Homeخبرونهملي پراختیا شرکت د قوشتیپې کانال د چارو د دریدو خبرونه رد...

ملي پراختیا شرکت د قوشتیپې کانال د چارو د دریدو خبرونه رد کړل

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )   د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو چارواکو د قوشتیپې کانال د چارو د دریدو خبرونه رد کړي او ویلي، چې پر دغه کانال د دوو لویو جوړېدونکو پلونو ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د یاد شرکت یوه انجینر حمیدالله ذهین ویلي، چې د دغو دواړو پلونو پاتې کارونه به په نږدې څو ورځو کې پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو پلونو کې کارول شوي رغنیز توکي د افغانستان خپل تولید دی او د جوړېدو مسولیت یې هم افغان انجینران پر غاړه لري.

د طالبانو چارواکي د یاد شوي کانال جوړیدل د خپل رژیم تر ټولو ستره اقتصادي پروژه ګڼي او وایي، چې له داخلي عوایدو یې تمویلوي.

ډېر افغانان دغې پروژې ته د طالبانو له پاملرنې خوښ دي او وایي، ښه به وي چې ټول امکانات د ایډیالوژیکو تاسیساتو پر ځای پر همداسې ملي پروژو مصرف شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...