جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو کابل کې د ۶۰ زرو امنیتي کامرو د فعالولو خبر ورکړی

طالبانو کابل کې د ۶۰ زرو امنیتي کامرو د فعالولو خبر ورکړی

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )  د طالبانو یوه ویاند هدایت الله هدایت ویلي، چې کورنیو چارو وزارت یې د خلکو په همکارۍ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۶۰ زره امنیتي کامرې فعاله کړې دي.

هدایت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلویزون مرستیال دی، ویلي د دغو کامرو له فعالیدو وروسته یو شمېر کسان چې خلاف کارونه یې ترسره کول، نیول شوي هم دي.

معلومه نه ده، چې پر دغو کامرو څومره لګښت شوی.

تر دې مخکې یو شمېر کابل ښاریانو شکایت کړی و، چې له اقتصادي ناورین سره – سره طالبان پرې په زوره د خپلو کورونو پر سر د فعالولو لپاره امنیتي کامرې پېري.

د طالبانو پلویان او مبلغین ټینګار کوي، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره افغانستان امن شوی، خو منتقدان یې وایي چې مخکې امنیت همدوی خراب کړی و او اوس یې له نا امنۍ څخه په لاس اخیستو سره بیرته افغانستان امن شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب