جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کرکټ اسیايي جام سیالۍ نن پیلېږي

د کرکټ اسیايي جام سیالۍ نن پیلېږي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۸ مه) د کرکټ اسیايي جام سیالۍ، چې د پاکستان او سریلانکا په کوربه توب ترسره کېږي، په لاهور کې د پاکستان او نیپال په مسابقې پیلېږي.

پاکستان له هند او نیپال سره په  Aاو افغانستان له بنګله دېش او سریلانکا سره په B ګروپ کې دی.

په دې سیالیو کې د اسیا ۶ پیاوړې لوبډلې لکه هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، افغانستان، او نیپال شاملې دي.

افغانستان تر دې مخکې له بنګله دېش او سریلانکا سره څو ځلې مخامخ شوی او څو سیالۍ یې ورڅخه ګټلي دي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه به د سپټمبر په درېیمه یعني د راتلونکې یکشنبې په ورځ له بنګله دېش سره په لاهور کې وي.

د افغانستان دوهمه سیالي به د سپټمبر په پنځمه له سریلانکا سره وي.

پاکستان نن له نیپال سره، چې په دواړو ګروپونو کې تر ټولو کمزوری ټیم انګېرل کېږي، په داسې حال کې مخامخ کېږي چې تازه یې له افغانستان څخه د درو یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله او اوس په نړۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په فارمټ کې لومړی ځای لري.

په سږني اسیايي جام کې، چې د سپټمبر تر ۱۷ نېټې دوام کوي، ۱۳ لوبې کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، د اسیايي جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ، رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، رحمت شاه، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، راشد خان، ګلبدين نايب، کريم جنت، عبدالرحمان، شرف الدين اشرف، مجيب ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، سليم ساپی او فضل الحق فاروقي شامل لوبغاړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب