلیک پېش بیني وکړه او که برخلیک مې هغسې نه وي، چې زه يې غواړم، نو خیر دی، څه دې چې په وس پوره وي، زما د برخلیک بدلولو لپاره يې سرته ورسوه. خو هېڅ څوک هم څه نه شي کولی او هېڅ څوک هم ستا برخلیک نه شي بدلولی.
مرکچي: سمه ده شیواني خورې! اوس نو دا هم راته ووایه، چې څنګه کولی شو، خپل فکر بدل کړو؟
شیواني: لومړی باید په دې پوه شو، چې د فکر بدلول دومره مهم دي!! او نور باید دا فکر وغورځوو، چې پلانکي داسې وویل، نو زه باید عکس العمل وښیم. دا اوس چې زه څه فکر کوم، په اصل کې خپل برخلیک مې جوړوم. په دې چې برخلیک یوه انرژي ده. برخلیک هېڅ شی هم نه ده. نن ورځ موږ د برخلیک په اړه ډېر زیات پرېشانه یو، چې برخلیک څه شی دی؟ مثلاً وایو، چې د بخت او قسمت له لاسه پلانکۍ پېښه را وشوه. او نه پوهېږم، چې ولې زما بخت تور دی او چا زما قسمت لیکلی دی؟ او په پای کې چې هېڅ څوک هم نه وینې، نو ګوته اسمان ته نیسې او پړه په خدای ور اچوې، چې دا هر څه خدای راته ټاکلي دي. چې په دې ځای کې دې یو ځل بیا خپل مسؤلیت د بل په غاړه ور واچاوه. په دې چې اصلاً خپل مسؤلیت منلو ته چمتو نه یې. خو خبره دا ده، چې زه پخپله خپل برخلیک جوړوم، ځکه کومه انرژي چې زه بیرون استوم، هغه زما اعمال دي؛ او کومه انرژي چې بېرته د حالاتو یا اشخاصو په ډول زما په لور راځي، هغه زما برخلیک دی. او په دې ټولو سربېره، زه بیا یوه نجومي ته هم ورځم او هغه راته وايي، چې دغه ګوتمۍ په ګوته کړه، هر څه به ښه شي. نو زه هغه ګوتمۍ په ګوته کوم او چې په ګوته يې کړم، نو له ځان سره دا فکر پنځوم، چې اوس به هر څه ښه شي. او هر څه په رښتیا هم ښه شي. ځکه چې هغه ګوتمۍ د خپل فکر د بدلولو لپاره د یوې انګېزې په ډول کاروم، او په پایله کې يې زما برخلیک هم بدلېږي.
مرکچي: نو بلاخره خبره په هغې ګوتمۍ باندې د اعتقاد ده؟
شیواني: هو. که له اعتقاد پرته ګوتمۍ په ګوته کړې، ګټه نه کوي. او که يې بې له اعتقاده ګټه کولی، باید کړې یې وای.
مرکچي: هههه! خو د ګوتمۍ په اغوستو کار ډېر اسانېږي. خورا ډېر اسانېږي!
شیواني: او خورا لنډېږي هم!
مرکچي: که یو څوک راته ووايي، چې زه به یو تعویذ درته ولیکم، غاړه کې يې واچوه، او له نن نه وروسته به په تا هېڅ تور جادو اغېزه نه کوي. نو زه اوس ډاډه کېږم، چې دغه تعویذ یې راکړ. نور به په ما هېڅ هم نه کېږي.
شیواني: د دغه تعویذ غاړې ته اچولو وروسته، څومره موده کولی شې، چې دغه فکر ځان سره وساتې؟ که ته له خپل تعویذ نه اګاه نه اوسې، نو دغه فکر به فقط یو څو ورځې درسره وي. له هغه وروسته به دې دغه ګوتمۍ یا تعویذ فقط د جسم یوه برخه وي او هېڅ اګاهي به ترې نه لرې او بیا هغه انرژي چې له بیرون څخه راځي، بېرته به برید درباندې کوي.
مرکچي: دا ډېره ښه نکته ده، په دې اړه ما هېڅ کله هم فکر نه وو کړی. ستا هدف دا ده، چې …. شیواني خورې! دا ډېر مهم ټکی دی. خورا ډېر مهم! سمه ده، یو چا ماته یوه ګوتمۍ راکړه. یو څو ورځې زه اګاه یم، چې دغه ګوتمۍ سره به زما ټول منفيتوب ورک شي او زه به تل خوشاله یم. خو یو څه موده وروسته ناګهانه دغه خبره زما د خپل حقیقي فطرت له لاسه رانه هېرېږي، ځکه چې ما د خپل شخصیت تخم نه دی بدل کړی.
شیواني: بالکل! تا خپل فکر نه دی بدل کړی. تا د خپل فکر د بدلولو لپاره ګوتمۍ د یوې انګېزې په توګه استعمال کړه. نو تر هغو چې ته له دې ګوتمۍ نه اګاه یې، ته به سم فکرونه کوې او حالت به دې ښه وي. خو موږ چې څه اغوستي وي، له هغه نه یوازې یو څو ورځې اګاهي لرو. مثلاً زه اګاه یم، چې اوس مې ګوتمۍ په ګوته ده او هر څه به ښه او سم وي. نو وینو، چې په دې شېبه کې زه سم فکر پنځوم، چې اوس به هر څه سم وي، هېڅ څوک هم ماسره بد نه شي کولی. په اصل کې خو همدا هغه فکر وو، چې اړتیا یې وه. هغه که ګوتمۍ وي که نه وي! نو اوس چې ما دغه ګوتمۍ په ګوته کړې ده، زه کولی شم، دغه فکرونه وپنځوم. خو په دغه خبره یوه میاشت تېرېږي، اوس یاده ګوتمۍ فقط زما د جسم یوه برخه ګرځېدلې او بېرته هماغه پخواني فکري بهیر کې ښکېل کېږم، چې پلانکي راسره داسې وکړل او بیستانکي داسې وکړل. په دې چې نور مې دا هېر شوي دي، چې ما ګوتمۍ په ګوته کړې ده. او په دې ډول به يې نور تاثیر هم پاتې نه شي.
مرکچي: هو، او بیا بېرته هغه نفر ته زنګ وهې، چې دغه ګوتمۍ دې راکړه، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه. هغه درته وايي، چې یوه ورځ یې په مالګینو اوبو کې کېږده، سهار يې پاکه کړه، د ګنګا مقدسې اوبه پرې توی کړه، د عودو او مسکو خوشبويي پرې ولګوه، د سه شنبې په ورځ داسې او داسې وکړه، د پنجشنبې مازدیګر څلورو بجو داسې او داسې وکړه. یوه شپه يې په شیدو کې خیشته کړه او بیا یې په ګوته کړه. یا يې په ښۍ یا چپه ګوته کې واچوه، بس هر څه به سم شي. ته چې دغه کارونه وکړې، نو یو ځل بیا وینې! چې اوه، دا ده هر څه سم شوو.
شیواني: بالکل! اوه، هر څه سم شوو!
مرکچي: وايې به چې، ګرد يې نیولی وو یا داسې او داسې شوې وه، ځکه يې کار نه کاوه.
شیواني: اوس ځکه کار کوي، چې ته بېرته له خپلې ګوتمۍ اګاه کېږې او په پایله کې يې له خپلو فکرونو اګاه کېږې. او وايې چې، «هو، زه لاړم، د ګنګا اوبه مې پرې توی کړې، اوس به نو په ما هېڅ هم نه کېږي».
مرکچي: نو هغه انګېزه زموږ فکر پنځوي؟
شیواني: نه، انګېزه فکر نه پنځوي. زه انګېزه استعمالوم، تر څو فکر وپنځوم یا انګېزه د فکر د پنځولو لپاره استعمالوم.
مرکچي: زه … خپل … فکر … پنځوم، د خپلې ګوتمۍ له برکته! نو ته غواړې، چې موږ همدا کار له ګوتمۍ پرته وکړو؟ شیواني خورې!
شیواني: په دې چې ته په هر حال کې همدا کار کوې. فکر پخپله ته پنځوې، ګوتمۍ يې نه پنځوي. ته یې پنځوې. نو ته چې له مخه لا له مالي بحران سره مخ یې، نو څه اړتیا لرې، چې په نورو انګېزو خپلې پیسې مصرفوې؟ نن سبا همدا کیسه روانه ده. مثلاً زه په مالي بحران کې ښکېل یم، نو ځم په لسګونه زره روپو یوه ګوتمۍ اخلم، یا پلانکي او پلانکي زیارت ته ورځم، تر څو له مالي بحران نه راووځم. سمه ده، دا هر څه وکړئ. خو له سم فکر سره یې وکړئ.
مرکچي: آیا په دغه موضوع هم مراقبه لرې، چې زه ځواک یم او فکرونه پخپله زه پنځوم؟
شیواني: ولې نه!
مرکچي: راځئ، ټول خپل تمرکز را ټولوو او د یوې دقیقې لپاره لنډه مراقبه کوو.
شیواني: ارامه کېنو.
«زما ژوند، زما سفر؛ زه پخپله خپل سکرپټ لیکم. زه چې هر فکر پنځوم، په اصل کې خپل برخلیک لیکم. له خپل ځانه، ځان اګاه کوم. هېڅ څوک، هېڅ حالت پخپل سر نه رامنځته کېږي. ما خپل برخلیک پخپله لیکلی دی. هر څه چې دمګړۍ ماته را پېښېږي، د هغه سکرپټ مې ډېر پخوا پخپله لیکلی. او څه چې اوس کوم او کوم فکرونه چې کوم، زه مې د خپل اوسمهال او خپل راتلونکي سکرپټونه لیکم. کنټرول او ځواک په بشپړ ډول له ما سره دی. را ویښېږم او ځان اګاه کوم، چې د خپل بخت لیکونکی زه پخپله یم. زه، چې ځواکمن موجود یم، چې حالات او خلک پرې اغېز نه کوي، خپل فوکس او تمرکز په خپلو فکرونو کوم، ځکه همدا فکرونه زما په برخلیک بدلېږي.» اوم شانتي!
مرکچي: اوم شانتي! شیواني خورې! ډېره زیاته مننه.
شیواني: ډېره مننه!
مرکچي: نو نن ورځ مو زده کړل، چې اصلاً زما ژوند زما د فکرونو او تفکر پایله ده. دغه موضوع به په راتلونکې مرکه کې نوره هم وڅېړو. تر هغو، اوم شانتي!
پای